پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 شعبان 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 17 اپریل 2019 م

شمېره:      HTY-1440/15

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په سېئون کې د یمني پارلمان غونډه او ترې د بریتانیا ملاتړ؛ حوثیانو ته سیاسي ضربه ده

تر څلورو کلونو ځنډ وروسته، بریتانیا د سیئون په ښار کې د یمني پارلمان د بیا راغونډلو هرکلی وکړ. دا پارلمان په سنا کې د حوثیانو د کابو کولو له امله تړل شوی و، بریتانیا د پارلمان د ویاند او معاوینینو ټاکل مهم او مثبت قدم بولي. په یمن کې د بریتانیا سفیر مایکل آرون، وروسته له اوږدې مودې په سیئون کې د پارلمان غونډه یوه لویه بریا بولي. د منځني ختیځ له مخې مایکل آرون وایي: «پارلمان د دولتي بنسټونو یو مهم بنسټ دی، زه فکر کوم چې دا غونډه ډیره مهمه ده، د ولسمشر په توګه د سلطان البورکاني او د هغوی درې معاوینینو ټاکنه یوه ستره پرېکړه ده. دا یو مثبت قدم دی.» د حوثیانو ویاند او د خبرو اترو په غونډه کې د حوثي ډلې مشر محمد عبدالسلام په لوړ اواز ویل چې د ملګرو ملتونو د یو خنثی منځګړي په توګه پاتې شوی، خو بیا هم د خپل هېواد موضوع د ملګرو ملتونو په اډانه کې پلې کوي. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په یو لیک سره ولسمشر هادي او د پارلمان غړو ته د پارلماني غونډې له امله، چې د دې هېواد په ختیځ ښار سیئون کې تر سره شوه مبارکي ویلي. په دې کار سره د حوثیانو غوسه را وپارېده او په هغه یې تور پورې کړ، چې غواړي د خپل هېواد پلان د ملګرو ملتونو په اډانه کې پلی کړي. د امریکا متحده ایالاتو هم د پارلمان د غونډې ملاتړ کړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مورګان اورتاګوس په هغې اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه ویلي؛ د امریکا متحده ایالات د یمن د پارلمان غړو ته د غونډې له امله، چې له ۲۰۱۴م راهیسې لومړۍ غونډه وه مبارکي وایي. د پارلمان دا غونډه د بریا لپاره یو مهم قدم دی او په دې سره د یمن مشروع حکومت ته ځواکمنتیا ور په برخه کوي. په ورته وخت کې مورګان اورتاګوس له یمني پارلمان سره د امریکا متحده ایالاتو د ادرې پوره ملاتړ اعلان کړ. دې د یمن د حکومت دا ګام د یمن حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره یو اړین ګام وباله او د ملي خبرو اترو د کنفرانس د پایلو نتیجه یې وبلله او دا سولییز بهیر یې د خلیج د همکارۍ شورا، یو نوښت وګاڼه.

بریتانیا خپله وروستۍ سیاسي پاڼه، چې حثیانو پرې باور درلود واړوه، د یمن  په پلازمینه سنا کې پارلمان ته د بریتانیا تر کنترول لاندې مشروعیت ورکول او په داسې حال کې چې په سئیون کې پارلماني غونډه تر سره کیږي، دوی د پارلمان تشې څوکۍ په خپله خوښه ډکوي. حوثیان، بریتانیا د خپل لومړي دښمن په توګه بولي او د ملګرو ملتونو استازی په طرفدارۍ تورنوي او په دوی تور لګوي، چې بریتانیا غواړي د ملګرو ملتونو پر مټ د خپل هېواد پلان پلی کړي. بریتانیا د ټرمپ د ادارې له هغې پالیسۍ څخه ګټه پورته کړه، چې له مخې یې په سیمه کې د ایران رول کم او سپاه پاسداران یې د ترهګرۍ په تور لیست کې شامل کړل او سعودي عربستان ته یې په سیمه کې، په ځانګړې توګه په یمن کې د رول درلودلو برخه پراخه کړه، په دې ډول اېران اړ کیږي، چې پر حوثیانو  فشار راوړي، تر څو په سیمه کې د امریکا متحده یالاتو له پلان سره سم حرکت وکړي. که څه هم امریکا غواړي چې د یمن په حکومت کې حوثیانو ته ونډه ورکړي، خو حوثیان دا مني چې سعودي عربستان به د یمن په موضوع کې بریا ته ورسیږي. سره له دې چې امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې حدیده او سنا کې چې د امریکا لپاره سرې کرښې دي، پر حثیانو باندې د بریتانوي غلامانو، د هادي او متحده عربي اماراتو مرګونو بریدونو مخنوی وکړي، خو بیا هم نه غواړي، چې دا ډله په یمني حکومت کې مشروعیت ولري، ځکه چې د دې ډلې په ځواکمنتیا سره، په عربستان کې د امریکا غلام ته په ګواښ بدلیږي. له همدې امله امریکا هڅه کوي، چې د پیسو او زېرمو په زور خپلې موخې په سیمه کې تعقیب کړي. په دې ډول د یمن پارلمان د هادي ولسمشرۍ تر سیوري لاندې په رسمیت پېژندل د سعودي عربستان په ګټه دي او په دې ډول په یمن کې خپلې جګړې ته مشروعیت ورکولی شي. دا هغه څه دي چې په یمن کې د امریکا او بریتانیا دریځ په دې بهیر کې څه ناڅه سره ورته لیدل کیږي، خو په واقعیت کې د انګلیس او امریکا شخړه هغه وخت را بربنډه کیږي، چې بریتانیا او د هغه غلامان په یمن کې په نظامي حللارې لاس پورې کوي، مګر امریکا، ورسره د بشري وضعیت پر بهانه مخالفت کوي.

امریکا په رښتینې توګه غواړي، چې په یمن کې جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د هغې غلام سعودي له شرمیدونکي حالت سره مخ دی، په داسې حال کې چې حوثیان د «ستوکهولم» له هوکړې څخه په ګټه اخیسته خپل غږ پورته کوي او د سیاسي حللارې له مخې د ډېرې ونډې غوښتنه کوي. خو بریتانیا د نظامي حللارې له ګواښ څخه خپله ګټه پورته کوي. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه، چې د څلورو میاشتو اوږدې مودې لپاره د «ستوکهولم» هوکړې ته په تمه وه، اوس حوثیان د دغې هوکړې په عملي کولو کې ګرمه بولي، چې د دې هوکړې لومړی پړاو چې نظامي یووالی دی، په څو راتلونکو ورځو کې به پیل شي، چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتین ګریفیدس هم په دې اړه خبرې کړي.

اې د یمن خلکو! اې د ایمان او عقل خاوندانو! د انګلیس او امریکا شخړې ستاسې هېواد کمزوری کړ، ستاسې زامن یې در ووژل، ستاسې ویاړ یې له منځه یووړ او تاسې یې له لوږې او بدبختۍ سره مخ کړئ، نور به تر کله د هدیرې په څېر خپلې چوپتیا ته ادامه ورکوئ او پر اشغالګرو ملګرو ملتونو به تکیه کوئ، ترڅو ستاسې ستونزې حل او اور او ګولۍ زیاتې کړي؟  ستاسې د ستونزې یوازینۍ حللاره دا ده چې د خپل رب، الله سبحانه وتعالی شریعت ته په کار کولو سره  راشده خلافت تاسیس کړئ، چې هم د دنیا او هم آخرت ګټه پکې نغښتې ده.

حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې