جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله تعالی په خاطر دوستي او دوښمني غوره عمل دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله تعالی په خاطر دوستي او دوښمني غوره عمل دی

له ابوذر غفاري رضی الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِي اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِي اللَّهِ» (رواه ابوداود والطبرانی)

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی لپاره دوستي او دوښمني غوره عمل دی.

د حديث تشریح:

د الله سبحانه وتعالی په خاطر دوستي او دوښمني د اېمان غوښتنه ده. دا هغه څخه دي چې موږ ته زموږ د حبيب محمد صلی الله عليه وسلم او د صحابه وو رضی الله عنهما څخه راپاته دي. د دوی تر منځ دوستي د خپلوۍ، نسبي اړيکو، ګټو او کار پر اساس نه وه، کله به چې له دوی څخه يوه خپل پلار يا ورور واژه، په دې خاطر نه و، چې دوی کومه شخصي ستونزه ورسره لرله، بلکې د هغوی د کفر له امله به یې وژل. د مسلمان لپاره له داسې چا سره دوستي کول نه دي روا، چې هغه د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم له حدودو څخه سرغړونه کوي. ان که د يو چا له نیږدې خپلوانو څخه هم وي، نو د الله سبحانه وتعالی لپاره د دوستۍ او دوښمنۍ مفهوم دا دی، چې له کوم چا سره دوښمني کوو هغه کس به ګنهګار وي او د الله سبحانه تعالی له حدودو څخه به يې سرغړونه کړې وي.

اې مسلمانانو! د الله سبحانه وتعالی لپاره د دوستۍ او دوښمنۍ په اړه په داسې حال کې خبره کوو، چې ډېری مسلمانان له کفارو او  ظالمو حاکمانو سره د دوستۍ اړيکه لري. تاسو باید پوه شئ، چې د حاکم مشروعیت د الله سبحانه وتعالی د حکم له پلي کولو او نه پلي کولو څخه سرچینه اخلي. دا څرګنده ده چې د مسلمانانو له حکامو څخه هېڅ يو يې پر اسلامي امت، قران نه تطبيقوي، که څه هم ځينې وخت د کېمرې مخې ته لمونځ کوي او په تشريفاتي مراسمو کې قران تلاوت کوي يا اذان کوي او یا یې هم د خلکو په مخ کې ماشوم په غېږ کې نيولی وي...

نو اې مسلمانانو! دغه حاکم چارواکي د دوستۍ ارزښت نه لري، ځکه دوی له اسلامي امت سره خيانت کوي، پر مسلمانانو کفري قوانين پلي کوي او اسلامي امت هېڅ ګټه نه شي رسولی. د سهار رڼا د شپې تیاره پای ته رسوي، خو د هیله‌مندۍ خبره دا ده چې اسلامي امت هم د الله سبحانه وتعالی له ژمنې سره سم د لېندۍ او غشي په څېر، د نبوت  پر منهج د خلافت تاسیس ته نږدې شوی دی.

یا الله! موږ ته د نبوت پر تګلاره راشده خلافت ـچې د امت یووالی پکې نغښتی وي ـ را په نصیب کړې او موږ ترې برخمن کړې! الهم آمین آمین!

د حديث خلاصه

په دغه حديث شريف کې، رسول الله صلی عليه وسلم موږ، مسلمانان هڅولي يو چې د مسلمان دوستي او دوښمني بايد د الله سبحانه وتعالی په خاطر وي، ځکه دغه کار د يوه مومن د اېمان غوښتنه ده. په ځانګړې توګه له حکامو سره د دوستۍ په برخه کې؛ هغه حکام چې د امت په حال ځان خبروي او د الله تعالی حکم پر دوی تطبيقوي. خو هغه حاکم چې له اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي او نمايشي کارونه کوي، په خپلو تېر ايستونکو کړنو امت ته دوکه ورکوي، بايد له دغو حکامو څخه لیري واوسو.

Last modified onسه شنبه, 24 نومبر 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې