جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د واحد خلافت دولت تر چتر لاندې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا په یوځای کولو سره د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ
بسم الله الرحمن الرحيم
د واحد خلافت دولت تر چتر لاندې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا په یوځای کولو سره د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ

نن د ۱۴۴۳ هـ ق کال د محرم پر اوومه، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د نړۍ مسلمانان کابل ته د افغان مجاهدینو د ننوتلو له امله خوښي لمانځي. بل لور ته امریکا په چټکۍ په وتو ده او د غرب مزدور اشرف غني هم تښتېدلی. په دې ډول په ساده وسلو سمبالو زرګونو مجاهدینو د دریم استعمارګر ځواک غرور تر پښو لاندې کړ. کټ مټ هماغسې لکه د دوی پلرونو او نیکونو چې تر دې مخکې د شوروي اتحاد او بریتانوي امپراتورۍ غرور له خاورو سره خاورې کړ. اوس داسې یو متحرک ځواک را منځ ته شوی چې دا خبره یقیني کوي چې په سیمه کې په پوره توګه د امریکا ریښې له بېخه ایستل شوي، داسې چې بیا هیڅکله دلته وده ونه کړي. هماغسې چې د بریتانوي هند او پخواني شوري اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته، د دوی ریښې وچې او هیڅکله یې بیا سر را پورته نه کړ.

اې  د پاکستان مسلمانانو!

د دې وخت دی چې د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ!

اوس یو متحرک قوت  ایجاد شوی او غواړي چې د ځمکني او هوایي اکمالاتو لارې چې زموږ له اسمانونو او خاورې تېرېږي وتړل شي، ځکه دا په سیمه کې د امریکا د تخریبي لاسوهنې لپاره حیاتي ارزښت لري. تر هغو چې د پاکستان حکام د امریکا اکمالاتي لارې پرانستې پرېږدي د امریکا تخریبي حضور به پر خپل ځای وي او لا به وده کوي.

اوس یو متحرک قوت ایجاد شوی او غواړي په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت او کراچۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ جاسوسي اډې وتړل شي. دا هغه مداخله‌ګرې سترګې دي چې په ورځ کې ۲۴ ساعته او د اوونۍ اوه ورځې پرانستي وي، که دا نه وي د امریکا ټوله اداره به ړنده شي.

که نور هم د پاکستان حکام د امریکا استخاراتي اډو ته اجازه ورکړي، نو زموږ محرم نظامي او استخباراتي اړیکې به خوندي نه وي او امریکا به زموږ په سیمه کې پاته وي.

اوس یو متحرک قوت ایجاد شوی او غواړي د امریکا، د هغې د سیمه‌ییزو لاسپوڅو او افغان مجاهدینو تر منځ د خبرو اترو له بهیر سره روانه مرسته ودرېږي. دا په اصل کې د کفر له لورې هغه غولونکې تګلاره ده چې غواړي مسلمانانو ته د خبرو اترو د وړاندیز له لارې زیانونه په مسمانانو تحمیل کړي او ګټې خپلو ځانونو ته خوندي کړي. دوی هله دا کار کوي چې پوه شي اسلامي امت د جګړې په ډګر کې بریا خپلولی شي او په دې ډول خپلې ګټې تضمینوي او ماته جبرانوي. تر څو چې د پاکستان حکام د خبرو اترو اسانتیاوې برابروي، دښمن ته به د مخ پر دراوزې له وتلو وروسته د شا له دروازې څخه د بیا داخلېدو لار خلاصه وي.

اوس یې وخت دی چې پر پرځېدونکې امریکایي استعمار وروستی ګزار وشي او له امریکا سره د ټولو نظامي ملګرتیاو او اقتصادي اړیکو د پای ته رسولو غوښتنه وشي، ځکه دا هیواد د اسلام او مسلمانانو ښکاره دښمن دی او له نورو دولتونو سره د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ په پاللو کې مرسته کوي . موږ باید د حکامو له دې سترې ګناه څخه ځانونه لرې وساتو، ترڅو د الله تعالی له غضب او عذاب څخه خلاص شو.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

إِنَّمَا يَنْهٰىكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قٰتَلُوكُمْ فِى الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيٰرِكُمْ وَظٰهَرُوا عَلٰىٓ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ ]الممتحنه: ۹[

ژباړه: "بېشکه همدا خبره ده چې الله سبحانه وتعالی تاسې د هغو خلکو د دوستۍ څخه منع کوي، چې ستاسي سره د دين په معامله کښې جنګېدلي دي، تاسي یې د خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او ستاسي په ايستلو کښي یې يو د بل ملاتړ کړی دى. له هغو سره چې كوم كسان دوستي وکړي، همغوى ظالمان دي"

اې د پاکستان وسلوالو ځواکونو او مجاهدینو!

پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسیا څخه د خلافت واحد دولت جوړ کړئ!

پوه شئ! چې د اسلامي دولتونو ترمنځ پولې د استعمارچيانو هغه حربه ده چې موږ کمزوره وي، ويشي او راباندې مسلط کیږي. په داسې حال کې چې د اسلام تر بیرغ لاندې، زموږ قدرت په واحد دولت کې زموږ په وحدت کې پروت دی.

زموږ په سيمه کې د ډيورنډ تپل شوې کرښې افغانستان کمزوری کړی دی، او د افغانستان د اسلامي امت د دښمنانو لکه، روسيې له ۱۹۸۹ م کال څخه مخکې، هند او امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې له دوامدارو لاسوهنو، بهرني نفوذ او اشغال سره مخ کړی دی. دا د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، چې د افغانستان باعزته مسلمانان يې د سترو لوبو، دسيسو  او دوه مخه لوبو له امله په خپله سيمه کې له قربانۍ او کډوالۍ سره مخ کړي دي او له امله یې سل ګونه زره شهيدان ورکړي دي. دا د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، چې د مسلمانانو ترمنځ يې بې باوري، کرکه او دښمني رامنځ ته کړې او د دوی ترمنځ يې درز رامنځ ته کړی، ترڅو کفار وکولی شي له شمال، سوېل، ختيځ او لوېديځ څخه د ورانکارو شېطانانو په څېر په اسانۍ افغانستان ته دننه شي.

زموږ سيمې ته د دښمنانو د دننه کېدو د مخنيوي غوره طريقه دا ده، چې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسيا په يوځای کولو سره يو واحد اسلامي خلافت رامنځ ته کړو. له شک پرته، زموږ ځواک د مسلمانانو له دښمنانو سره، هغه که په ختيځ کې چين يا لوېديځ کې امريکا ده د ايتلاف، پر هغوی د باور او تکيې له لارې نه پياوړی کېږي. زموږ ځواک د يو امت او يو دولت، يو پوځ او يو اقتصاد په توګه د اسلامي خلافت تر چتر لاندې د الله سبحانه وتعالی د رضايت په موخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت په يوځای کولو کې نغښتی دی، چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا [النساء: ۱۳۹]

ژباړه: "هغه كسان چې له مومنانو پرته كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله سبحانه وتعالی لپاره دى"

 اوس په تاسو اړه لري چې خپل ځواکونه د ډيورنډ کرښې په له منځه وړلو سره، چې تاسې يې د خپل دښمن پر وړاندې سره ويشلي او کمزوري کړي ياست، د وروڼو په څېر په يوه صف کې د امريکا او هند پر ضد ودروئ، لکه څرنګه چې مخکې د شوروي اتحاد پر ضد درېدلي واست.

د نړيوال نظم يا د دې نظم د استعماري ساتوونکو موافقه په پام کې مه نيسئ، له دوی سره مذاکرات مه کوئ، ځکه دا مذاکرات يوه لومه ده چې اسلامي امت باندې د ګذار لپاره کار ترې اخيستل کېږي. هغه خوله، وينه، زور او ځواک چې  د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد له لارې تاسو د دې سيمې د نيولو لپاره کارولی دی، استعمارچيان او د هغوی مزدوران غواړي د مذاکراتو له لاري تاسې په لومه کې ښکېل کړي. اوسنی نړيوال نظم زموږ د دورې د جنايتکارو دولتونو نظم دی، هغوی له لاتيني امريکا تر سوېلي ختيځي اسيا پورې ټوله نړۍ به بې رحمه ډول وزبېښله.  ياد نړيوال نظم د اوسني غربي حاکمانو او د هغوی شريرو سلفو رامنځ ته کړی و، ترڅو د اسلامي خلافت د پرمختګ مخه ونيسي- هغه خلافت چې د غربي دولتونو تر پلازمينو رسېدلی و. د دغه بې رحمه صليبي نظم له امله د میليونونو اسلامي پوځونو له شتون سره، سره د فلسطين، اشغال شوي کشمير او نورو اسلامي خاورو د ازادۍ مخه د ډېر وخت راهيسې ډب ده. نن ورځ د حق دين په برکت، اسلامي امت ګڼې سرچينې او بشري ځواک لري چې په مټ يې ياد فاسد نظم نسکورلی او بشريت ته ښيرازي ورکولی شي او خالص نظام د الله سبحانه وتعالی د حکمونو سره سم تاسيسولی شي، لکه څرنګه چې د خلافت په دوره کې ياد نظام په پيړيو پيړيو دوام وکړ.

د اوسنيو  حکامو تېرايستنې، درواغ، لومې او خيانتونه بس دي. هغوی د اسلامي امت پر اوږو يو بار دی چې بايد ستاسې په لاسونو لېري شي. همدا اوس حزب التحرير ته په نصرت ورکولو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج خلافت بيا ځلې تاسيس کړئ، چې په ترڅ کې به يې د امت نظامي ځواک او اقتصادي سرچينې سره يوځای او په مټ به يې استعمارګره امريکا نسکوره او خلافت به د يو سيمه ييز ځواک په توګه راڅرګند شي او په دې ډول به د نړۍ مخکښ دولت شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
[آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: "كه چېرې الله سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب کېدونکی نشته او كه چېرې ستاسو نصرت ونکړي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه وروسته به ستاسو نصرت وكړي؟ نو لازمه ده چې مومنان خاص په الله سبحانه وتعالی باندې توكل وكړي"

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې