جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
راډيکالېزم؛ د بشپړ اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې په موخه د پانګوالۍ طرحه
بسم الله الرحمن الرحيم
راډيکالېزم؛ د بشپړ اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې په موخه د پانګوالۍ طرحه

 (ژباړه)

له اسلامي امت لاره ورکه ده او د کفارو له پرلپسې شکنجو ستړی شوی دی. دغو فشارونو له ترورېزم سره د جګړې يا د راډيکالېزم پر وړاندې جګړې له پلمو سرچينه اخيستې ده، چې په پايله کې پر اسلامي امت دومره ظلمونه شوي چې د دا ډول عمل وړ نه دي او دغه شعارونه پر سلامي امت د ظلم په موخه کارول کېږي. نو پر موضوع د ښه پوهېدو او د دغه واقعيت رښتیني تصوير اخيستو لپاره ښه دا ده، چې د دغو شعارونو مفهوم وپوښتل شي.

دې ته په کتو چې ټرورېزم څه شی دی، مخکې په دې اړه بشپړ بحث شوي دی؛ خو دا چې راډيکالېزم څه شی دی؟ په ځواب کې بايد وويل شي چې د سياست په علم کې د ځواکمنو وسايلو په وسیله د ټولنې د بدلون په موخه د راپارول شوي ځواک په مفهوم دی. همدارنګه د يو شي د اصليت د بدلون په مفهوم هم کارول کېږي. په پايله کې ياده کلمه په يوازې توګه د يو شي ښه والی او بدوالی نه ښيي، خو د نورو کلمو تر څنګ د يو شي ښه والی او بدوالی ښودلی شي. په وروستیو کې د اروپايي او امريکايي امنیتي جوړښتونو له لوري د يادې کلمې لپاره يو لړ غوښتونو ته په کتو نوی مفهوم وټاکل شو، چې دغه مفهوم له هغو کسانو څخه عبارت دی، چې د يوې ټولنې د دود خلاف داسې  بنسټيز بدلونونه رامنځته کوي، چې د تاوتریخوالي او وينې تويېدنې لامل کېږي.  

هغوی ترورېزم او راډيکالېزم ورته لفظونه بولي او غواړي د هغو کسانو هویت بدنام او تر پوښتنې لاندې راولي چې د ځمکې د بيا راژوندي کولو او عمران هڅې کوي؛ ځکه له هغو مسلمانانو پرته چې د اسلامي نظام د تطبیق غوښتنه کوي، نور داسې څوک نه شو موندلی چې د پانګوالۍ اېډيولوژۍ پروړاندې، چې د پرمخ وړلو چارې يې لږ شمېر کسان په غاړه لري او په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي برخو کې د انساني چاپېريال د نابودۍ لامل شوې، ودرېږي. دا همغه مسلمانان دي چې نن د راډيکال خطاب ورته کېږي او پخوا ترورېستان بلل شوي وو. دا ډول تورونه نوي نه دي؛ بلکې ډېر وخت کېږي چې کفار پر مسلمانانو د ظلم لپاره دروغجنې ټاپې لګوي.

کینيا هغه هېواد دی چې غواړي خپل تاريخ هېر کړي، ځکه کله چې ښکېلاکګر انګليس دغه هېواد اشغال کړ؛ کرنيزې ځمکې يې کډوالو ته ور کړې او د دغې خاورې بومي خلک يې ځنګلونو ته وشړل. کله چې دا ظلم ډېر شو، سمه ييز خلک له افراطي ډلو سره يوځای شول، د هغوی پر وړاندې ودرېدل او د خپلو حقونو لپاره يې له ښکېلاک سره جکړه وکړه، چې له جملې يې په کينيا کې د انګليستان د امپريالېزم پر وړاندې د (Mau Mau) په نوم یوه لويه ډله ګواښ وه. د انګليس دولت د دغې ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره په ټولنه کې د وېرې رامنځته کېدو لپاره يو لړ قضايي وژنې او قتلونه وکړل او وروسته يې ياده ډله په افراطي ډله ونوموله. انګليس به چې د دا ډول جنايتونو په دوام کې کوم کسان نيول، هغوی به يې يو ارواه پوه ډاکتر جي سي کرودرز ته ورپېژندل. نوموړي ډاکتر به له طبي څېړنو وروسته داسې ادعا کوله چې د علمي شواهدو پر بنسټ د (Mau Mau) ياغي ډله سياسي مخالفين نه دي، بلکې رواني ناروغان (لېوني) دي؛ حتی دا به يې هم ويل چې د لېوني انسان وژل څه ستونزه نه لري.

نو پر دغه اساس راډيکالېزم داسې يوه پلمه ده، هغه مسلمانان چې په خپله ټولنه کې د اسلامي عقيدې راژوندي کېدل غواړي، خپله موخه ګرځوي. دا اړين امر دی، ځکه د حق او باطل تر منځ جګړه د ژوند، انسان او کايناتو له پيدايښت بيا تر قيامته دوام لري؛ خو په دغه پېړۍ کې چې موږ د کوم څه شاهدان يو، هغه دا دي چې د اسلامي عقيدې او د غربي پانګوالې فاسدې اېډيولوژۍ ترمنځ سخته جګړه روانه ده، امريکا او ملاتړي يې د ډېموکراسۍ، ازادۍ، ازاد بازار او په نورو نومونو سره د دغې مفکورې ملاتړ کوي. د دا ډول جګړې لپاره لومړی امريکا او متحدينو يې د اسلام د له منځه وړلو لپاره قانون جوړونه، تګلارې او سياستونه رامنځته کړل او په دې سياستونو کې د ترورېزم، راډيکالېزم او نورو پر وړاندې جګړه وې، چې دا ډول سياستونه مسلمانان په مختلفو ډلو ويشي:

لومړی: هغه مسلمانان چې سېکولرېزم يې منلی او په هغه کې د خوند اصالت، شراب څښل، سرغړونه، تقلب او نور مباح بولي.

دويم: منځلاري مسلمانان بيا هغه دي، چې اسلام او پانګوالي دواړه غواړي.

درېيم: راډيکال مسلمانان هغه دي، چې له سلام پرته بل هېڅ دين نه مني او له لومړۍ او دويمې ډلې سره مخالف دي او په انفرادي او ټوليز ډول په ټولنه کې د اسلام پلي کېدل غواړي، هغه د ژوند بشپړه تګلاره بولي، د امت چارو تنظيمولو په موخه د نبوت پر منهج د اسلامي دولت راژوندي کېدو لپاره داسې برنامې او پلانونه لري، چې د قران، سنتو او قياس پر بنسټ پر مخ ولاړ شي.

هغه قوانين چې د کېنيا دولت په دې برخه کې تصويب کړي، په دې ډول دي:

۱. د ترورېزم مخنیوی.

۲. د امنيتي قوانينو تصحېح.

۳. د تند افراطیت پر وړاندې ملي سټراټيژي.

۴. ځانګړی سياسي استازی درلودل چې د افراطیت پر وړاندې مبارزې په سر کې وي.

دغه قوانين له ترورېزم سره د مبارزې په ۱۶ام نړيوال کنفرانس کې چې د ۲۰۱۶ م د سپټمبر پر ۱۳مه د اسرائيلو په شارون هرزېل هوټل کې جوړ شوی و، تصويب شول. له دغه ډول قانون جوړونو، تګلارو او سياستونو سره په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول کېنيا کې د اسلامي امت پر وړاندې ظلمونه ډېر او پراخ شول. همدارنګه مسلمانان په سوريه، فلسطين، افغانستان، ازبکستان، اردن، عراق، برما، يمن او نورو اسلامي خاورو کې د زړه سوي په حالت کې دي، چې دا ټول جنايتونو د پردې تر شا پر اسلامي امت تحيمل شوي او په ټوله نړۍ کې له راډيکالېزم سره د مبارزې په نوم رهبري کېږي. په داسې حال کې هغه هېوادونه چې د راډيکالېزم پر وړاندې د خطرناک کمپاين ملاتړ کوي د کېنيا په شمول ميليونونه شلينګه (د کېنيا پيسې) يې تر لاسه کړې، چې يوازې په کېنيا کې ۲۰ ميليونه د ترورېزم او راډيکالېزم پر وړاندې د جګړې لګښت ته ځانګړې شوې دي.

 دا هغه جنايتونه دي چې تل مسلمانان ور سره مخ دي؛ خو د حيرانۍ ځای دا دی ډېری رسنۍ چې په بډايه کسانو پورې تړلې، د غربي قدرتونو په مرسته له اوسنيو دولتونو سره يوځای د کمزورو او بې بنسټه خبرونو په خپرېدو سره د مسلمانانو وژلو ته لار هواروي؛ تر څو له همدې لارې د ترورېزم ضد سازمانونو له لوري د دغه کار د سرته رسولو له امله وستايل شي. همدارنګه ياده طرحه د رسنيو د مالکانو له نظره سره د موافقې انګېزې رامنځته کولو لپاره کاريږي. له همدې امله حتی له څېړنو وړاندې رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې په سيمه کې يوه مشکوک مسلمان ماينونه اېښي او له لېرې واټن کنترولېږي.

نو پر همدې اساس د کېنيا په حزب التحرير کې ستاسو وروڼه تاسو ته خبر درکوي له هغو دسيسو چې کفار يې ستاسو پر وړاندې جوړوي، مه نهيلي کېږئ، ځکه الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾

 [انفال:٣٠]

ژباړه: هغوی چارې کارولې (او نفشه يې جوړوله) او الله سبحانه وتعالی هم تدبير کاوه. الله سبحانه وتعالی خورا غوره تدبير کونکی دی.

رښتيا هم چې زموږ مسلمانانو عزت د يوې اېډيولوژۍ په توګه په اسلام کې دی او پاتې هغه څه دي چې د مسلمانانو د مخ اړولو په موخه پر اسلام تحمليږي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا﴾

[مائده: ٣]

ژباړه: نن مې ستاسو دين بشپړ کړ، خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ او اسلام مې ستاسو د دين په توګه منظور کړ. له همدې امله د حلالو او حرامو مراعات وکړئ.

دغه فرض د الله سبحانه وتعالی له لوري دي چې بايد پر اسلام منګولې ولګوئ او له هغه پرته بل څه ونه منئ؛ ځکه اسلام د الله سبحانه وتعالی له لوري بشپړ دين دی او الله سبحانه وتعالی له خپل دين سره نصرت کوي، که څه هم د کافرانو نه خوښيږي او د له منځه وړلو لپاره يې هر ډول فکري او فزيکي وسايل وکاروي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً﴾   

[بقره: ٢٠٨]

ژباړه: اې مومنانو! تاسې په هر اړخيز ډول په اسلام کې ننوځئ.

زموږ اختلافونه بايد د فکري ښوونځي او ډلې له پلوه د راډيکال مسلمان په نوم سره د غرب په دام کې د لوېدو لامل نه شي؛ ځکه د مسلمانانو يووالی او ځواک د دوی په يوځای کېدو کې نغښتی دی. دا ډېر لوی ګواښ دی؛ که کوتاهي وکړو، نو له شک پرته چې خپل ځانونه به په جنجالونو کې ووينو، چې زموږ تر منځ د شخړو لامل کېږي او دا د غرب اساسي موخه ده.

له راډيکالېزم او ترورېزم سره په جګړه کې د ترورېستانو رهبران يهودي دولت او امريکا دي چې په ښکاره يې په دغه جګړه کې اسلام او مسلمانان خپله موخه ګرځولي؛ چې په دغه برخه کې يهودي دولت نړيوال کنفرانس جوړ کړی و او امريکا د ياد کنفرانس د مالي او پالېسيو په برخو کې بې شمېره لګښتونه وکړل.

پر موږ مسلمانانو او هغو کسانو چې عدالت غواړي لازمه ده، چې د همدې پديدې پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شو او کله چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي، بايد په جرات او ډاډه زړه له کوم ډار پرته د هغوی پر وړاندې ودريږو او په سختو ټکو يې وغندو. په داسې وخت کې موږ بايد د خاينو رهبرانو او درباري عالمانو نه تمه ونه لرو، چې زموږ په استازيتوب خبرې وکړې؛ ځکه ټولو ته معلومه ده چې هغوی د خپل مسوليت په سرته رسولو کې غفلت کوي.

دا هم ښکاره ده چې د مسلمانانو پر وړاندې ورستي ظالمانه کارونه، د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغوی د نيولو او مړينې لامل شول. له دې بې ځايه ذليل حالت څخه خلاصون لپاره موږ ته اړينه ده چې د خلافت په اډانه کې د اسلامي ژوند راژوندي کېدو لپاره هڅې او دعوت وکړو.

نو پر همدې اساس د کافرانو شکنجې او وژنې بايد موږ له خپلې اصلي موخې ونه ګرځوي، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی له لوري يوه ازموينه ده او هغه کسان چې په دې لاره کې صبر کوي، د هغوی ځای جنت دی. پر موږ اړينه ده چې د نبوت پر تګلاره د خلافت په بيا راتلو ایمان ولرو او شکمن نه شوو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[نور: ٥٥]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې چې هغوی به په ځمکه کې په همغه ډول خليفه ګان وګرځوي، لکه له هغوی څخه چې وړاندې تېر شوي دي. د هغوی لپاره به هغه دين په قوي بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د هغو د وېرې ( اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او له ما سره دې څوک نه شريکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو هغوی فاسقان دي.

حزب التحریر- کینیا

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې