جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریان پرېږدئ چې د کشمیر پر مخلصو مسلمانانو باندې د مودي کمزورې سلطه، په شرېنګر کې د خلافت د بیرغ په رپولو سره، پای ته ورسوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریان پرېږدئ چې د کشمیر پر مخلصو مسلمانانو باندې د مودي کمزورې سلطه، په شرېنګر کې د خلافت د بیرغ په رپولو سره، پای ته ورسوي!

اې د پاکستان مخلصو مسلمانانو!

په غرب کې د یهودي دولت په څېر، هندو دولت هم په کشمیر کې پر مخلصو مسلمانانو د ولکې خیال لري په داسې حال کې چې هېڅ حق نه پکې لري؛ دا ځمکه په لسیزو لسیزو د شهیدانو په وینو اوبول شوې. هند پر کشمیر باندې د خپلې سلطې لپاره ګامونه اخیستي؛ دغه هېواد د اګېسټ پر ۵مه د کشمیر خپلواکي د ولسمشر په یوه سخت فرمان لغوه کړه، نور ځواکونه یې سیمې ته واستول، عامه اړیکې یې پرې کړې، د خپل اشغال پر وړاندې د مقاومت پیاوړي ځایونه یې موخه وګرځول او د ۳۷۰مې مادې د ۳۵-الف بند په تر پښو لاندې کولو سره یې د هندو دولت د ځای پر ځای کېدو لارې پرانیستې. د هند دولت د غربي استعمارګرو دولتونو په همغږۍ او د هغوی تر نظارت لاندې د کشمیر د سیمې واقعیت بدلوي چې د فلسطین په سپېځلې خاوره کې د یهودي دولت د تخنیک په کارولو سره خپله ولکه پر کشمیر زیاته کړي. په حقیقت کې هند دا تصدیق کړه چې د هندي مشرکو حاکمانو په فکر کې د غولولو او چل نیت دی او له مسلمانانو سره سخته دښمني لري. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا

[سوره المائده: ۸۲]

ژباړه: ته به د مومنانو په دښمنۍ کې تر ټولو زیات سخت یهودیان او مشرکان ومومې... .

اې د پاکستان مخلصو مسلمانانو!

هندي دولت زموږ پر سپېڅلو مقدساتو بیاځل منګولې خښې کړې، دوی په دې وروستیو کلونو کې د لویو پاڅونونو له امله لږ څه سست شوي وو او بیا ځل د زړور قومندان برهان واني له شهادت وروسته پیاوړی شو الله سبحانه و تعالی دې جنت الفردوس نصیب کړي. هندو دولت له بې موراله پوځیانو سره خپله سلطه پیاوړې کوي په داسې حال کې چې له داسې کسانو سره مخ دي چې له مړینې نه وېره نه لري، د شهادت غوښتونکي دي او مقابل لوری یې (هندي پوځیان) له تعصبي او قبیلوي سیسټم سره فلج شوي او د ځان وژنې یا هم رواني ناروغیو په لور روان دي. هندو دولت په کشمیر د سلطې خیال لري په داسې حال کې چې د هندي دولت د اشغال کمزورتیا هغه مهال لا زیاته جوته شوه چې سږ کال زموږ وسلوالو پوځونو په خپلو پیاوړو مټو سره، د پاکستان په سپېڅلې هوايي سیمه کې د مودي د بد جنسه برید په ځواب کې یوازې یوه کوچینۍ او کنټرول شوې ضربه ورکړه. په حقیقت کې د الله سبحانه و تعالی په توفیق سره زموږ زمریانو هندو ډارن ځواکونه ووېرول چې تر اوسه یې په رګونو کې هغه وېره شته.

د پاکستان حاکمانو د منځني ختیځ د حاکمانو په څېر، د دې پر ځای چې پوځي ځواک ته په پوځي ځواک ځواب ورکړي چې د مومنانو زړونه تسکین کړي، هغوی د اشغال لپاره لا زیاته لاره هواره کړه چې سلطه یې لا زیاته شي. بجوا-عمران رژیم د دې لپاره دا کوي چې باید د خپل بادار جاهل شیطان ټرمپ امرونه ومني او د الله سبحانه و تعالی - د دواړو جهانونو رب - له امرونو سرغړونه کوي. دغه سپک رژیم په ډېره بې شرمۍ د کشمیر مخلصې وسله‌والې مبارزې (ترهګري) وبللې، دا د ظالم مودي لپاره خوږه نغمه او شین چراغ و؛ که څه هم الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

[سوره البقره: ۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر چېرې مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ... .

دغه ناکاره رېژیم په کشمیر کې مخلصو مجاهدینو ته د وسلوال ځواک د چمتو کولو لپاره له مالي مرستې هم ډډه وکړه او د غربي استعمارګرانو دا غوښتنه یې ومنله چې «د ترهګرۍ مالي ملاتړ مه کوه» که څه هم الله سبحانه و تعالی امر کړی چې:

﴿وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ

[سوره الانفال: ۶۰]

ژباړه: او تاسو تر خپلې وسې ډېر زیات طاقت او تیار زین شوي اسونه د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ چې په ې وسیله د الله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هیبت راولئ چې تاسو یې نه پېژنئ خو الله یې پېژني... .

د بجوا-عمران خاین رژیم د دې پر ځای چې د مودي ظلمونو ته د غاښ ماتونکي ځواب لپاره وسلوال ځواکونه مرش کړي ، دوی ته د سولې پیغامونه استوي او ان له شیطان ټرمپ څخه غواړي چې منځګړیتوب وکړي؛ په داسې حال کې الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿فَلاَ تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمْ الأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ

[سوره محمد: ۳۵ ]

ژباړه: نو تاسو مه بې زړه کېږئ او مه د سولې وړاندیز کوئ. همدا تاسو برلاسي کېدونکي یاست. الله ستاسې ملګری دی او هغه به ستاسې عملونه هېڅکله ضایع نه کړي.

اې د پاکستان د وسلوال پوځ زمریانو!

هغه ذات (سبحانه و تعالی) چې ستاسو مرګ او ژوند یې په لاس کې دی فرمایي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَانِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا

[سوره النسا: ۷۵]

ژباړه: اخر څه دلیل دی چې تاسو د الله په لاره کې د هغو بېوسو نارینه، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي، تر فشار لاندې نیول شوي او فریادونه کوي چې: «اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه...».

او هغه یوازینی پوځي قوماندان چې تاسو یې باید لار تعقیب کړئ (رسول الله صلی الله علیه و سلم) فرمایلي:

«مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إلاّ ذُلّوا»

ژباړه: تر هغې یو قوم جهاد نه پرېږدي څو چې ذلیل شوي نه وي. [احمد]

نو له تاسو مخلصو مبارزینو څخه به کوم یو ژر تر ژره د تکبیر نعرې پیل کړي او په شرېنګر کې د بریا او په سیمه کې د هندي واک لپاره د مودي د پلان د پای غوښتونکی شي؟

د نبوت پر تګلاره د خلافت د راتګ لپاره نصرت ورکړئ چې داسې حاکمان واک ولري چې د الله سبحانه و تعالی د رالېږل شوي قانون پر بنسټ حاکمیت وکړي. یوازې خلافت به د هند عالي کمېشنري وتړي، کارکوونکي به یې وباسي او زموږ وسلوال پوځ به په کشمیر کې د نظامي غبرګون لپاره سره راټول کړي. یوازې خلافت به مسلمانانو ته دا احساسات ورکړي چې د الله سبحانه و تعالی د رضا لپاره دې جګړې ته د مرستې په موخه هڅه وکړي چې خپل هر څه قرباني کړي او د خپلو اولادونو لوږه او ژړا وزغمي، خلافت به هستوي وسلې سره راټولې کړي چې په کشمیر کې د جګړې تیاتر ختم کړي؛ د کشمیر له مسلمانانو سره به مرسته وکړي او د پاکستان مخلص او هیله من ځوانان به دې ته چمتو کړي چې ستاسو تر څنګ ودریږي. هغه به د نرمۍ پالیسي له منځه یوسي او د کشمیر د خپلواکۍ لپاره به ځواک سره راټول کړي، اوس ستاسو وخت دی چې په شرېنګر کې د خلافت بیرغ جګ کړئ او د الله سبحانه و تعالی په لاره کې د شهادت او بریا هیله ولرئ نو پیل یې کړئ. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ

[التوبه:۱۲۳]

ژباړه: اى مومنانو ! د حق له هغو منکرانو سره وجنګېږئ چې اسې ته نیژدې دي او باید هغوی په تاسو کې کلکوالی(زیږوالی) ومومي او وپوهېږي چې الله د پرهېزګارانو ملګری دی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې