پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې مسلمانانو او اې اسلامي لښکرو؛ غیرت وکړئ!  ستاسو دښمن، ټرمپ له تاسو سره د دښمنۍ اوج وښود؛ ایا پر وړاندې یې نه درېږئ!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اې مسلمانانو او اې اسلامي لښکرو؛ غیرت وکړئ! ستاسو دښمن، ټرمپ له تاسو سره د دښمنۍ اوج وښود؛ ایا پر وړاندې یې نه درېږئ!؟

(ژباړه)

ټرمپ تېره شپه له نتنیاهو سره په کتنه کې د مسلمانانو، قدس او فلسطین پر وړاندې له خپلې ژورې دښمنۍ پرده پورته کړه او د نتنیاهو او د امریکا د ملګرو او پیروانو لخوا په چکچکو سره وهڅول شو. ټرامپ وویل: ما یوه داسې «معامله» برابره کړې چې یهودو او فلسطینیانو ته عدالت تامینوي! خو اصلي خبره یې دا وه چې ټول فلسطین د یهودو دی او فلسطینیان حق نه پکې لري. قدس د یهودو دی، ښارګوټي، نابلس او شاوخوا یې هم د یهودو دي، د اردون لوړې او ورپورې تړلې سیمې هم د یهودو حق دی او فلسطینیان او یهود دې پر پاتې برخو په خپل منځ کې خبرې وکړي؛ فقط ته به وایې چې نور هم کوم ځای پاتې دی! ټرمپ همداراز وویل: له ۷۰ کالو وروسته دا ډېره ښه موکه ده چې فلسطینیان د یوه دولت څښتن شي. ده زیاته کړه: زه مې د حکومت په لومړیو کې په سعودي کې د اسلامي دولتونو له ۵۵ حکامو سره په دې اړه وغږېدم او دوی له ما سره همغږي دي! بیا یې له فلسطینیانو سره ژمنه وکړه چې د معاملې د کېدو په صورت کې به له دوی سره ۵۰ میلیارده ډالر مرسته وکړي. بیا یې وویل: خلافت نور مړ شوی دی. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د ده ژبه ګونګي شي.

باید ووایو: له شک پرته که د اسلامي هېوادونو حکامو له دین، امت او خپلو هېوادونو سره خیانت نه وی کړی، ټرمپ هېڅکله جرات نه کاوه چې د دغې معاملې لپاره داسې مراسم ونیسي او دا ډول بېځایه خبرې وکړي. دغو خبرو دی له یهودو څخه ډېر اشغالګر وښود! داسې وېشل او بښل یې کول چې ته به وایي فلسطین یې خپل ملکیت دی او څنګه یې چې وغواړي وېشي یې. ټول خاین حکام کاڼه، ړانده او ګونګي ناست دي او لکه په قران کریم کې چې راځي (صم بکم عمی فهم لایعقلون)؛ ځینې خو یې ان په دغو مراسمو کې ګډون هم کړی و! ټرمپ باوري و چې دغه خاینان به هېڅکله اعتراض ونه کړي، بلکې لا به خوشاله شي! ځکه یې په جرات خپلو احمقانه خبرو ته دوام ورکړ. ټرمپ داسې فکر کاوه چې د نړۍ اوسنی نظم به همداسې پاتې وي او دغه حکام به تل واکمن وي چې د ده ستاینه وکړي؛ په دې توګه به قدس او فلسطین تل د ده په منګولو کې وي او په خپل کمزوري تفکر به معاملې ورته جوړوي او په خپلو ډالرو به یې پلوري! په دې کې هېڅ شک نشته چې دغه خاین حکام  د مسلمانانو په نظر تر دې ډېر ټیټ دي، چې پر واک دې پاتې شي؛ ځکه چې وخت بدلېږي او ټرمپ ښايي پوه شي چې قدس ډېر وخت د اشغالګرو صلیبیانو په لاس کې و، خو صلاح الدین دغه ځمکه د دوی له چټلۍ پاکه کړه او د الله سبحانه وتعالی په خوښه مسلمانان به هېڅکله داسې نه وي چې بل صلاح الدین دې پکې پیدا نه شي. بل صلاح الدین به پیدا کېږي او په خپلو مټو به د پيغمبر صلي الله علیه وسلم زېري ته تحقق ورکوي، د یهودو دولت به ړنګوي او ملاتړي به یې بېرته خپلو هېوادونو ته ورلېږي، البته که کوم هېواد ورته پاتې و!

خو د ټرمپ دا ادعا چې ګواکي خلافت نو مړ شوی دی، د ده ځان غولول ښیي؛ له شک پرته دی پوهېږي چې مړ شوی خلافت هغه خلافت نه دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې زېری ورکړی و؛ دغه خلافت به د الله سبحانه و تعالی په خوښه او د ریښتینو نرانو د مټو په زور هرو مرو راځي. کټ مټ لکه د قسطنطنیې د فتحې په اړه د پیغمبر صلي الله علیه وسلم زېری، چې د محمد فاتح او د ده د لښکر په پیاوړو مټو سره محقق شو. له یهودو سره د جګړې په اړه د ده صلي الله علیه وسلم زېری به هم د اسلامي لښکرو د مټو په زور تحقق پیدا کوي. په صحیح مسلم کې له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ فَيَقْتُلُهم الْمُسْلِمُونَ»

ژباړه: قیامت به تر هغه نه راځي چې څو مسلمانانو له یهودو سره جګړه نه وي کړې او هغوی یې وژلي نه وي!

هغه وخت به بیا د دوی اشغالګر رژیم له منځه لاړ شي، د فلسطین مبارکه خاوره به یې له چټلۍ پاکه شي او یو ځل بیا به داراسلام شي. اسلامي امت یو ژوندی امت دی او د اور پر سر یې خوب نه وړي. که ټرمپ، نتنیاهو او د دوی ملګرو او پیروانو داګمان کړی وي چې مسلمانان له دوی څخه بې خبره دي او د مسلمانانو خاین حکام به همداسې پر واک پاتې وي او خلافت به بیا رانه شي، دغه ګومان به دوی د الله سبحانه وتعالی په خوښه هلاک کړي:

﴿وَ ذلِکُمْ ظَنُّکُمُ الَّذي ظَنَنْتُمْ بِرَبِّکُمْ أَرْداکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ مِنَ الْخاسِرينَ

[فصلت: 23]

ژباړه: ستاسې همدغه ګومان چې به خپل رب باندې مو کړی و، تاسې هلاک کړئ او د همغه له امله تاسې زیانمن شوئ.

لرې نه ده چې ټرمپ به یې د حکومت له ختمېدو مخکې د مسلمانانو خلیفه وویني او د اسلام له سرتېرو سره د مخ کېدو له وېرې به یې ساه ووځي.

﴿وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ

[ص: 88]

ژباړه: او لږ وخت به تېر شي، چې تاسو ته د ده حال پخپله معلوم شي.

اې مسلمانانو او اې د مسلمانانو پوځیانو! د غیرت ملاوې وتړئ، ځکه چې ټرمپ ستاسو پر وړاندې د خپلې دښمنۍ اوج وښود او له یهودو سره د مرستې او د فلسطین د بشپړ اشغال لپاره یې خپله جنایتکاره معامله اعلان کړه. نو د دغه جنایت ځواب باید دا وي، چې په خپل ټول زور یې پر وړاندې ودرېږو او نېشونه یې ور پرې کړو؛ دا کار هغه وخت کېږي چې د یهودو مسخه شوی رژیم له منځه یوسو او فلسطین خپل کړو. د ټرمپ معاملې ته دا ډول ځواب له اوسنیو خاینو حکامو سره شونې نه ده؛ دا ځواب یوازې د غزې په تړانګه کې پر مقاومت نه ورکول کېږي؛ که څه هم دا مقاومت هر څومره ډېر او ټینګ شي. دا خبره چې د فلسطین مسله یوازې د فلسطینیانو ده، د دې سبب کېږي چې فلسطین په لوی لاس دښمن ته پرېږدو. واقعیت دا دی چې د فلسطین قضیه شرعاً د ټولو عربو او د نړۍ د نورو مسلمانانو قضیه ده. همداراز دغه ځواب په تشو چغو وهلو هم شونی نه دی؛ دا چغې که هر څو په لوړ غږ هم وي؛ ځکه چې مسلمانانو یوازې هغه وخت چغې وهلې چې لښکر به یې د جګړې میدان ته لاړ، هغه چغې به د لښکر د هڅونې لپاره وې. نو له دغو مواردو څخه یو یې هم نه شي کولی چې د یهودو رژیم له منځه یوسي؛ ښه او ګټورځواب دا دی چې ټول دولتونه خپلې لښکرې د یهودو دولت د جرړو ایستلو لپاره راروانې کړي؛ ځکه چې یهودو فلسطین اشغال کړی، دلته یې ځانته دولت جوړ کړی او د اسلامي هېوادونو خاینو حکامو هم په دغه کار کې مرسته ورسره کړې؛ نو دا رژیم تر هغه له منځه نه ځي، ترڅو چې اسلامي لښکرې ورته رانه شي. نو هغه ځواب چې کولی شي دغه وجیبه په ښه توګه ترسره کړي، لاندې دوه مورده دي:

لومړی: د خلافت په تاسیس سره د اسلامي ژوند د پیل لپاره په جدي هڅو او فعالیتونو کې ونډه اخیستل دي. دغه خلافت به اسلامي لښکرو ته له یهودو سره د جګړې امر وکړي، د یهودو دولت به له منځه یوسي او فلسطین به بېرته په بشپړه توګه د مسلمانانو خاوره کړي.

دویم: دا مورد زموږ په اوسني واقعیت پورې اړه لري، چې هغه د خلافت نشتون دی. پر دې باید پوه شو چې له کفارو، په ځانګړي ډول اشغالګرو سره جګړه د خلافت په شتون یا نشتون پورې اړه نه لري؛ بلکې له کفارو سره جګړه د مسلمانانو د حاکم وجیبه ده؛ هغه که د مسلمانانو خلیفه وي او یا هغه مسلمان حاکم چې د اسلام پر اساس حکومت نه کوي. نو د اسلامي لښکرو وجیبه دا ده چې له یهودو سره د جګړې او د دوی د دولت د له منځه وړلو لپاره پورته شي. که له دغو حاکمانو نه کوم یوه یې د یهودو پر لور د لښکرو له حرکت سره موافقه وکړه، ښه کار یې کړی؛ خو که یې پر وړاندې ودرېد او پرې یې نه ښودل، نو باید صلاح الدینان راپورته شي؛ ترڅو دغه ډول حکام تر پښو لاندې کړي، د مسلمانانو د لښکرو مشري پر غاړه واخلي او دغه پاکه ځمکه د یهودو له نجاسته پاکه کړي. کټ مټ لکه صلاح الدین ایوبي چې دغه ځمکه یې د صلیبیانو له نجاسته پاکه کړه. 

تر ټولو ښه ځواب همدا دی! نو هغوی چې د ټرمپ معاملې ته په غوسه دي، د یهودو له رژیمه کرکه کوي او غواړي له منځه یې یوسې او فلسطین بېرته د مسلمانانو کړي، نو باید پر همدغه لار لاړ شي. دغه کسان باید په دغه لار کې په صداقت، پر خدای په توکل او صبر سره خپلې لارې ته دوام ورکړي. ﴿لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ﴾ [صافات: 61]

په پای کې باید ووایو: حزب‌التحریر لکه څنګه چې د ټرمپ د معاملې ځواب یې درته واضح کړ، په عین حال کې پر مسلمانانو او اسلامي لښکرو غږ کوي چې:  

مسلمانانو ته؛ پورته ذکر شوي کارونه جدي ونیسئ او عمل پرې وکړئ؛ له موږ سره یو ځای په صداقت او اخلاص د الله سبحانه وتعالی د ژمنې او رسول الله صلي الله علیه وسلم د زېري د تحقق په لار کې کار وکړئ.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ﴾

 [نور: 55]

ترجمه:  الله ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې چې هغوی به په ځمکه کې خلیفه‌ګان وګرځوي... .

احمد یې په مسند کې له حذیفه رضي الله تعالی عنه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ترجمه: «بیا به جبریه ملکونه جوړېږي او تر هغه به دوام کوي چې الله وغواړي او کله چې هغه (سبحانه و تعالی) وغواړي هغه به له منځه یوسي؛ بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.

 په اسلامي لښکرو غږ کوو او له هغوی غواړو چې پورته ذکر شوو خبرو ته په خپل کار کې لومړیتوب ورکړي، همداراز له دوی څخه غواړو چې د بشر په لاس جوړو شوو نظامونو د بدلون او د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره موږ ته نصرت راکړي. په دې سره به مسلمانان خپل له لاسه ورکړی عزت او قدرت بیا لاسته راوړي او همداراز د هغو کسانو سیرت بیا راژوندی کړي، چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یې نصرت ورکړی و. دا هغه انصار و چې الله سبحانه وتعالی یې نوم د قران کریم په ایتونو کې راوړی او هغه چې د دوی د سردار، سعد بن معاذ رضي الله تعالی عنه جنازې ته ملایکې راښکته شوې وې. ترمذي له انس بن مالک څخه روایت کوي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم د سعد بن معاذ د جنازې په اړه فرمایلي: «جنازه یې ملایکو وړله» نو هغوی تر ټولو غوره انصار وو او څوک چې د هغو پر لار ځي، هغوی به هم تر ټولو غوره وي.

﴿هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ﴾

 [ابراهیم: 52]

ترجمه: دا (قران) د ټولو انسانانو لپاره یو پیغام دی او د دې لپار لېږل شوی چې هغوی خبر شي او وپوهېږي چې په حقیقت کې خدای جل جلاله یو دی او څوک چې پوهه لري هغوی متوجه شي.

 حزب التحریر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې