پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 رمضان 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 09 می 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۳

عراق ولایه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
عراق ته د پامپیو سفر او له ایران سره د امریکا د ناندریو زور اخیستل

(ژباړه)

د امریکا د دفاع وزیر، مایکل پامپیو عراق ته یو ناڅاپی سفر وکړ. نوموړي په دغه سفر کې له ولسمشر او وزیرانو؛ برهام صالح او عادل عبدلمهدي سره وکتل. له بل لوري یوه رسمي سرچینه تاییدوي، چې دغه سفر د امریکا له خوا د خبرداري یوه برخه وه، څو د واشنګټن او تهران تر منځ د ناندریو په ډېرېدو کې بې طرفه پاتې شي.

پامپیو له عراق څخه د وتو پر وخت وویل: «هڅه مو وکړه  دوی د هغو ګواښونو له ډېرېدو څخه خبر کړو چې ومو لیدل او په دې اړه مو ځینې نور مسایل هم ورسره شریک کړل، څو کافي معلومات ولري. د دې ترڅنګ پردې خبره مو باوري کړل، چې زموږ د ټیم د ساتنې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي. موږ نه غواړو چې د دوی په هیواد کې څوک لاسوهنه وکړي او  په عراق کې د ننه پر نورو ملتونو بریدونه وشي» ده زیاته کړه چې «ترمنځ مو پوره توافق و.»

د امریکا دفاع وزیر په عراق کې د ایران د منفي رول او په دغه هیواد کې د امریکایي عسکرو پر وړاندې د ګواښونو د دوام په اړه داسې خبرې وکړې لکه امریکا چې هیڅ ګناه نه وي کړې یا لکه ایران چې د امریکا د غوښتنو پر وړاندې د عراق کنټرول په خپل لاس کې اخیستی وي او امریکا ورته خپل رول او ماموریت نه وي امر کړی. د امریکا د دفاع وزیر په خبرو کې چل دی او غواړي چې د خپل هیواد مخ سپین کړي، که څه هم دوی راغلي او عراق یې اشغال کړی. په داسې حال کې چې همدوی ایرانیانو ته واک ورکړ، په پوځ کې یې ورسول، له ملیشو یې ملاتړ وکړ او ....

کله چې عراق د امریکا له لوري اشغال شو، هلته امریکایان له یوه داسې مقاومت سره مخ شول، چې تمه یې نه درلوده. نو په عراق کې یې ایران را دخیل کړ، څو له دوی سره د دغه مقاومت پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي. اشغال او هغه نظام ته مشروعیت ورکړي، چې دوی هلته جوړ کړی و. په ځانګړې توګه له ۲۰۰۵ کال وروسته کله چې امریکا ایران پلوه ډلو ته اجازه ورکړه، څو د ابراهیم الجعفري او بیا د المالېکی تر مشرۍ لاندې د قدرت صحنې ته راشي. دغه دولتونه امریکا جوړ کړي او د امریکا ملګري دي. د مالېکي دولت د ایران په ملاتړ له امریکا سره امنیتي او سټراټيژيک تړونونه لاسلیک کړل، چې د عراق د اشغال له رسمي پای ته رسولو وروسته خپل نفوذ په دغه هیواد کې وساتي. دا د ایران له رول نه د امریکا خوښیي ښيي، ایراني چارواکي د عراق په اشغال او بیا په عراق کې د امریکا د نفوذ د ثبات د باوري کولو لپاره په کار کې له امریکا سره ملګري وو.

په سیمه کې د ایران رول د امریکا د پالیسۍ په پلي کولو کې مرسته کوي او د دوی دغه رول شرایطو ته په کتو سره کمېږي او زیاتېږي. له ۱۹۷۹ راهیسې، امریکا ایران د سیمې د هیوادونو پر وړاندې د «اسلامي انقلابي پوښ» په توګه ساتلی. په امریکا کې د نوو محافظه‌کارو په قدرت ته رسېدو سره یې رول«لوی فرقه‌یي ګواښ» شو او د عربو د پسرلي په شرایطو کې یې «اغېزناک سیمه‌ییز رول» درلود. خو کله چې د مصر په شان د امریکا نورو غلامانو سر راپورته کړ، دا رول د سعودي په څېر غلامانو ته ورکړل شو او له دوی څخه یې د ترکیې په شان ګټه اخیستی شولی. نو اوس امریکا پرته له دې چې لاس په سر شي، ایران ته د نورو رولونو د پیدا کولو په لټه کې ده.

موږ د مسلمانانو د پوهاوي لپاره دا یادونه کوو، چې د اسلامي امت اصلي دښمن کافر اشغالګر غربي هیوادونه دي، ځکه دوی د سیمې هېوادونو د ظاهري نفوذ سربېره په اسلامي هیوادونو کې نفوذ لري. غربي هیوادونه زموږ په  هیواد کې پالیسۍ جوړوي او د اسلامي دولتونو چارواکي یې د لاس الې دي. نو زموږ د کار تمرکز باید د غرب د غلامانو په لرې کولو وي، څو خپل هیواد د دوی له نفوذ څخه خلاص کړو او له یوه خلیفه سره بیعت وکړو، څو د راشده خلافت په دولت کې اسلامي احکام پلي کړي. خبره باید یوازې د اوسنیو حکامو لرې کول نه وي، چې په دې سره یو ځل بیا مسلمانان تېرباسي او د مصر او تونس په څېر د یوه غلام پر ځای بل غلام کېنوي لکه څنګه چې دوی هڅه کوي څو په لېبیا، الشام، سوډان او الجزایر کې هم دا کړنه پلې کړي. 

حزب التحریر-ولایه عراق مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې