پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التریر- ولایه سوډان له خوا پر هغو کسانو غږ، چې د مسجدونو (د ځمکې پر مخ د الله سبحانه وتعالی کورونو) ډېر زیارت کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التریر- ولایه سوډان له خوا پر هغو کسانو غږ، چې د مسجدونو (د ځمکې پر مخ د الله سبحانه وتعالی کورونو) ډېر زیارت کوي

(ژباړه)

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې فرمایي:

﴿إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ﴾

[توبه: ۱۸]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی جوماتونه یوازې هغه کسان ابادوي چې پر الله سبحانه وتعالی او د قیامت په ورځ  اېمان راوړي، لمونځ کوي او زکات ورکوي. او  له الله سبحانه وتعالی پرته له بل چا ونه ډار شي. هیله ده داسې ډله له هدایت شوو څخه وي.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا رَأَيْتُمْ الرَّجُلَ يَعْتَادُ الْمَسْجِدَ فَاشْهَدُوا لَهُ بِالإِيمَانِ»

(رواه احمد)

ژباړه: کله مو چې یو څوک ولید، چې جومات ته ځي او راځي  نو په اېمان یې ګواهي ورکړئ.

اې با عزته ډلې چې جوماتونو (د ځمکې پر مخ د الله سبحانه وتعالی کورونو) ته دوامداره ځئ راځئ! اې هغو خلکو چې الله سبحانه وتعالی مو اېمان تصدیق کړی! پوه شئ، لکه څنګه چې هغه سبحانه وتعالی دستور درکړی، چې عبادت یې وکړئ او تاسو یې هم عبادات کوی. دغه راز یې دستور درکړی، چې شریعت د یوه دولت له لارې حاکم کړئ. هغه دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسیس کړی و. له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته راشده او نورو خلفاوو تر هغه وخته تعقیب کړ، څو چې ښکېلاکګرو کفارو اسلامي دولت له منځه یووړ. د اسلامي خاورو هېوادونه یې تجزیه او اسلام یې د حاکمیت له صحنې او سیاسته حذف کړ. د اسلامي ځمکو رژیمونه د کافر غرب د ژوند تګلارې ته واوښتل، فساد او بې عدالتي پراخه شوه. د خلکو حالت سخت شو، چې وروسته د عدالت او ارام ژوند لپاره خلک کوڅو ته راووتل.

اې مومنانو! لکه څنګه چې جوماتونو ته ځو او د هغو کسانو په ډله کې راځو، چې الله سبحانه وتعالی یې اېمان تصدیق کوي. همدغه راز له اسلامي امت څخه د دغې راپورته شوې ډلې په زړونو کې باید د اسلام پر اساس یو څرګند دریځ موجود وي او بس. موږ د دغه امت مقاومت ستایو، چې سوله د بې عدالتۍ او فساد د وسایلو په توګه نه مني. له دغو هڅو سره موافق یو. موږ باید هغه معترض ځوانان چې دغه بې عدالتۍ نه مني سمې لارې ته سیخ کړو، څو د اسلام د پلي کېدو غوښتونکي شي. په حقیقت کې دا یوازینۍ لار ده، چې امت له ظلم او بې عدالتۍ ژغوري. تر اوسه باید ټولو ته روښانه شوي وي، هغه دولت چې اسلام پلی کوي خلافت دی، نه کوم بل څه. دا هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ تَكْثُرُ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

(مسلم: ۱۸۴۲)

ژباړه: د بني اسرایلو چارې پیغمبرانو اداره کولې. کله به چې یو پیغمبر وفات شو، بل یې پر ځای راته، له ما وروسته به بل هېڅ پیغمبر رانه شي. خو خلفا به ډېر راشي. صحابوو پوښتنه وکړه: موږ ته د هغوی پر وړاندې څه دستور راکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه لومړي خلیفه ته چې ورسره بیعت شوی وفادار اوسئ او حق یې ادا کړئ، هغوی هم د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د خپل رعیت په مقابل کې مسوولیت لري.

د رسنیز ماشین پر مټ غږونه پورته کېږي، اداره کېږي او ملاتړ یې کېږي. غواړي د سیکولرېزم (له دنیا د دین بېلولو) پر اساس بدلون راوړي، نه د اسلام پر بنسټ. چې د الله سبحانه وتعالی له دغه قول سره په تقابل کې:

﴿قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾

[انعام: ۱۶۲]

           ژباړه: ووایه: لمونځ او ټول عبادتونه مې، ژوند او مرګ مې ټول د نړۍ خالق الله سبحانه وتعالی لپاره دي.

ډېموکراسي چې مقنن یې بشر دی، د الله سبحانه وتعالی له دغه قول سره په ټکر کې ده:

﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ أَمَرَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ﴾

[یوسف: ۴۰]

ژباړه: حکم یوازې د الله سبحانه وتعالی حق دی. امر یې کړی، چې پرته له ده د بل چا عبادت مه کړئ. دا دی ثابت دین، خو ډېری خلک نه پوهیږي.

او د قرانکریم دغه ایت:

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾

[مائده: ۴۹]

ژباړه: د دوی تر منځ داسې قضاوت وکړه، لکه څنګه یې چې الله سبحانه وتعالی امر کړی. د دوی له هوسونو پیروي مه کوه، لرې ترې اوسه. داسې نه چې تا له هغو احکامو چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي، منحرف کړي.

دا ناوړه او د غربي ژوند له تګلارې اخیستل شوي ارزښتونه، لکه د ښځو او نرانو برابري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث پر اساس مردود دي.

«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ»

 (بخاری و مسلم)

ژباړه: هر څوک چې زموږ په دغه امر (اسلام) کې کوم نوی شی رامنځته کړي، چې په اسلام کې نه وي، د الله سبحانه وتعالی له لوري مردود دی.

د دغه د پلي کېدو لپاره باید فعلي فاسد حالت په تدریج اغېزمن کړو. تغیر باید د اسلامي اصولو پر بنا وي. یو واقعي تغیر چې بې عدالتي له منځه وړي. د خلافت دولت په حاکمیت او د اسلامي قوانینو په پلي کېدو سره به مو د نړۍ د خالق رضا او د ټول امت لپاره سوله ییز او ډاډمن ژوند راولي. دغه کار له یوه مسلمان خلیفه سره د امت د رهبرانو په بیعت سره حتمي الوقوع دی. د لاندې مواردو په پایله کې تر سره کېږي:

لومړی: دا باید درک کړو چې د الله سبحانه وتعالی د قوانینو په پلي کېدو، یوازې د هغه سبحانه وتعالی بنده ګان ګرځو او له خپل ځانه یې راضي کوو او باید د دغه دستور په ځواب کې یې حکم د ځمکې پر مخ پلی کړو:

﴿فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً﴾ [نساء: ۶۵]

ژباړه: قسم په خدای چې هغوی به مومنان نه وي، څو چې په اختلافاتو کې یې تا قاضي نه کړي او ستا له قضاوته په زړونو کې خوښ ونه اوسي او بشپړ تسلیم نه شي.

وروسته به د الله سبحانه وتعالی قانون، چې د ارام ژوند رامنځته کوونکی دی، د بشر قانون چې په ژوند کې سختۍ رامنځته کوي، ځای ونیسي.

دویم: داسې حالت رامنځته کوي، چې د خلکو حرمت، ځان، وینې، شرف، احترام، کورونو او پانګو ته ارزښت ورکوي. د ژغورنې د ساتلو لار، له اسلامي قوانینو سره سم، چې عدالت او ارامتیا ډاډمنوي، د ژوند په ټولو برخو کې له ناوړو کړنو سره په ټکر کې ده.

درېیم: د امت له پیسو څخه د ښکېلاکګرو کفارو د مالیاتو د لړۍ له منڅه وړل. هغه مالیې چې د مسلمانانو حکامو په وسیله، چې حکومت یې له ښکېلاکګرو په میراث اخیستی، اخیستل کېږي. د خلافت په دولت کې د سوداګرو مالونه نه ګمرکیږي او د دغه دولت تر ولکې لاندې ځمکه کې له ژوند کولو هېڅ ډول پیسې نه اخیستل کېږي. د مالونو او خدماتو په مقابل کې هېڅ ډول غیر مستقیمې مالیې نشته. د خپلو کارونو په کولو سره هېڅ ډول باج او محکمه‌یي فیس نه اخیستل کېږي. ځکه د دغو ټولو اخیستل حرام دي او د فقر، بېکارۍ او د قیمتونو د لوړوالي لامل کېږي.

څلورم: خلافت د امت پر امورو  د کافر غرب او ټولو سازمانونو د ولکې لاسونه غوڅوي. په ځانګړې توګه هغه سازمانونه چې پر سودي بنسټ ولاړ وي؛ لکه د پیسو نړیوال سازمان، نړیوال بانک او داسې نور.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً﴾

 [نساء: ۱۴۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هېڅکله پر مومنانو، کافرانو ته تسلط نه دی ورکوي.

پنځم: له اسلامي احکامو سره سم، ظالمان او هغه کسان محاسبه کېږي چې په اسلامي خاورو کې یې فساد خپور کړی. د مسلمانانو بیت المال ته ټولې هغه پیسې راګرځوي چې په نامشروع توګه لاسته راغلي.

شپږم: د خلکو په ګټه د دولت د پانګې مدیریت کوي. له پیسو پرته د بزګرانو، صنعت کارانو او سوداګرو په کار  بوختول؛ یوازې په هغې کچه چې د شرعي احکامو پر اساس وي. خو دولت هم له انرژۍ او د امت له ظرفیتونو په ګټې اخیستنې، باید غذایي امنیت تر لاسه کړي او له هغوی سره د نړۍ ګوټ، ګوټ ته د مالونونو په وړو کې مرسته وکړي.

اووم: د دولت هر غړي ته د لومړنیو اړتیاوو تیارول، لکه خوراک، پوشاک، مسکن، امنیت، دوا او ټولو ښاریانو ته د تحصیل رایګان زمینه برابرول.

خلافت له اسلامي احکامو سره سم، د امت د امورو د عدالت او ارامتیا ساتنه کوي. څو بیا بهترین امت شي او د بشر د دعوت لپاره راووځي.

حزب التحریر هغه رهبري ده، چې امت ته دروغ نه وایي، همېشه له تاسو او ستاسو په منځ کې دی. د اسلامي ژوند د بیا راوستو لپاره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د راشده خلافت د تاسیس لپاره دعوت کوي. دغه په شور او ځوږ او احساساتي ډول نه؛ بلکې له اسلامي احکامو او نظامونو یې په ژور درک، د ژوند په بېلا بېلو برخو لکه سیاست، ټولنه، اقتصاد او نورو برخو کې ایجادوي. دغه راز حزب د خلافت دولت لپاره د اساسي قانون یوه مسوده، له وحې او صحیح اجتهاده چمتو کړې.

اې مومنانو! د اسلامي شریعت د نظام د پلي کېدو لپاره خپل غږونه پورته کړئ. د خپلو ګناوو د له منځه تلو لپاره له هغو کسانو سره یو ځای شئ، چې د واقعي بدلون لپاره کار کوي او نړۍ ته د داسې ژوند هیله لري، چې ډکه له اطاعت، سرلوړۍ او د غوره سعادت راوړونکې وي. دا امر د ظالم له حاکمیته په بېلېدو او د اسلام په حاکمیت کې له داخلېدو تر لاسه کېږي.

اې د قدرت خاوندانو او نفوذ لرونکو! مخکې له هغه چې جوماتونو ته ځئ را ځئ، ستاسو دنده یوازې دانه ده، چې غږ پورته کوئ او د اسلام پلي کېدل غواړئ یا دا چې اسلام زده کړئ او نورو ته یې وښیئ او په دې مو ګناهونه پاک شي. بلکې ستاسو دنده د نبووت پر منهج د راشده ثاني خلافت په تاسیسولو سره، د الله سبحانه وتعالی له دین او قوانینو ملاتړ او د اسلامي نظام د پلي کېدو لپاره د مومنانو تحریکول ده. په دغه حال کې به تاسو د انصارو ځای او اجر لاسته راوړئ. هغه کسان چې الله سبحانه وتعالی داسې ستایلي دي:

﴿وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

 [توبه: ۱۰۰]

ژباړه: لومړني مخکښ مهاجر، انصار او هغه کسان چې په نیکۍ یې پیروي وکړه، الله سبحانه وتعالی ترې خوشحاله شو او دوی هم ترې خوشحاله شول. د جنت باغونه یې دوی ته تیار کړي، چې تر ونو لاندې ویالې پکې بهیږي. همېشه به پکې واوسي او دا لویه بریا ده.

نو تاسو به د هغو کسانو له ډلې وئ، چې تر ابده به د هدایت په نور د تاریخ په پاڼو کې ولیکل شئ. په شرف، ویاړ او لویئ به د الله سبحانه وتعالی له خوا بښل کېږئ.

﴿لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ﴾

 [صافات: ۶۱]

ژباړه: هو، عمل کوونکي باید د دغسې شي لپاره عمل وکړي.

حزب التحریرـ ولایه سوډان

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې