پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حکام باید د حکم پر وخت اجتهاد وکړي:
بسم الله الرحمن الرحيم
حکام باید د حکم پر وخت اجتهاد وکړي:

عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ، فَلَهُ أَجْرَانِ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ، فَلَهُ أَجْرٌ»
(رواه مسلم)
ژباړه: له عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې حکام حکم کوي نو باید اجتهاد وکړي، که په اجتهاد کې حق ته ورسېده دوه اجرونه یې دي او که حکم یې پر اجتهاد وکړ او هغه غلط و، نو یو اجر یې دی.

علماوو ویلي دي:
مسلمانان په دې اړه د نظر اتفاق لري، چې دا حدیث د هغو عالمو حکامو په اړه نازل شوی چې د اجتهاد صلاحیت ولري، نو که په اجتهاد کې یې حق ته ورسېد، دوه اجرونه یې دي، یو اجر د اجتهاد لپاره او بل یې حق ته د رسېدو لپاره؛ خو که په اجتهاد کې یې خطا وکړه، یوازې د اجتهاد اجر یې ورسېږي.
پر دې سربېره د حدیث علماء فرمایي: هغه حکام چې د اجتهاد وړتیا ونه لري، جایزه نه ده چې حکم وکړي، ځکه ورته اجر نشته او حکم یې نه عملي کېږي، ان که په حق سره هم حکم وکړي، ځکه د هغه د موافقت حکم یو اتفاقي کار دی نه له شرعي مصادرو اخیستل شوی او هغه یې په ټولو احکامو کې ګنهګار ګڼل کېږي او ټول یې مردود ګڼل کېږي او په هېڅ یوه کې معذور نه ګڼل کېږي.
لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه حدیث کې فرمایي:

«الْقُضَاةُ ثَلَاثَةٌ قَاضٍ فِي الْجَنَّةِ وَاثْنَانِ فِي النَّارِ، قَاضٍ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ فَذَلِكَ فِي الْجَنَّةِ، وَقَاضٍ قَضَى بِالْجَهْلِ فَذَلِكَ فِي النَّارِ، وَقَاضٍ عَرَفَ الْحَقَّ وَجَارَ فِي الْحُكْمِ فَهُوَ فِي النَّارِ»
(جامع بيان العلم وفضله)
ژباړه: قاضیان په درې ډوله دي: یوه ډله جنتي او دوه نورې دوزخي دي. هغه قاضي چې حق یې وپېژنده او حکم یې پرې وکړ هغه جنتي دی او هغه قاضي چې په ناپوهۍ(جهل) سره حکم کوي او همدارنګه هغه قاضي چې حق وپېژني او په حکم کې بې پروایي او ظلم وکړي، هغوی دوزخیان دي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې