شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چین ته د بلینکېن سفر
بسم الله الرحمن الرحيم
چین ته د بلینکېن سفر

پوښتنه:

د چین نړیوالې ټلوېزیوني شبکې (CGTN) د ۲۰۲۳م کال د جون په ۳۰مه خبر خپور کړ چې: د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د دوه اړخیزه اړیکو په اړه پر نامسولانه اظهاراتو نیوکه کړې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکېن وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې واشنګټن به د خپلو ګټو دفاع او داسې کړنو او اظهاراتو ته دوام ورکړي چې – د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو ته له پام پرته- پر چین ښې نه لګي. د چین بهرنیو چارو وزارت د بلینکېن پر دغو خبرو نیوکه وکړه.» له بلې خوا (العربیة) یوه اونۍ وړاندې، د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۳مه لیکلي وو: « چین ته د بلینکېن د سفر یوه تمه دا ده چې د امریکا د خزانې وزیره، جانېټ یېلېن به ژر چین ته سفر وکړي. د سوداګرۍ وزیره، جینا ریمونډو او د اقلیم په چارو کې د بایډن استازی، جان کېري هم ښايي سفرونه وکړي. شي جېن پېنګ هم ښايي په نومبر میاشت کې د آسیا-پسېفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډې لپاره سن فرانسېسکو ته سفر وکړي او هلته ښايي له بایډن سره وګوري.»

تمه کېده چې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۸-۱۹مه، چین ته د بلینکېن له سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ارامې شي او بیا به ناندرۍ نه راپورته کېږي! ایا چین ته د بلینکېن سفر بې لاسته راوړنو او تش تشریفاتي سفر و؟ وبښئ چې پوښتنه مې یو څه اوږده وه. جزاک الله خیراً!

ځواب:

د ځواب روښانه کولو لپاره لاندې مواردو ته کتنه کوو:

لومړی: چین ته د بلینکېن د سفر شالید:

۱. د چین او امریکا ترمنځ اړیکې یو څه کړکېچنې دي. لږ تر لږه، د امریکا د پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د سوداګریزې جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد د چین پر سوداګرۍ او چینايي محصولاتو ګڼ محدودیتونه وضع کړي؛ پر ځینې چینايي توکو یې تعرفې لوړې کړې او د هواوې پشان چینايي کمپنیو او د هغو پر رییسانو یې بندیزونه لګولي. د بایډن ادارې دغې پالیسۍ ته دوام ورکړ. چین هم په ورته پالیسۍ ځواب ورکړی. یوازې همدا بس ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کړکېچنې شي.

۲. چین اوږده موده هڅې وکړې چې د چین-۲۰۲۵ پلان له مخې د ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلواک شي؛ له هواوې او نورو چینایي کمپنیو سره د امریکا دغه چلند کړکېچونه راپورته کړل او چین اړ شو چې د خپلو سیلیکاني چیپونو جوړولو لپاره پلان جوړ کړي. امریکايي تحلیلګران وايي چې په ۵-۷ کلونو کې به چین د چیپونو په صنعت کې خپلواک شي. دا ټول د دواړو هېوادونو ترمنځ له شخړو ډکه سیالي رامنځته کوي.

۳. د پوځي او امنیتي جبهې په اړه؛ تېره فبروري یو شکمن چینایي جاسوسي بالون د امریکا فضا ته ننوت. که څه هم چین دا رد کړه خو دغه پېښه په تېره فبروري کې بیجېنګ ته بلینکېن د پلان شوي سفر د لغوه کېدو سبب شوه. بیا چین د ټایوان په تنګي کې د جنګي بېړیو مانورونه وکړل؛ امریکا هم د دې په ځواب کې تېره میاشت د ټایوان په تنګي کې د امریکايي الوتک‌وړونکې بېړۍ مانورونه وکړل او سویلي چین سمندر یې ازادې نړیوالې اوبه وبللې. تېره میاشت یوه چینايي جنګي الوتکه امریکايي الوتکو ته نیږدې شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت تریخ شو ... نو له چین څخه د بلینکېن لیدنه هغه وخت ونه شوه...

۴. امریکا چین ته د ستونزو جوړولو لپاره ګڼ پوځي او امنیتي تړونونه وکړل او د بایډن ادارې په دې برخه کې یو لړ پالیسۍ جوړې کړې. مثلاً له چین سره د پوځي مقابلې لپاره نوښتونه؛ په ځانګړي ډول له اسټرالیا او انګلستان سره AUKUS تړون؛ له اسټرالیا، هند او جاپان سره څلور اړخیز ډیالوګ " څلور/ QUAD یا څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ" او دغه راز په اسیا کې د ناټو رول پراخولو لپاره هڅې. امریکا له فلیپین سره هم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې په فلیپین کې د امریکايي پوځیانو پنځه نورې اډې جوړېږي؛ له دې سره په دغه هېواد کې د امریکايي پوځي اډو شمېر ۹ ته رسېږي. او داسې نور...

دوهم: چین ته د بلینکېن سفر تشریفاتي او یوازې د رسمیاتو له مخې نه و؛ بلکې موخې یې لرلې:

۱. د تېرو پېښو په سبب رامنځته شوي کړکېچ کمولو لپاره هڅه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د دغه سفر موخه تفاهم ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو چینل بیا پرانیستل؛ د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ خبرو اترو ته لار هوارول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لار پرانیستل او پیاوړي کول دي ... په بیانیه کې دغه راز راځي چې یاد سفر لاسته راوړنې لرلې خو د پوځونو ترمنځ پر اړیکو ټینګولو نه دي بریالي شوي ...

۲. شرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۹مه ولیکل: «سره له دې چې د چین ولسمشر له بلینکېن سره تر ۳۵ دقیقو لیدنې وروسته مثبته ژبه وکاروله؛ خو په ډاګه یې وویل چې بیجېنګ له  واشنګټن سره د پوځي اړیکو د چینلو پرانیستل رد کړل. د یادولو وړ ده چې دغه مسله د ولسمشر بایډن یو لومړیتوب او د دغه سفر یوه اصلي موخه وه. دغه لیدنه "د خلق لوی تالار" کې وشوه او دا ښيي چې دواړه هېوادونه نه غواړي چې اړیکې يې په ښکاره دښمنۍ بدلې شي؛ دواړه لوري پر دې پوهېږي چې د دوی سیالي او ډیپلوماټيکې هڅې ډېر ګواښونه له ځان سره لري.»

۳. یادې ورځپاڼې زیاته کړې: «له لوړپوړو چینايي چارواکو سره تر دوو ورځو لیدنو وروسته بلینکېن وویل چې امریکا له دغه سفر څخه ټاکلې موخې لرلې چې ورته ورسېدو؛ ده اشاره وکړه چې د پوځي اړیکو موضوع یې "مکرراً" مطرح کړې. بلینکېن وویل: "د دغه ډول اړیکو لرل خورا مهم دي ... موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو". دا هڅې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پیل شوې، هغه وخت چین د پینټاګون له لوري د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو تر لسو زیاتې غوښتنې رد کړې. سره له دې، بلینکېن له لوړپوړو چارواکو سره خپلې تېرې خبرې اترې "صریحې او ګټورې" وبللې.» (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

۴. نو یوه اصلي نا حل شوې موضوع د چین او امریکا ترمنځ د پوځي اړیکو بیا جوړېدل دي. د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ اړیکې منجمدې پاتې دي او وروستیو دوو پېښو دا وېره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکچنې اړیکې به په نښته بدلې شي. چین په دې وروستیو کې په سینګاپور کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین او د چین د دفاع وزیر لي شانګفو ترمنځ لیدنه رد کړې ... بلینکېن ویلي چې که څه هم ده د پوځي اړیکو چینلونو موضوع "مکرراً" یاده کړه خو کوم سملاسي پرمختګ ونه شو. «اوس چین په دې برخه کې له وړاندې تګ سره موافقه ونه کړه. زه فکر کوم چې باید پر دې ستونزه کار ته دوام ورکړو». «د دغه ډول چینلونو بیا جوړول ډېر مهم دي». (سي ان ان؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

۵. د بلینکېن لیدنې له شک پرته تر یوې کچې پرمختګ درلود. خو لکه بلینکېن چې وویل، پرمختګ اسانه نه دی. نوموړي د چین تر پرېښودو وړاندې وویل: «اړیکې په یوه بې ثباته حالت کې وې او دواړو لورو درک کړه چې باید د با ثباته کولو لپاره یې کار وشي». «خو پرمختګ سخت دی. وخت نیسي. دا کار په یوه لیدنه او یوه سفر یا یو ځل خبرو نه کېږي. زما هیله او تمه دا ده چې موږ به په راتلونکي کې ښې اړیکې او ښه تعامل ولرو». رویټرز لیکي: «امریکايي چارواکي که څه هم د یوه لوی پرمختګ احتمال کم ښيي خو د بلینکېن سفر به د لویو دوه اړخیزه لیدنو لپاره لار هواره کړي؛ لکه د امریکا د خزانې وزیرې، جانېټ یېلېن او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیرې، جینا ریمونډو سفر». «تمه وه چې دغه سفر به د کال په وروستیو کې د شي جين پېنګ او ولسمشر بایډن ترمنځ ناستې ته لاره هواره کړي». (رویټرز؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۲۰مه)

۶. د اوکراین د جګړې په اړه؛ الجزیره نېټ لیکي: «بلینکېن په اوکراین کې د تلپاتې سولې لپاره د چین د وړاندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې چین تایید کړې چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې هېڅ راز مرسته نه کوي، خو زیاته یې کړه چې «هلته د چینايي کمپنیو د ښکېلتیا په اړه اندېښنه لري» (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن وویل چې چین متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له روسیې سره به مرګونې مرسته ونه کړي او "موږ د دې خبرې خلاف کوم شواهد نه دي لیدلي"؛ بلینکېن زیاته کړه چې د چین تضمینونه د دوی د وروستیو اونیو له بیانونو سره سم دي. (سي ان ان؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه).

۷. د ټایوان د موضوع په اړه؛ شرق الاوسط ورځپاڼې راپور ورکړی چې چینايي وزیر «یو ځل بیا د ټایوان موضوع او هغه څه په اړه د خپل هېواد دریځ تکرار کړ چې بیجینګ یې په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او ټایواني چارواکو ترمنځ په ټایوان ټاپو کې یوې خپلواکي غوښتونکې ډلې ته دوامداره نیږدیوالی ګڼي. بهرنیو چارو وزارت د شېن ګانګ په حواله وویل: «د ټایوان موضوع د چین د اصلي ګټو په زړه کې ده؛ دا د چین-امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع او تر ټولو لوی خطر دی». ده ټینګار وکړ چې «چین له امریکا غواړي چې د واحد چین اصل ته درناوی وکړي»؛ د دې لپاره باید له ټايوان سره رسمي اړیکې جوړې نه کړي «او د ټایواني بېلتون غوښتونکو د ملاتړ نه کولو په اړه خپلې ژمنتیا ته درناوی وکړي». د چین د کمونيست ګوند د بهرنیو چارو کميسيون د دفتر مشر او ارشد ډيپلوماټ، وانګ یي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د ټایوان په برخه کې "هېڅ ډول امتیاز" ور نه کړي (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن په خپل وار وویل چې هېواد یې د ټايوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي، بلکې د دغې موضوع لپاره یو سوله‌ایز حل غواړي؛ ده زیاته کړه چې له چین سره د دوی توافق "د ټايوان په اړه هر راز اختلافاتو د سوله‌ایز حل پر اساس دی او د واحد چین له اصل ملاتړ کوي." (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن وویل چې د ټايوان تنګي کې د چین د "پاروونکو اقداماتو" په اړه زیاتېدونکې اندېښنې وې؛ خو یو ځل یې بیا ټینګار وکړ چې امریکا د ټايوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. دی وايي که د ټايوان پر سر ناورین پېښ شي، دا ښايي د "یوه اقتصادي ناورین سبب شي چې پر ټوله نړۍ اغېز کولی شي. ده وویل چې ۵۰ سلنه سوداګریز کانټینرونه هره ورځ د ټايوان له تنګي تېرېږي. ۷۰ سلنه نیمه هادي (semi-conductor) صادرات په ټايوان کې جوړېږي... (بي بي سي؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

درېیم: دغو ټولو موضوعاتو ته په کتو په ډاګه کېږي چې:

۱. د ټايوان په اړه د امریکا په دریځ کې بدلون نه دی راغلی ... امریکا د ټايوان خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې (د واتیکان په ګډون شاوخوا ۱۵ هېوادونو د ټايوان خپلواکي په رسمیت پېژندلې). که څه هم امریکا رسماً د ټايوان د خپلواکۍ پر رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې، خو له ټايوان سره د یوه خپلواک هېواد پشان چلند کوي؛ په تایپي کې یوه امریکايي اداره ده چې د امریکا د سفارت په توګه عمل کوي. دغه راز امریکا له ټايوان سره دفاعي تړونونه کړي او د پرمختللو وسلو او نورو برخو کې مرستې ورسره کوي. امریکا وايي چې د چین د برید په صورت کې د ټايوان دفاع کوي؛ د تېر کال په مې میاشت کې بایډن دغه خبره تایید کړه. ولسمشر بایډن خبرداری ورکړ چې چین د ټايوان په موضوع کې له اور سره لوبې کوي او ژمنه یې وکړه چې د چین د برید په صورت کې د ټايوان د دفاع لپاره پوځي مداخله کوي ... (بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د مې ۲۳مه).

۲. دغه لیدنه او "پایلې" یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت ارامولو لپاره بس نه دي؛ خو دا کېدی شي د دوی ترمنځ د لنډمهال لپاره وضعیت ارام کړي او د نورو لیدنو لپاره پيليزه وي ... لکه په پوښتنه کې چې راغلي؛ د بلینکېن له دغه سفر څخه یوه تمه دا ده چې د امریکا د خزانې وزیره به ژر چین ته یو رسمي سفر وکړي. د سوداګرۍ وزیره او دغه راز د اقلیم په برخه کې د بایډن استازی، جان کېري هم ښايي پر سفرونو لاړ شي؛ ځکه دا دواړه د هغو موضوعاتو مسولین دي چې چین او امریکا د همکارۍ لپاره په ګډو ګټو کې سره تړي. ولسمشر شي جېن پېنګ هم ښايي په نومبر کې د آسیا-پسېفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډه کې د ګډون لپاره سن فرانسېسکو ته سفر وکړي او هلته ښايي له بایډن سره وګوري. خو دا په دې معنی نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو دروازه تړل شوې او د تلپاتې ارامۍ دروازې پرانیستل شوې دي. دا ممکنه نه ده، ځکه چې د دواړو هېوادونو په ګټو کې اختلاف دی.

د چین شاوخوا د امریکا متحدین؛ لکه جاپان، سویلي کوریا، فلیپين او بیا د ټايوان مسله ... دا ټول د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ دروازې تړلو مخه نیسي. دغه دروازه به «نیمه پرانیسې» پاتې وي او د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو به پرانیستل کېږي.

۳. د دغه سفر یوه مهمه موخه چې پوره نه شوه، دا وه چې امریکا غوښتل د جاسوسي موخو لپاره د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو چینل پرانیزي! چین دا درک کړې او په وار وار یې دغه غوښتنه رد کړې. بلینکېن که څه هم په ډاګه ونه ښوده، خو دغې موضوع په غوسه کړی؛ لکه پورته مو چې وویل، دا یې په خبرو کې ښکارېده. زه یې بیا یادوم:

  • (سره له دې چې د چین د ولسمشر ژبه مثبته وه او له بلینکېن سره یې تر ۳۵ دقیقو لیدنې وروسته رضایت ښود؛ بلینکېن په ډاګه کړه چې بیجېنګ پر دې له پوهېدو سره سره چې له واشنګټن سره د پوځي چینلونو پرانیستل د ولسمشر بایډن یو لومړیتوب او د دغه سفر یوه اصلي موخه وه، دغه موضوع رد کړه.)
  • (له لوړپوړو چینايي چارواکو سره تر دوو ورځو لیدنو وروسته بلینکېن وویل چې امریکا له دغه سفر څخه ټاکلې موخې لرلې چې ورته ورسېدو؛ ده اشاره وکړه چې د پوځي اړیکو موضوع یې "مکرراً" مطرح کړې. بلینکېن وویل: "د دغه ډول اړیکو لرل خورا مهم دي ... موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو".)
  • (دوو پېښو دا وېره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکچنې اړیکې به په نښته بدلې شي. چین په دې وروستیو کې په سینګاپور کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین او د چین د دفاع وزیر لي شانګفو ترمنځ لیدنه رد کړې.) بلینکېن ویلي چې که څه هم ده د پوځي اړیکو چینلونو موضوع "مکرراً" یاده کړه خو " کوم سملاسي پرمختګ ونه شو". "اوس چین په دې برخه کې له وړاندې تګ سره موافقه ونه کړه. زه فکر کوم چې باید پر دې ستونزه کار ته دوام ورکړو". ده وویل: "د دغه ډول چینلونو بیا جوړول ډېر مهم دي".

۴. داسې ښکاري چې د چین دغه موقفونه د بلینکېن په ذهن کې همداسې پاتې دي؛ ځکه چې د پوځي اړیکو په برخه کې یې لاسته راوړنې نه لرلې او وروستۍ خبرې یې –چې په پوښتنه کې راغلې- د همدې لپاره وې. دغه راز "سبا" وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۹مه خبر ورکړل چې: «د چین رسمي خبري اژانس "شین هوآ/ Xinhua" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکېن د خبرو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینګ په حواله ویلي: "دا پټه خبره نه ده چې د چین او امریکا ترمنځ اختلافات شته. " ده زیاته کړه: "څه چې امریکا ویلي او کړي، پر نړیوالو اړیکو د حاکمو اساسي قوانینو نقض دی" ... له دې سره یې له یادې موضوع سره د خپل هېواد پر مخالفت ټینګار وکړ.

القوي او العزیز رب فرمايي:

﴿وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضاً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

ژباړه: «او په دې توګه ځينې ظالمان پر ځينو نورو باندې د دوی د کړنو له امله، مسلط کوو» [الانعام: ۱۲۹]

او:

﴿وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُون﴾

ژباړه: «... او کافران پخپله ظالمان دي» [البقرة: ۲۵۴]

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۱۵مه

۲۰۲۳م کال د جولای ۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې