جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د سعودي نظام د حرمین شریفین په خاوره کې د کلیسا جوړولو قصد لري

(ژباړه)

د شرق نصارا او د انطاکیا اسقف (مسیحي رهبر) «بشاره بطرس راعي» سعودي ته په سفر کې د سعودي له ولي عهد او ملک سلمان سره ولیدل. د سعودي له خبري شبکې نه په نقل،  د ۲۰۱۷م کال د نومبر پر ۱۴مه «راعي» په خپله لیدنه کې له ملک سلمان سره د اعتدال په ترویج، د افراطیت او ترورېزم د مخنیوي او په سیمه او نړۍ کې دسولې او امنیت په راوستو کې د بېلابېلو ادیانو او ثقافتونو د رول پر اهمیت خبرې وکړې. په دې توګه د انطاکیا د رهبر خبرې د سعودي د ولي عهد له هغه خبرو سره سمون خوري، چې د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۲۴مه یې کړې وې، چې ګویا سعودي غواړي خپل مخکیني حالت (معتدل اسلام ته چې دروازه یې د ټولو ادیانو پر مخ پرانستې ده) وروګرځي. همدارنګه زیاته یې کړه: « دېرش کاله مو له افراطي افکارو سره په تعامل کې نه ضایع کوو او د طبیعي ژوند غوښتونکي یو. موږ غواړو خپل مخکیني حالت ته وروګرځو، چې د ټولو دینونو، رواجونو او خلکو پر مخ پرانیستی اسلام دی.» داسې معلومېږي، چې د سعودي ولي عهد غواړي سعودي د سیکولرېزم خواته بوځي او اسلام ته د دعوت مخه ونیسي او همدارنګه نصراني او نور دینونه له اسلام سره برابر کړي.

له بلې خوا کوېټي اونیزې د ۲۰۱۷م کال د نومبر پر ۱۴مه د انطاکیا رهبر بشاره بطرس راعي لبناني ته د ملک ال سعود له خوا د سرو زرو د یوې ارزښتمنې ډالۍ ورکړې خبر ورکړ. همدارنګه اونیزه زیاتوي: «د راعي لیدنه به پر سیاسي اړیکو سربېره د کلیسا جوړولو په برخه کې د سعودي ادارې لومړی ګام وي، چې قدامت یې ۹۰۰ کلونو ته ورګرځي، چې ویل کېږي د اسلام او مسیحیت د خبرو اترو رمز پېژندل شوې او د اسلام پر وړاندې به قطب شي.

نو پر دغه اساس د سعودي نظام د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې له هغه څه سره، چې الهي وحی حرام کړي، چې په عربي جزیره کې د کلیسا او یا کفري معبد یا کفر شتون دی، خپله جګړه اعلان کړې ده.

عثمان طه

ژباړن: بشارت

د مطلب ادامه...

د مسلمانوژنې روانه لړۍ دا ډول پای ته ورسوئ!

  • خپور شوی په سیاسي

د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د ټرامپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته د تروریستانو په نامه د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو د وژلو لړۍ سخت زور اخیستی. لاسپوڅی افغان حکومت په دې اړه د غږ څه چې د ساه ايستلو له توانه لوېدلی. اکثره رسنۍ هم د ملکي وګړو له تلفاتو سره د ټرامپ د ستراتيژۍ له مخې چلند کوي او د حکومتي ادارو او ويندويانو په خوله، هر وژل شوی کس تروریست بولي. ځینې رسنۍ د دا ډول رپوټونو له خپرولو څخه ډډه کوي، يو شمېر نورې بيا لږ تر لږه که د ملکي وګړو تلفاتو ته پاملرنه کوي، خو د ستونزې د حل لپاره په ناکام ډول تجربه شوې، ناروا او غير عملي لارې چارې وړانديز کوي.

په داسې حال کې چې د ترور او وحشت دغه لړۍ ورځ تر بلې شدت او د جغرافيې له پلوه پراختيا مومي؛ افغان ولس له يوې خوا له وسله والو مخالفينو سره د سولې دروغجنې پروسې ته، له بلې خوا د چين، روسيې او ... په ملاتړ عنعنوي لويې جرګې او همداراز د افغان دولت له خوا پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو ته هيله‌من ساتل کيږي. د يادونې وړ ده چې دا هر څه د مسلمانانو لپاره د يرغلګرو کفارو د غولوونکې ستراتيژۍ بېلابېلې برخې دي، ترڅو د خپلو اوږدمهالو موخو لپاره زموږ له خاورې، وينو او احساساتو کار واخلي.

يرغلګرو په دې وروستيو کې د لړم په ۲۹مه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې پر يوه کور په هوايي بريد کې لس ملکي وګړي ووژل. په دې اړه د هلمند د ولايتي شورا پخواني مرستيال ملا مجيد اخوندزاده رسنیو ته د سيمې د يوه اوسېدونکي حبيب الله پر کور د هوايي بريد پخلی وکړ. هغه زياته کړې، چې په پېښه کې کور په بشپړه توګه نړېدلی، د حبيب الله په ګډون د هغه د کورنۍ لس غړي، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي، په شهادت رسېدلي دي. دې ته ورته د ليندۍ په لومړۍ نېټه رسنيو د وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت د شلو مخالفو وسله‌والو د وژلو راپورونه خپاره کړل. حال دا چې په پېښه کې ۱۵ وسله‌وال او ۱۲ تنه د یوې دیني مدرسې زده كوونكي وژل شوي وو. همداراز د لیندۍ په ۳مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په دره افغانيه سيمه کې د هوايي بريد له امله پنځه ملكي وګړي، چې درې ماشومان او دوې مېرمنې پکې شاملې وې، ووژل شول. د دغه بهير په ادامه د ليندۍ په ۴مه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې په تازه هوايي بريدونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. په دې اړه د حصارک اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې له تېري یوې میاشتې راهیسې په وقفه یي ډول هوايي بمبارۍ کېږي، چې ډېری قربانیان يې ملکي وګړي دي.

دا د روان صليبي ترور او وحشت د تصوير يوه کوچنۍ برخه ده. هغه وژنې او وحشتونه چې معلومات يې له رسنيو سره نه شريک کيږي، په ځلونو له دغو شمېرو څخه ډېر دي.

په اسلامي خاورو کې د استعمارګرو د ګټو د تنظيموونکي سازمان «ملګرو ملتونو» د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵۲ زیاته اعلان کړې ده. د جرمني خبري اژانس وايي، چې د امریکا هوايي ځواکونو د روان میلادي کال د اکټوبر د میاشتې تر پایه پورې په افغانستان کې د وسله‌والو پر اهدافو ۳۵۵۴ بریدونه کړي دي. دغه شمېرې ښيي چې په روان میلادي کال کې د امریکايي ځواکونو له ‎خوا د وسله‎والو پر مرکزونو د بمونو غورځول د ۲۰۱۶ میلادي کال په پرتله درې چنده زیات شوي دي. دې ته ورته د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون ویاند بلال صدیقي آزادۍ راډیو ته وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۸۸۰ ولسي وګړي په افغانستان کې په جګړو کې وژل شوي، چې له دې جملې ۲۸۰ تنه په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.

که څه هم د صليبي استعمارګرانو او د هغوی د لاسپوڅو په سياسي او جګړه ييز منطق کې د مسلمانانو او درېيمې نړۍ د خلکو پوست درد نه احساسوي او وينه يې رنګ نه لري، مګر بیا هم د هغوی له عقيدوي ځواک او د هغه پر بنسټ د دوی له سياسي نظام (راتلونکي خلافت) څخه ستراتيژيکه وېره لري. نو ځکه له دغه ستر او تر ټولو غوره امت سره په داسې وحشت، ترور او تاوتریخوالي چلند کوي.

موږ يو ځل بيا د کفارو له خوا پر اغوا شوو سياستوالو، رسنيو او عامو وګړو غږ کوو، ترڅو د روان ترور، وحشت او تاوتریخوالي پر وړاندې راپاڅي، د اسلام پر بنسټ خپل غږ پورته کړي، د شرق او غرب له خوا وړانديز شوو مرستو او حل‌لارو ته پرېکنده نه ووايي او د خپلې اسلامي عقيدې او فکر پر مټ د امت ويښتابه ته ملا وتړي؛ ترڅو ژر ته ژره د ټولو هغو مفکورو اصل خلکو ته بربنډ کړو چې له کفري ايډيالوژيو څخه سرچينه اخلي او د هغو پر بنسټ د رامنځته شوو نظامونو د راپرځولو هڅې پيل وکړو او پرځای يې د دویم راشده خلافت ستنې خښې کړو.

موږ بايد په دې قانع او ډاډه شو چې هېڅکله زموږ ستونزې د امریکا، چين، روسيې، بوش، اوباما او ټرامپ د ستراتيژيو له مخې نه حل کيږي، ځکه هغوی زموږ عقيدوي دښمنان او له امت سره د اسلامي خاورې په ګوټ -ګوټ کې بالفعل محاربين (جګړه ماران) دي. الله سبحانه وتعالی د اسلامي امت پر وړاندې د هغوی ستراتيژي ۱۴۰۰ کاله پخوا موږ ته داسې بربنډه کړې ده. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ [آل‌عمران: ١٤٩]

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! که د کافرانو اطاعت وکړئ، تاسو به خپل تېر حالت ته ورستانه کړي او په پايله کې به زيانمن شئ.

دې ته ورته فرمايي:

﴿وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا [البقرة: ٢١٧]

مشرکان تل له تاسو سره جګړه کوي، ترڅو مو له خپل دين څخه واړوي.

همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي:

﴿وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [البقرة: ١٢٠]

هېڅکله به يهود او نصارا له تا څخه راضي نه شي (ترڅو د هغوی غوښتنو ته پوره تسليم نه شې) او د هغوی د (تحريف شوي) دين پيروي ونه کړې. ووايه: چې هدايت يوازې د الله سبحانه وتعالی هدایت دی! که د هغوی د هوا او هوس پيروې وکړې، وروسته له دې چې (د وحی په واسطه) ورڅخه خبر شوې، د الله سبحانه وتعالی له خوا به هېڅ سرپرست او ملاتړی ونه لرې.

نو د پورتنيو آيتونو د حکم له مخې؛ آیا د دغه آيتونو له فهم وروسته بيا هم له امريکا او ناټو سره ستراتيژيک او امنيتي تړون کومه معنی او ارزښت لري!؟ آيا د دغو څرګندو الهي آيتونو د پاسه د کوم مرتجع، اپرچونيست، پراګماتيست او ابن الوقت ګوند مصلحتپاله موقف او تحليلګر تحليل ته اړتيا شته!؟ آيا الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو کرامو ته ولې د اوسنيو مصلحتپالو - فقه الواقع (فقه الذله)- په نظر کې نه وه نيولې، چې دا ډول غوڅې لارښوونې يې ورته کړې دي!؟ آيا زموږ دغه اوسنی ذلت د پورتنيو آيتونو خلاف د بُن د پرېکړو، له کفارو سره د ناروا اړیکو او دوستۍ له امله نه دی!؟ دا د اسلامي امت په توګه پر موږ فرض ده چې د پورتنيو آيتونو له مخې له کفارو سره چلند وکړو. اسلامي امت د اسلامي فکر او حل‌لارو پر بنسټ را پاڅوو او بالاخره د اسلام يوازنی سياسي نظام (خلافت)  د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طريقه يو ځل بيا تاسيس کړو، ترڅو موږ له عقيدوي، سياسي او جغرافيوي پلوه سره متحد کړي او بېرته هغه ډال رامنځته کړو، چې نن مو له لاسه لوېدلی دی. هغه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې داسې توصيفوي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

يوازې امام (خليفه) هغه ډال دی، چې تر شا به يې جګړه کوئ او ځانونه به ورباندې ساتئ.

نو اې مسلمانانو دا ستاسو د رب حل‌لاره ده.

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ [يونس: ٣٢]

له حق وروسته له ګمراهۍ پرته بل څه شته!؟ نو ولې بيا (د هغه له پيروۍ) څخه مخ اړوئ!؟

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: د «سوریې پر وړاندې د ټرامپ او پوتین هوکړې» تر عنوان لاندې سیاسي تحلیل

وړاندې کوونکی: سیاسې مفکر أحمد الخطواني (أبو حمزة)  

                                                                 ۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۲۶مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۷م، د نومبر ۱۵مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د «څلوېښت سیاسي حدیثونه» خپرونه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر  په خوښۍ اعلانوي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د حزب التحریر د سایټونو تعقیبوونکو او لیدونکو لپاره  د «څلوېښت سیاسي حدیثونه» تر عنوان لاندې نوې ویدیویې خپرونه وړاندې کوي 

                                     د حزب التحریر  ولایه سوریې له خپرونو

                      وړانې کوونکی: " أحمد الصوراني"  

                              مقدمه: «څلوېښت سیاسي حدیثونه»

د مطلب ادامه...

ولایه اردن: د «خلک له موږ څخه پوښتي» خپرونه

د حزب التحریر مرکزې مطبوعاتي دفتر د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته په خوښۍ اعلانوي، چې د «خلک له موږ څخه پوښتي» تر عنوان لاندې نوې ویډیویې خپرونه، چې د حزب التحریر ولایه اردن د مطبوعاتي دفتر د خپرونو له جملې څخه ده، وړاندې کوي.

        له موږ سره اوسۍ.. 

                                 ۱۶مه برخه - پوښتنه: د ستونزو د حل په اړه له تاسو غوره نظریې اورو او وینو خو د دغو نظریاتو  تطبیق نه لیدل کېږي؟  

                         د خپرونې مخکې وړونکی: داکتر احمد حسونة د حزب التحریر ولایه اردن دفتر د رییس مرستیال 

      ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول لومړۍ، یک شنبه/۲۰۱۷م، د نومبر ۱۹مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د "حلقة علی الهواء مع احمد القصص" خپرونه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتې  دفتر  په خوښۍ د دې دفتر د انټرنېټي پاڼو تعقیبوونکو او لیدونکو ته اعلانوي، چې د الواقیه تلویزیون له خپرونو څخه نوې ویدیویې خپرونه د "حلقة علی الهواء مع احمد القصص" تر عنوان لاندې خپروي، چې په دغې خپرونه کې ښاغلی استاد احمد الفصص د اسلام نظام تدریسوي؛ نو له موږ سره اوسۍ.

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې