پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نبوت پر منهج د خلافت په بیا تاسیس، مه پرېږدئ چې امت نور له یوې سوړې دوه ځله وچیچل شي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د نبوت پر منهج د خلافت په بیا تاسیس، مه پرېږدئ چې امت نور له یوې سوړې دوه ځله وچیچل شي!

(ژباړه)

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په بې واکه کېدو د دغه هېواد پارلمان بل فاسد کس د ۲۰۱۷م د اګېسټ په لومړۍ د هغه ځایناستی کړ. په حقیقت کې موږ په ۱۹۹۹م د نواز شریف، له هغه وروسته په ۲۰۰۸م د مشرف، ورپسې د زرداري او اوس هم د نواز شریف د تګ شاهدان یو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

(بخاری و مسلم)

ژباړه: ‌مومن له یوې سوړې دوه ځله نه چیچل کیږي.

په پاکستان کې عامه احساسات اوسمهال داسې دي، چې اوسنی نظام د حقیقي بدلون هیله نه لري، نه اوسنی حکومت او نه هغه مخالف حزب چې د اوسني حکومت ځایناستی دی. د دیموکراسۍ له لارې د واقعي بدلون رامنځته کول هره ورځ موږ ناامیده کوي. په حقیقت کې په دیموکراسۍ کې د خوځښت او بدلونونو راوړل، په لوښي کې د هغه اوبو په شان دي، چې په پخلنځي کې په لوړ غږ ایشي، خو یو تږی کس د څښلو لپاره ترې ګټه نشی اخیستی. څنګه به داسې شي، په داسې حال کې چې دیموکراسي په خپل ذات کې د مالي فساد لامل ده؟ په حقیقت کې پاکستان د ۱۹۴۷م په اګېسټ کې جوړ شو؛ خو تر اوسه دغه ډول فساد ادامه لري. څنګه کیدای شي، چې په ټولو اسلامي هېوادنو کې په غرب کې له مراکشه نیولې تر ترکیې او اندوندزیا پورې، هغوی چې د دیموکراسۍ پلویان دي، کله کله موږ ته هیله بښونکې خبرې کوي، ترڅو موږ له هغوی سره وفادار پاتې شو؟ خو موږ هر وخت چیچل شوي یو.

موږ تل هغو کسانو چیچلي یو، چې دیموکراسي غواړي؛ هغه که حاکمان دي یا هغه کسان چې له دوی وروسته د حکومت د تر لاسه کیدو لپاره د دیموکراسۍ په لټه کې دي. هر هغه څوک چې د دیموکراسۍ له لارې حکومت کوي، په حقیقت کې د ځمکې پر مخ فساد دود کوي، چې دا خپله له الله سبحانه وتعالی څخه سرغړونه ده. کله چې په دیموکراسۍ کې له ماانزالله پرته حکم کوي، په ښکاره له هغه څه سر غړوي، چې الله سبحانه وتعالی منع کړي دي. پر دې سربېره که دیموکراسي نظام په پاکستان یا بل ځای کې د اوو نورو پېړیو لپاره هم وي، د مسلمانانو ته حقیقي بدلون نه راوړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:   

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ

[بقره: ۱۱]

ژباړه: کله چې هغوی ته وویل شول، چې په ځمکه کې فساد مه کوئ! دوی وویل: موږ اصلاح راوستونکي یو.

موږ تل دیموکراسۍ چیچلي یو؛ ځکه د دیموکراسۍ قانون د هغه نر او ښځې د غوښتنو پر اساس جوړ شوی، چې په پارلمان کې سره یو ځای شوي دي. که څه هم چې الله سبحانه وتعالی امر کړی دی:

﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾

[مائده: ۴۹]

ژباړه: نو اې محمده«ص»! ته د دغو خلکو د چارو فیصله د الله سبحانه وتعالی له نازل کړي قانون سره سمه وکړه او د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي او د یوې زرې په اندازه دې له هغه هدایت څخه وانه ړوي، چې الله تا ته درلېږلی دی.

نو څنګه به دیموکراسي حقیقي بدلون راولي؟ موږ تل دیموکراسۍ ځورولي یو او لا به مو ځوروي؛ ځکه حاکمانو د اسلام له دښمنانو سره همېشه رسمي اړیکې لرلې، تل یې رازونه افشا کړي او له دوی څخه لارښوونې اخلي. که څه هم الله سبحانه وتعالی هغوی له دغه کار څخه منع کړي دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ

[ممتحنه: ۹]

ژباړه: بېشکه همدا خبره ده، چې الله ج تاسو د هغو خلکو له دوستۍ څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دین په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ایستلي یئ او د تاسو په ایستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی او هغه  څوک چې له دوی سره دوستي کوي، ظالمان دي.

دیموکراسي ده، چې مسجدالاقصی او د فلسطین مسلمانانو او د اشغال شوي کشمیر د تفویض اجازه يې زموږ دښمنانو ته ورکړې. که څه هم چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ

[انفال: ۷۲]

ژباړه: که «داسې غیر مهاجر مومنان د نورو د ظلم له لاسه» د خپل دین لپاره له تاسو مرسته وغواړي، نو پر تاسو واحب ده، چې له دوی سره مرسته وکړئ.

نو څنګه کېدای شي، چې حقیقي بدلون د دیموکراسۍ له لارې راشي؟ موږ تل دیموکراسۍ ځورولي یو او لا به مو ځوروي؛ ځکه په دیموکراسي نظام کې زموږ د انرژۍ ټولې سرچینې شخصي شوې، هغه څه چې اسلام ورته بیت المال ویلی دی. که څه هم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

 «الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ»

(رواه احمد)

ژباړه: ‌مومنان په دریو څيزونو؛ اوبو، څړځای او اور (انرژۍ) کې شریک دي.

دیموکراسۍ پر اړمنو باندې درانه مالیات اېښي، په داسې حال کې چې اسلام منع کړي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ صَاحِبُ مَكْسٍ»

ژباړه: د غیر شرعي مالیاتو اخیستونکی جنت ته نه داخلیږي.

دیموکراسۍ بهرنیو سودي پورونو ته اجازه ورکړې، په داسې حال کې چې د خلکو لپاره د نابودۍ او ناامیدۍ کنده ده. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا

[بقره: ۲۷۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پېر وپلور روا او سود ناروا کړی دی.

دیموکراسي بشر پر دې باوري کوي، چې پانګه باید د پانګوالو په لاس کې وي؛ که څه هم الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿كَيْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ

[حشر: ۷]

ژباړه: د دې لپاره چې مالونه یوازې ستاسو د بډایانو تر منځ لاس په لاس نه شي (او اړمن ترې بې برخې نه شي).

نو موږ څنګه له دیموکراسۍ نظام څخه د حقیقي بدلون هیله وکړو؟

اې د پاکستان مسلمانو خلکو! راځئ نور خپل وخت او انرژي د حقیقي بدلون راوړلو لپاره په غلطو ځایونو ونه لګوو. دیموکراسي به مو بیا وچیچي. څنګه کولی شو، چې د الله سبحانه وتعالی رحمت، سوله، امنیت او بری په هغه نظام کې پیداکړو، چې بنسټ یې په سرغړونې، ګناه او تیري اېښودل شوی وي؟ نو راځئ   هغه چاته تمایل ونه ښیو، چې موږ د دیموکراسۍ د ظلم لور ته دعوتوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ

[هود: ۱۱۳]

ژباړه: پر ظالمانو تکیه مه کوئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي او تاسو به داسې کوم دوست او سرپرست ونه مومئ، چې له الله څخه مو وژغوري او تاسو ته به له هېڅ  ځای څخه مرسته ونه رسیږي.

راځئ  بشپړه ژمنه وکړو، چې خپل دین د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت په واسطه پلی کړو. راځئ په پاکستان کې، چې په ۱۹۴۷م کال د اسلام په نامه رامنځته شو، د حزب التحریر له شبابو سره د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړو.

اې د پاکستان مسلمان فوځه! موږ ټولو ته معلومه ده، چې د دیموکراسۍ حقیقت، فساد او ظلم دی. دا دیموکراسي ده، چې امت ته یې بدبختۍ راوړې دي او دښمن پر موږ برلاسی دی. تاسو د دیموکراسۍ فاسد شوي محصولات تر خاورو لاندې کړئ او په خپل نصرت سره د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت د بیا تاسیس لپاره فکر وکړئ. وروڼو! دا هغه وخت دی، چې د الله سبحانه وتعالی، د هغه د دین او پر اسلام د باور لرونکو لپاره د واقعي بدلون لپاره سره یو شئ، ترڅو امت خپله برلاسي په لاس راوړي؛ که څه هم دغه کار کلونه نیسي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ* وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ

[المائدة: ۵۶-۵۵]

ژباړه: ستاسو ملګري خو په حقیقت کې یوازې الله ، د هغه پیغمبر او هغه مومنان دي، چې لمونځونه کوي، زکات ورکوي او د الله ج پر وړاندې سر ټیټوي. څوک چې الله ، د هغه پیغمبر او مومنان خپل ملګري نیسي (د الله له حزب څخه دي) او بېشکه چې همدا د الله حزب بریالی دی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان

Last modified onچهارشنبه, 30 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې