سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له الاقصی څخه اسلامي امت او سرتېرو ته خطاب!
بسم الله الرحمن الرحيم
له الاقصی څخه اسلامي امت او سرتېرو ته خطاب!

 (ژباړه)

ټوله ثنا او ستاینه د الله سبحانه وتعالی لپاره ده، چې د مخلوقاتو پروردګار دی او درود دې وي پر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم.

اې مسلمانانو او د اسلامي خاورو افسرانو او سرتېرو په هرځای کې چې یاست! موږ د اسلامي خلافت نسکورېدو په پنځه نویمه کلیزه کې له الاقصي جومات، د اسرا له مقام څخه (له هغه ځایه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم معراج ته پورته شو) دویم ځل له تاسو څخه د مرستې او نصرت غوښتنه کوو؛ ځکه تاسو هغه کسان یاست، چې په دې برخه کې به ځواب ورکوئ. اې الله سبحانه وتعالی له موږ سره ستا په پیغام رسولو کې مرسته وکړه، مسلمانانو او د اسلامي خاورو اردو ته لارښوونه وکړه، چې ستا دین ته نصرت او له مخلصو بنده ګانو سره مرسته وکړي. 

اې د نړۍ مسلمانانو! د نبوت پر تګلاره د خلافت په تاسیس سره تاسو د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې د الله سبحانه وتعالی د دین په راژوندي کولو او بشریت ته د حق پیغام رسولو وړتیا لرئ. د نبوت پر تګلاره خلافت ستاسو د امنیت او ځواک ضمانت کوي او په دې برخه کې مو یوځای کوي. د نبوت پر تګلاره خلافت یوازینۍ لاره ده چې امت له دې ګمراهۍ ژغوري او ملاتړ یې کوي. تاسو وینئ چې د اسلامي خلافت تر نسکورېدو وروسته اسلام د پلي کېدو له صحنې ګوښه شوی او مسلمانان په بې شمېره ډلو وېشل شوي، ولایتونه یې تیت شول، ځمکې یې اشغال شوې او عزت ته یې سپکاوی وشو. هېوادونه یې د لاسپوڅو چارواکو تر واکمنۍ لاندې دي، هغه چارواکي چې ښکېلاکګرو کفارو ته یې د امت د سرچینو لوټولو زمینه برابره کړې او د اسلامي امت د عزت له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول فرېب نه درېغوي. نو موږ له همدې مبارکې خاورې پر تاسو بیا ټينګار کوو چې د الله سبحانه وتعالی د رضا او خوښۍ لپاره د نبوت پر تګلاره د خلافت د تاسیس له لارې د الله سبحانه وتعالی د دین راژوندي کولو ته راپاڅېږئ.  

اې د شام خلکو! تاسو یاست چې له دغه ظلم سره لاس او ګرېوان یاست. ختیځ او لودیځ، لرې او نږدې ټول ستاسو پر وړاندې یوځای شوي، چې له الله سبحانه وتعالی پرته هېڅوک له دغه ظلم څخه ستاسو د ژغورلو وس نه لري. نو الله سبحانه وتعالی ته مخلص شئ؛ ځکه یوازې هغه ستاسو ملاتړ کوي او کرکه مو له زړونو لرې کوي. د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ (اسلام) منګولې ټینګې کړئ او په امریکا، روسیه او د اسلامي خاورو په حکامو پسې له تګه ډډه وکړئ، چې الله سبحانه وتعالی رحمت درباندې وکړي. د کفري پروژو او لاسپوڅو پر وړاندې تندخویه شئ؛ ځکه یوازې د نبوت پر تګلاره خلافت د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ، هوساینې او خپلواکۍ پر لور لاره ده.   

اې د یمن خلکو! موږ پر تاسو له مسجد الاقصي نه غږ کوو، چې په هوښ راشئ او له ډلو ټپلو او توکمپالنې، چې د جهالت زېږنده دي، ډډه وکړئ. د سعودي عربستان او عراق چارواکي او سفارت خونې وغندئ. د امریکا او انګلیس حل لارو ته په بده سترګه وګورئ، د الله سبحانه وتعالی د دین د نصرت په برخه کې سره یوځای شئ او د بنوت پر تګلاره د خلافت د بیا راژوندي کېدو لپاره هڅاند شئ.

اې د پاکستان شریفو خلکو! موږ له مسرا‌‌ء (له اسرا‌ء مقام) نه د الاقصي جومات د ازادۍ لپاره ستاسو ملاتړ غواړو. امریکا ستاسو دښمنه ده، هغې ته غوسه او په بده سترګه وګورئ. د الله سبحانه وتعالی د مخلصو بنده ګانو ملاتړ وکړئ او له حزب التحریر سره د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره مرسته وکړئ. هغه خلافت چې ان شاء الله د الله اکبر په ناره به سپېڅلی ځای مسراء (د اسراء مقام) ازاد او فتحه کړي او د دغو ټولو ډلو او ځواکونو رهبري به پر غاړه واخلي. ستاسو رول دا دی چې په مشهور قول د ټروریزم پر وړاندې خپل ځانونه د امریکا د شومو موخو قرباني نه کړئ.

اې د ترکیې مسلمانو خلکو! د خلافت عزت او ویاړ اوس هم ستاسو په ذهنونو کې ژوندی دی، پر تاسو لازمه ده چې د الله سبحانه وتعالی دین ته د نصرت د زمینې په برابرولو کې هڅه وکړئ او مکارو سیکولریستانو ته اجازه مه ورکوئ چې تاسو وغولوي. موږ د الاقصي له دغه سپېڅلي ځایه پر تاسو غږ کوو، هغه خاوره چې کوڅې یې د عثماني خلافت شاهدې وې او شعار یې داسې و:

﴿نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ﴾ 

(الصف: ١٣)

د الله سبحانه وتعالی مرسته او بری نږدې دی.

موږ له تاسو غواړو چې د الله سبحانه وتعالی د دین په پلي کېدو، د بیت المقدس په ازاۍ او د یهودو له شر څخه د هغه د ژغورلو لپاره له موږ سره مرسته وکړئ. موږ تاسو د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت تاسیس ته رابولو. هغه خلافت چې یو ځل بیا به همغه ډول چې روم یې فتح کړ، فلسطین هم فتحه کړي.

اې د مصر او کنعان د خاورې خلکو! اسلام تاسو ته لوی مقام در په برخه کړ، ستاسو ځواکونو د بیت المقدس د ازادۍ لپاره د صلیبیانو پر وړاندې جګړه کوله. ستاسو ځواکونه وو، چې د تاتاریانو او جالوتیانو د ماتې لپاره یوځای شوي وو. موږ ستاسو د ځواکونو مېړانه لېدلې ده، چې څنګه یې د روژې په میاشت کې یهودیان مات او وتښتول. که د مزدورو حکامو خیانت نه وای، ځواکونه به مو په مسجد الاقصي کې خپاره شوي وو.

اې د کنعان خلکو! د وېرې جامې مو له تنه لرې کړئ او د خپلو حکامو تخت ویجاړ کړئ. الله سبحانه وتعالی ته مخلص شئ او د دین د راژوندي کېدو لپاره یې هڅې وکړئ، چې الله سبحانه وتعالی ستاسو ملاتړ وکړي او ګامونه مو ټینګ کړي.

اې د حجاز، لویدیځ، ختیځ او ټولې نړۍ مسلمانانو! موږ له تاسو غواړو چې د الله سبحانه وتعالی د دین په نصرت کې سره یوځای شئ. موږ له الاقصي جومات نه پر تاسو غږ کوو: د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړئ، چې بریالي مو کړي او په دې برخه کې مو ګامونه ټینګ کړي. خلافت ستاسو ځواک او امنیت دی. نو حزب التحریر په امت کې او له امت سره په ګډه کار کوي چې اسلام د امت بنسټیزه قضیه وګرځوي او امت د نبووت پر تګلاره د خلافت بیا تاسیس ته سوق کړي.

اې افسرانو، کارکوونکو او سرتېرو! تاسو د خپلو خلکو او دین پر وړاندې ډېر لوی مسولیت لرئ. تاسو د اسلام د دښمنانو د ماتولو او د الله سبحانه وتعالی د دین د پلي کېدو لپاره ځانګړی ځواک او واک لرئ. پر تاسو لازمه ده چې د الله سبحانه وتعالی له دین او هغو کسانو سره چې په دې برخه کې هڅې کوي، مرسته وکړئ. نو دا خورا غوره فرصت دی چې د انصارو هيله په دنیا او اخرت کې تر لاسه کړئ. د الله سبحانه وتعالی دین حاکم کړئ، اسلامي امت بریالی کړئ، د امریکا نفوذ او مزدوران یې له منځه یوسئ او فلسطین ازاد کړئ، تر څو شام او نورې اسلامي خاورې ستاسو د بریا شاهدې وي. پر تاسو لازمه ده چې د امت د نهضت لپاره پر پښو ودریږئ او له یو بل سره مرسته وکړئ چې د قدس، بای برس، خالد، صلاح الدین ایوبي او محمد فاتح په نسلونو کې وشمېرل شئ. موږ له الاقصي څخه تاسو ته خطاب کوو:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا  مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي

الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾

(التوبه: ۳۸)

 اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې تاسو ته ویل کیږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد پر لور وخوځېږئ، ولې سستي کوئ؟ ایا د اخرت پر ځای د دنیا پر ژوند خوښ یاست؟ په داسې حال کې چې د اخرت پر وړاندې د دنیا متاع هېڅ ده. 

نو پر دغه اساس د الله سبحانه وتعالی د دین ملاتړ وکړئ او په خپلو خاورو کې غربي لاسپوڅي له منځه یوسئ. حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی د دین نصرت او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت تاسیس لپاره ستاسو مرسته غواړي.

په پایله کېموږ په اشغالي بندخونو کې پر خپلو مسلمانو بندیانو غږ کوو: زغم او صبر وکړئ، ستاسو موخه له ښه خوراک، څښاک او د زندان تر شرطونو لویه ده. دا ستاسو او د اشغال له ناپاکۍ څخه ستاسو د سپېڅلې خاورې د ازادولو وجیبه ده. موږ له اسلامي امت او اسلامي ځواکونو څخه ستاسو، مسجد الاقصي او له برکته ډکې خاورې بیت المقدس د ازادولو غوښتنه کوو. موږ او تاسې د متقي رهبر او مخلصو ځواکونو په واسطه د الله سبحانه وتعالی نصرت ته په تمه یو، هغه کسان چې د الله اکبر د نارې په ویلو سره کفار په ذلت او رسوايۍ له دغې سپېڅلې خاورې وباسي او مسجد الاقصي ته په دننه کېدو بې شمېره الهي ایاتونه ولولي.   

﴿هَٰذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ﴾

(الاحزاب: ۲۲)

دا همغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله یې له موږ سره ژمنه کړې او الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم رښتیا ویلي دي.

﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾

(المنافقون: ۸)

حال دا چې عزت د الله سبحانه وتعالی، رسول الله او مومنانو دی؛ خو منافقان نه پوهېږي.

اې الله سبحانه وتعالی! خپل نصرت له موږ مه اخله. موږ او ټولو مسلمانانو ته له خپل دین څخه د ملاتړ لارښونه وکړه. اې الله سبحانه وتعالی! امریکا، یهودیان، صلیبیان او ټول لاسپوڅي یې له منځه یوسه او ناوړه سیوری یې زموږ له سرونو لرې کړه. اې الله سبحانه وتعالی! هغه نصرت چې له موږ سره یې دې ژمنه کړې، چې د نبوت پر تګلاره خلافت دی، د مسلمانانو او سلام عزت پکې تغښتی دی او په وسیله يې زموږ بندیان او الاقصي جومات ژغورل کېږي، راکړه. الهي! پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم، اهل بیت او یارانو یې درود نازل کړه او د الله سبحانه وتعالی چې د کایناتو پیدا کونکی دی، ثنا او صفت وي.

حزب التحریر –ولایه فلسطین

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې