جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د شام او حلب جګړه د بصیرت خاوندانو ته عبرت او مخلصو ازادي غوښتونکو ته غږ دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
د شام او حلب جګړه د بصیرت خاوندانو ته عبرت او مخلصو ازادي غوښتونکو ته غږ دی!

(ژباړه)

ټوله ثنا او ستاینه د هغه الله لپاره ده، چې د ټولې نړۍ خالق دی. درود او سلام دې وي پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د هغه په کورنۍ، اصحابانو او هغو کسانو چې د دوی پیروي کوي.  

اې مسلمانانو!         

زموږ غم څومره لوی دی... او زموږ شکنجه کول څومره شدید دي... په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو شهیدول، د کورونو ویجاړول او د عزتونو تر پښو لاندې کول یو پر بل پسې کېږي. دا شام دی چې د نړۍ ټول کفار سره یوځای شوي او ټوله هڅه یې داده چې د شام خلک شهیدان او بې ځایه کړي. هغه یمن دی چې د عربي قدرتونو له لوري په اور کې سوځي او هغه لیبیا ده چې شهیدان پکې سوځي او ویجاړېږي.

دا عراق دی چې خلک پکې له خپلو ښارونو ایستل کېږي او خاوره یې په ټوټو وېشي.... زموږ خلک په برما کې سوځول کېږي، له خپلو کلیو او ښارونو ایستل کېږي. هېڅوک هم نشته چې دوی له دې رنځ  وژغوري.... ، دا د مسجد الاقصی پاکه خاوره ده چې د ظالم یهودي رژیم له لوري ورته سپکاوی کېږي... او له هغې مخکې افغانستان، ګروزني او کوسوو وو. 

نن او پرون حلب ولړزېده. پر ښځو، ماشومانو او سپینږیرو کورونه ونړېدل او در په در يې کړل. د دوی له له لوري د مرستې غوښتنه تر دې کچې ورسیده چې د هغه ظلم او وحشت لاندې چې دوی ژوند کاوه، تر ټولو سختو تېږو ورته وژړل.   

اې خلکو!  

کله چې خلافت له منځه ولاړ، اسلام هم زموږ له ژونده نشت شو او زموږ چارې هم د لاسپوڅو  رهبرانو په واک کې شوې. دوی هم د اسلام پر وړاندې داسې جګړه پیل کړه، لکه څنګه چې یهودانو او نصرانیانو پیل کړې وه. د خلافت په له منځه تلو چې کله اسلام د دوی له ژونده نشت شو، مسلمانان په انتظار کې دي چې ایا دوی یو عزتمن ژوند لري، که د دښمنانو فریب یې خوړلی دی... نه، په رښتیا دوی بدبخته شوي دي.

په حقیقت کې کوم څه چې حلب ځوروي، حمص او حما یې مخکې ځورولي دي... او کوم څه چې شام اوس ځوروي، هغه روهنګیا، کوسوو او ګروزني مخکې ځورولي دي.

د الجزايرو مسلمانانو له دې امله چې د ۱۹۹۲ کال په ټاکنو کې یې د اسلام غوښتنه وکړه... ټاکنې یې باطلې شوې او له ۳۰ زرو کسانو زیات خلک یې بنديان کړل. کلي او ښارونه ویجاړ شول او له سلو زیات کسان پکې ووژل شول. کله چې چیچن له  شوروی جلا شوو او ولسمشر ډژاخور ډویو د اسلام د عملي کولو غوښتنه وکړه، هغه د روسانو له لوري  ووژل شو. د ګروزني ښار یې ویجاړ کړ زیات خلک یې ووژل او نور یې بې ځایه کړل. په ګروزني کې یې ټول کورونه بمبار کړل او هېڅ شی یې هم روغ پرې نه ښود. اوس په شام کې هم همدا حالت دی.... ستاسو انقلاب د دې لپاره پیل شو، چې ظالم او خاین را وپرځوئ او تاسو د اسلام د عملي کولو غوښتنه کوله او غوښتل مو چې داسې دولت جوړ کړئ، چې د اسلام پربنسټ ولاړ وي. نو له دې امله هغه لرو او نېژدو ټولو تاسو ته دسیسې جوړې کړې. اوس د شام خلکو ته دوې ټاکنې ورپاتې دي، چې یا مړه شي او یا هم د کفارو دیکتاتور ته تسلیم شي... په هر حال الله سبحانه و تعالی په خپلو چارو بر لاسی دی، سره له دې چې انسانان له دې څخه بې خبره دي.   

اې مسلمانانو!

مسلمانان د خپل دين په اړه بې پروا دي... صلیبي یرغلګرو زموږ په خاورو یرغل وکړ، مقدساتو ته مو یې سپکاوی وکړ او زموږ قدرت یې په زور ونیو... په هر حال په پای کې دوی بریالي نه وو. څنګه چې مسلمانان له خپل دینه خبر شول، د الله سبحانه تعالی رهبریت یې قبول کړ او ترې را چاپېر شول، چې په پایله کې یې د هتن غزا پېښه شوه او بیت المقدس یې ازاد کړ. یو وار بیا مسلمانان له خپل دینه غافل شول. تاتاریانو پرې حمله وکړه. د دوی وینې یې تویې کړې او بې عزته یې کړل. بېرته مسلمانان د غفلت له خوبه پاڅېدل او پر خپل رب یې توکل وکړ. بېرته تر رښتیني رهبرۍ لاندې سره راټول شول، چې دوی یې (عیني جالوت) ته رهنمایي کړل. 

ایا نن هغه  وخت نه دی را رسېدلی، چې مسلمانان نور بې پروا نه وي او د غفلت له خوبه پاڅېږي!؟ ایاهغه وخت هغه نه دی رارسېدلی، چې مسلمانان د خپل امت له هغه ریښتیني حزب پیروي وکړي، چې شپه او ورځ له دوی غواړي چې د الله سبحانه و تعالی د خوښۍ لپاره کار وکړي او په ژوند کې هم بریالي وي!؟ دوی د امت یووالي او د دین عملي کولو ته راغواړي، چې هغه په نبوي منهج راشده خلافت دی، ترڅو دوی ته سمه لاره وښيې، بریالي وي او فتحې وکړي. 

اې وروڼو او خویندو!      

هغه څه چې په ټولیزه توګه په اسلامي نړۍ کې او په ځانګړې توګه په شام کې پېښېږي، موږ ته د اوسنیو لاسپوڅو واقعیت څرګندوي او د دوی دسیسې او مجرمیت راته په ډاګه کوي.  دا هم په ډاګه کوي چې لویدیځ او ختیځ د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې دښمني کوي... دا موږ ته دا واقعیت هم په ډاګه کوي چې د کافرانو او لاسپوڅو د لومړنیو هڅو موخه د اسلام پر وړاندې جګړه او د اسلام له منځه وړل دي. همداراز موږ ته یې هغه رنځونه په ډاګه کړل چې لامل یې سیاسي پیسې وې، هغه پیسې چې جنګي ډلو ځان پرې تړلی او پایله یې دا ده چې دوی د رهبرانو تر لاس لاندې شول او تر دې کچې ورسېدل چې د خپلو ورڼو او خویندو د ملاتړ مخنیوی یې وکړ.

هغه حالت را رسېدلی دی، چې موږ ته د رښتیني واقعیت په اړه معلومات را کړي او مسلمانان باید ورته زیاته پاملرنه وکړي:

د ایران، ترکیې، اردن، قطر، سعودي او د نورو ټولو عربي دولتونو رهبران د اسلام پر وړاندې له روسیې او امریکا سره یوځای دي، چې په شام کې زموږ د خلکو موخه له منځه یوسي. دوی د یهودانو سره یو دي او شپه او ورځ د دوی د اشغال ساتنه کوي.

 د اسلامي امت پوځونه د کفارو د ګټو د ساتلو لپاره کارول کېږي او د دوی د ګټو دفاع کوي... هغه د عربي هېوادونو ایتلاف چې شپه او ورځ یمن بمباروي، دوی دې ته هېڅ پاملرنه نه کوي چې د الاقصی او د شام د مظلومو او کمزرو خلکو ملاتړ وکړي. د مصر الوتکې او جنګي ماشینونه په سينا کې کورونه بمباروي او خلک یې بې ځایه کوي... دا په داسې حال کې ده چې د الاقصی خلک شپه او ورځ د مرستې په تمه دي... خو هېڅوک هم نشته چې د دوی غوښتنو ته ځواب ورکړي او دوی ته ارامي راولي. د اردون فوځ شپه او ورځ د یهودي اشغالګرو ساتنه کوي او د ظالم او خاین د څوکۍ ملاتړ کوي.   حال دا چې دوی ټولو حلب پرېښی دی او له خلکو سره یې خیانت کوي، د دوی مرستې ته نه ورځي او نه یې هم ملاتړ کوي!   

په الله مې دې قسم وي... ایا د ترکیې پوځ، چې په شام کې د تروریزم تر پلمې لاندې د شام مسلمانان شهیدانوي، له دې څخه عاجز دی چې د شام خلک له ظلمه وژغوري، کمزورو او مظلومانو ته یې د اړتیا وړ مواد برابر کړي؟ ایا د مصر پوځ له دې څخه عاجز دی چې د پیغمبر صل الله علیه وسلم د شپې د سفر (اسراء و معراج) مقصد ازاد کړی؟  

اې رښتینو مسلمانانو!

عجیبه نه ده، هغه څه چې په شام کې پېښېږي، له فلسطین سره ورتوالی لري. څو لسیزې کېږي چې د فلسطین سپېڅلې خاورې ته یهودي اشغالګر سپکاوی کوي؛ خو د فلسطین د ازادولو موضوع په امت کې غریبو او کمزورو خلکو ته پرښودل شوې. دوی د یهودي اشغالګرو په ضد راپورته شوي او په ډبرو او نور سپکو وسلو د دې خاورې دفاع کوي؛ خو هغه پوځونه چې شمېر یې میلیونو ته رسېږي،  ښه سمبال دي او د دې ځواک لري چې یهودي اشغالګر په څو ساعتونو کې له دې خاورې وباسي؛ چوپ پاتې دي او تر اوسه په خپلو پوستو کې پراته دي....

که د فلسطین موضوع ګروپونو ته واړوو، هر یو ګروپ به له دغو او هغو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي... او د هغه او دغه ډول ګروپونو ترمنځ موږ فلسطین له لاسه ورکړ. سربېره پر دې د دغه اشغال مسئله د سولې تر پروسې لاندې قانوني شوه... موږ شاهدان یو چې نن په شام کې هم همدا ډول پېښې تکرارېږي، لکه څنګه چې د شام موضوع د ګروپونو او اختلاف موضوع ده. دغه لوی ګروپونه د حلب د ملاتړ مخنیوي کوي، ځکه چې دوی د ترکيې غوښتنو ته ځواب ورکوي او هغوی ته ژمن دي. دا په داسې حال کې ده چې نور یې د قطر او سعودي غوښتنې پوره کوي او د خپلې سیمې په دفاع کې یخسوز شوي دي. نور تر اوسه د خپلو خاورو او سیمو دفاع کوي، د دې لپاره چې خپل موقعیت او څوکۍ له لاسه ور نه کړي. حال دا چې د شام خلک شپه او ورځ وژل کېږي!!  نور یې راغلي او له رژیم څخه د ‌ډال په توګه دفاع کوي، ځکه چې نه غواړي دغه سیمه د رښتینو او صادقو خلکو تر حاکمیت لاندې وي. نو له همدې امله خلک وژل کېږي، ځمکه یې سوځیږي او هغه ظالم خاین رژیم چې د سقوط په حالت کې دی، پیاوړی کېږي؛ ځکه چې دوی دې ته په انتظار کې دي چې جنګي ګروپونه سره یو لاس شي او د دوی رهبر الله سبحانه و تعالی ته صادق وي.

موږ د شام خلکو ته خبرداری ورکوو چې دوی ښایي له لویې ټولوژنې سره مخ شي. هغه دا چې دښمن ټول مخالفین په ادلیب کې سره یو ځای کړل او دا ورته اسانه ده چې ټول هملته ووژني. که چېرې دوی خپل ځانونه د هغو رهبرانو له سیاسي رهبرۍ ازاد نه کړي چې د لویدیځ او د هغوی په لاسپوځو رژیمونو پورې تړلې دي او داسې  ریښتینی رهبري یې نه کوي چې د خلافت د تاسیس څرګندې پروژې ته یې  راوغواړي؛ دوی به له زیاتو خطرونو سره مخ شي... نو اې مجاهدینو! د الله سبحانه وتعالی له دینه  ځانونه خبر کړئ او موږ ته راشئ چې خپل ځانونه له هغه څه وساتو، چې له کولو یې منع شوي یو. الله سبحانه و تعالی پر خپلو کارونو برلاسی دی او هغه ذات دی چې د نړۍ حاکمیت او نصرت یې په لاس کې دی. الله سبحانه و تعلی فرمایي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ]  (آلعمران: ۱۶۰)

که الله ستاسو  ملاتړ وکړي، هېڅوک هم په تاسو نه شي غالبېدای، مګر که هغه مو پریږدي، نو څوک شته چې ملاتړمو  وکړي؟ او مومنان باید په الله باور او اعتبار وکړي.

اې مسلمانانو!    

په الله باندې زموږ باور قوي دی... او همداراز د رسول الله صلی الله علیه سلام په امت هم زموږ باور قوي دی... او موږ په دې پوره باور لرو چې الله سبحانه و تعالی به موږ ته نصرت راکړي.  هغه څه چې موږ دلته او هلته ځوروي، هغه به هېڅ کله هم موږ په یوازې ډول ونه ځوروي... ځکه اسلامي امت تر ټولو ښه امت دی چې د نړۍ د چارو سرپرستي وکړي. الله سبحانه و تعلی فرمایي: 

[كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ * لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ]

[آلعمران:۱۱۰-۱۱۱]

بې له شکه اسلام هغه دین دی چې الله سبحانه و تعالی یې ضمانت کړی. هغه به یې ساتي او هغه به یې حاکم کړي:

[هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ(التوبه: ۳۳)

او موږ الله سبحانه و تعالی  ته دعا کوو چې موږ د هغو کسانو له ډلې وګرځوي، چې د الله سبحانه و تعالی دین عملي کوي...

 موږ په پوځونو کې د امت له رښتینو بچیانو غواړو چې د شام او حلب مرستې ته راشي، د کمزورو، مظلومانو، ښځو او ماشومانو  ملاتړ وکړي. بندیان مو د لاسپوځو حاکمانو له زولنو ازاد کړي. د پوځ صفونه مو باید د شام په لوري حرکت وکړي، چې ظلم له منځه یوسي او خپله موخه علان کړي، چې په نبوي منهج راشده خلافت دی.  بیا ولاړ شئ او خپله دنده پای ته ورسوئ، هغه دا چې د مظلومانو او ضعیفانو  ملاتړ وکړئ او د دوی ځمکه د استعمارګرو له اشغاله ازاده کړئ. 

زموږ پیغام په شام کې جنګیاليو ډلو او عسکرو ته دا دی چې خپل ځان له سیاسي پیسو څخه ازاد کړئ او له هغو هېوادونو سره مو اړیکې پرې کړئ. په هغه څه سره یو شئ چې الله سبحانه وتعالی پرې خوشاله کېږي. د امت په موخه سره متحد شي او له هغو کسانو سره مو لاسونه یو کړئ چې د الله د رضا لپاره د امت د اصلي موخې د لاسته راوړلو لپاره کار کوي او همغه وخت کې تاسو ستره بريا ترلاسه کولی شې او د دې هڅو پایله به مو د جنت لاسته راوړل وي.

په پایله کې:  

 اسلامي امت هېڅ داسې ستونزه نه لري، چې حل لاره ونه لري او هره ستونزه به د الله سبحانه وتعالی د نصرت په را رسیدو حل شي. په نبوي منهج راشده خلافت هغه سیستم دی، چې د ځمکې او اسمان اوسېدونکي به ترې خوشاله وي. هغه څه چې نن موږ  رنځوي، هغه د امت اراده نوره هم قوي کوي چې خپله موخه تر لاسه کړي.  دا به امت دې ته اړباسي چې له رښتینو کسانو  را چاپېر شي. هغه کسان چې شپه او ورځ د دې لپاره کار کوي چې امت هغې لارې ته را وغواړي چې د الله سبحانه وتعالی خوښه ده؛ د دوی پایله به دا وي چې په دینوي ژوند او اخرت کې به بریالي وي.

 اې د شام خلکو! تاسو الله سبحانه وتعالی لرئ، اې د یمن خلکو تاسو الله سبحانه وتعالی لرئ، اې د سپېڅلې خاورې خلکو تاسو الله لرئ، اې د اکینانه (مصر) خلکو تاسو الله سبحانه وتعالی لرئ، اې مسلمانانو چې په نړۍ کې هر چېرته یاست، تاسو الله لرئ او هغه تر ټولو ښه ساتونکی او ملاتړی دی. 

یا الله له موږ سره مرسته وکړه، له هغه چا سره مرسته مه کوه چې زموږ پر وړاندې دي. موږ ته بری را په برخه کړه، هغو کسانو ته نه، چې زموږ پر وړاندې دي. یا الله زموږ زړونه پاک کړې، دریځ مو یو کړې، خبرې مو یو شان کړې او موږ ته د هغه چا پر وړاندې بری راکړې، چې زموږ سره جګړه کوي.

یا الله، موږ له تا څخه ستا په پاکو، لويو نومونو او پوره کلام غوښتنه کوو، تاسو لوړ شان او شوکت او  ښکلي نمونه لرئ؛ موږ ته صلاحیت راکړه او زموږ ملاتړ وکړه.

یا الله موږ ته هغه بری راپه برخه کړه، چې وعده یې دې را سره کړې... یا الله موږ ته هغه بری راپه برخه کړه، چې وعده یې دې را سره کړې... یا الله موږ ته هغه بری را په برخه کړې، چې وعده یې دې را سره کړې... 

[إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ * يَوْمَ لَا يَنْفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ]  (غافر: ۵۱-۵۲)

 درود دې  وي په پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د هغه په کورنۍ او په پیروانو یې.

حزب التحریر

د فلسطین سپېڅلې خاوره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې