جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نرم خویي او ښې کړنې
بسم الله الرحمن الرحيم
نرم خویي او ښې کړنې

(ژباړه)

له عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ اللَّهَ تعالی رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفقَ، وَيُعْطِي على الرِّفق مالا يُعطي عَلى العُنْفِ وَما لا يُعْطِي عَلى ما سِوَاهُ»

(رواه مسلم)

ژباړه: الله متعال مهربان ذات دی، نرم خویي او مهرباني خوښوي. د مهربانۍ په مقابل کې هغه څه ورکوي چې په تاوتریخوالي او نورو څېزونو کې یې نه ورکوي.

په یو بل روایت کې راغلي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم عایشې رضی الله عنها ته وویل:

«عَلَيْكِ بِالرِّفْقِ، وَإِيَّاكِ وَالْعُنْفَ وَالْفُحْشَ، إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ»

ژباړه: نرمي غوره کړه او له بدو کړنو او بدو خبرو ځان وساته؛ ځکه څېزونو ته رفق، ښکلا وربښي او له څېزونو څخه په  لرې کېدو سره  ناوړه کېږي.

سفیان ثوري خپلو ملګرو ته وویل: پوهېږئ رفق څه شی دی؟ رفق هغه دی چې هر عمل په خپل ځای تر سره شي؛ جدیت په خپل ځای، نرمي په خپل ځای، توره په خپل ځای او قمچینه په خپل ځای کې.

امام غزالي ویلي: رفق ستایل شوی دی او د بدۍ، تندلارۍ او غرور ضد دی. بدي د غضب او قهر لامل کېږي. هغه څوک چې رفق او نرمي کوي، په پایله کې د نېکو اخلاقو او سلامتیا خاوند کېږي. رفق او نرمي د نېکو اخلاقو پایله ده.

مسلمانو وروڼو! د بدلون او د دعوت د لېږد لپاره کار او هڅه کول په انساني مکلفیتونو کې لومړیتوب لري. همدارنګه د اسلامي امت پوهول اړین دي؛ چې ته د دوی په خدمت کې یې او د هغوی د دنیا او اخرت د نېکمرغۍ د ترلاسه کولو په لاره کې هڅې کوې. دا هغه موضوع ده چې زموږ د ژوند د حقیقي فعالیتونو او مصروفیتونو په سر کې راځي؛ همدارنګه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوند اساسی موخه په دنیا کې د پیروۍ او په اخرت کې د جنت د زیري په واسطه د خلکو راویښول او ژغورل وو.

موږ ټول باید سره یو ځای شو او هڅه وکړو چې له کبر پرته په پوره نرمۍ او مهربانۍ سره د امت لاس په لاس کې واخلو؛ ځکه د اسلامي امت وضعیت دې پاملرنې ته اړتیا لري چې هر کار په خپل ځای او وخت کې باید ترسره کړي. کله چې د امت خیر او ګټه په یوه شي کې نغښتې وي او جدیت ته اړتیا پېښه شي، نو له جدیت څخه باید کار واخیستل شي او له هغو حقایقو باید پرده پورته شي چې کفارو د امت د ګټو پر ضد پلان کړي دي.

نو امت باید د خپلو ګټو په اړه خبر وي؛ ځکه د امت هر فرد د اسلامي امت نه بېلېدونکې برخه ده، څو له دایمې اړیکو او مینې څخه برخمن شي. په دې سره به اسلامي امت پرمختګ وکړي او د الله متعال په مرسته به د دنیا او اخرت عزت ترلاسه کړي.

Last modified onیکشنبه, 24 فبروری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې