پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ۱۴۴۱هـ . ق (۲۰۲۰م) کال د شوال میاشتې (هلال) د لیدو د تایید په اړه د حزب التحریر د امیر، العالم الجلیل، عطاء خلیل ابو رشته وضاحت
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۴۱هـ . ق (۲۰۲۰م) کال د شوال میاشتې (هلال) د لیدو د تایید په اړه د حزب التحریر د امیر، العالم الجلیل، عطاء خلیل ابو رشته وضاحت

(ژباړه)

لومړی: تېره شپه، د شنبې شپه، د مدینې پر وخت د شپې شاوخوا ۱۰ بجې مو دا خبره درورسوله چې نوې میاشت نن شپه نه ده لیدل شوې، دا خبره مو د هغو رپوټونو پر اساس کړې وه چې موږ تر لاسه کړي وو. موږ معمولاً، د مدینې پر وخت د شپې له لسو یا لس نیمو بجو مخکې د میاشتې لیدو په اړه پر خبرو تکیه نه کوو، د دې لپاره چې په ختیځ کې خپلو وروڼو ته په خبر رسولو کې ناوخته نه کړو. ځکه خو دوی – د اندونیزیا غوندې سیمو اوسېدونکو- ته خبر د فجر له اذان مخکې رسېږي. نو خبر داسې جوړ شو چې شنبه، د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې ۲۳مه د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ او یکشنبه، د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې ۲۴مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

دویم: بیا موږ ته خبر راورسېد چې په تانزانیا کې درېیو مسلمانانو نوې میاشت لیدلې، همداراز په افریقا کې نور شاهدان هم وو... نو هلته مو خپل استازي ته خبر واستاوه چې د موضوع د روښانه کولو لپاره دوه کسان هغو کسانو ته ورواستوي چې نوې میاشت یې لیدلې. ده همدا کار وکړ او موږ ته یې لاندې پیغام راواستاوه:

« ۵. درېیو شاهدانو یوه ډېره نرۍ نوې میاشت لیدلې چې د لمر لوېدو خواته یې د لیندۍ بڼه غوره کړې وه.

۶. دغو شاهدانو زموږ د درېیو شبابو پر وړاندې قسم خوړلی او شهادت یې ورکړی».

درېیم: موږ ته مو د استازي پیغام د مدینې پر وخت له غرمې وروسته یوه بجه راورسېد. دا په دې معنی ده چې د نوې میاشتې لیدل سم وو او د دغې نوې میاشتې خم کېدل (د لیندۍ بڼه غوره کول) د لمر لوېدو لوري ته وو. دا په دې معنی ده چې لیدل شوي شی، د شوال نوې میاشت وه، په دې اړه درېیو مسلمانانو شهادت ورکړی.

څلورم: د موضوع له څېړنې وروسته، د پیغمبر د هغه حدیث پر بنسټ چې امام احمد روایت کړی،

 غُمَّ عَلَيْنَا هِلَالُ شَوَّالٍ فَأَصْبَحْنَا صِيَامًا فَجَاءَ رَكْبٌ مِنْ آخِرِ النَّهَارِ فَشَهِدُوا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُمْ رَأَوْا الْهِلَالَ بِالْأَمْسِ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُفْطِرُوا مِنْ يَوْمِهِمْ وَأَنْ يَخْرُجُوا لِعِيدِهِمْ مِنْ الْغَدِ “

 

ژباړه: د شوال هلال د لیدو امکان نه وو ځکه چې ورېځ وه نو موږ پشلمی وکړ. وروسته د ورځې په پای کې پر اس سواره کسان راغلل  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور یې شاهدي ورکړه چې پرون یې د نوې میاشتې هلال لیدلی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې دوی (مسلمانان) دې په نیمه ورځ کې روژه ماته کړي او سبا دې اختر ولمانځي.

او د هغه حدیث پر اساس چې بهقي په سنن الکبرا کې د پیغمبر صلي الله علیه وسلم له نیږدې کس،  ربي بن حیراش څخه روایت کړی،

 اخْتَلَفَ النَّاسُ فِى آخِرِ يَوْمٍ مِنْ رَمَضَانَ فَقَدِمَ أَعْرَابِيَّانِ فَشَهِدَا عِنْدَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- بِاللَّهِ لأَهَلاَّ الْهِلاَلَ أَمْسِ عَشِيَّةً فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- النَّاسَ أَنْ يُفْطِرُوا وَأَنْ يَغْدُوا إِلَى مُصَلاَّهُمْ “

ژباړه: د خلکو تر منځ د رمضان د اخرې ورځې په هکله اختلاف و. یو عرب مخکې شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور یې د پرون شپې د هلال په هکله شهادت ورکړ او پر الله یې قسم یاد کړ. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته امر وکړ چې روژه ماته کړي او خپل لمونځ وکړي.

او د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د بېلګې په تعقیبولو، نن شنبه، د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې ۲۳مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه ... مسلمانان دې ورژه ماته کړي او دا چې وخت له زوال تېر دی، د اختر لمونځ دې سبا وکړي... خدای دې زموږ روژه او قیام قبول کړي، خدای دې دا مبارکه میاشت د ټولو مسلمانانو په خیر کړي. خدای خو دې مسلمانانو ته د دوی خلافت تاسیس کړي او له هرې وبا دې یې په امن کړي، په دې توګه به دوی په دنیا او اخرت کې ارام وي، الله ډېر بښونکی دی، الله العظیم دی.

الله سبحانه و تعالی خو دې زموږ طاعات قبول کړي، ټوله ستاینه د رب العالمین لپاره ده.

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

ستاسو ورور

عطاء خلیل ابو رشته

د حزب التحریر امیر

 

Last modified onیکشنبه, 24 می 2020
اړوند مطلبونه:   « روسیه او ستر قدرت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې