جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
جرګه(ریباري) کول:
بسم الله الرحمن الرحيم
جرګه(ریباري) کول:

په سنن ترمذي کې له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

(إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ، إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ).

ژباړه: که د یوه کس له اخلاقو او دین نه راضي وئ او د اولاد یا خپلوانو ریباري یې در څخه وکړه، توافق ورسره وکړئ. که موافقت مو ورسره ونه کړ(رد ځواب مو ورکړ) په ځمکه کې مو پراخ فساد او فتنه کړې ده.

د حدیث شریف مفهوم:

په پورتني حدیث کې یو مهم او د اهمیت وړ ټکی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره توګه بیان کړی دی: د چا له دین او اخلاقو نه چې راضي وئ، له تاسو یې ریباري(خواستګاري) وکړه، داسې یې ونه ویل: د چا له لمانځه چې راضي وۍ او ریباري یې درنه وکړه، په دې اساس چې  لمونځ د دین ستن ده؛ لکه څنګه چې هلک ته د نجلۍ او یا برعکس، غوښتلو په وخت خلک دغه ډول پوښتنه کوي، که لمونځ کوونکی و، غوښتنه یې مني، نو دا قبولیت یوازې د لمانځه پر بنسټ شوی او بس. په داسې حال کې چې دا ډول خپلوۍ د ډېرو ستونزو لامل کېږي. ایا  ډېر ودونه د طلاق لامل نه کېږي؟ په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث په ښکاره توګه موږ ته وایي، چې پوښتنه باید پر دین او اخلاقو ولاړه وي، نه پر لمانځه.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:  دین یوه معامله ده، کله چې موږ له دین نه پوه شوو، نو لازمه ده چې زموږ پوښتنه یې له کړنو، معاملو او اخلاقو څخه وي، ځکه په دین کې لمونځ او د اسلام نور ټول احکام شته دي. نو د هغه چا تر منځ چې له خلکو سره د اسلام پر بنسټ او هغه چې له خلکو سره د غیر اسلام پر بنسټ معامله کوي، توپیر شته دی. که هغه لمونځ هم وکړي، ځکه پر دین نه پوهېږي.

اې مسلمانانو:

دغه ورځې نور موږ نه شو پیدا کولی، زموږ او د نفس تر منځ، همدارنګه زموږ او د خلک تر منځ او زموږ او الله سبحانه وتعالی تر منځ نېکې اړیکې له منځه تللې دي. د مسلمانانو تر منځ مصلحتي او منفعتي اړیکې عامې شوې دي، ډېر کسان شته چې د سهار لمونځ هم کوي او سود هم خوري، لمونځ کوي د مسلمان ورور او ګاونډي په حق کې بدي هم کوي، لمونځ کوي او ګناهونو هم کوي. نو وایم چې یوازې د هلک لپاره د نجلي د غوښتلو د منلو لپاره لمونځ کافي نه دی، باید د هلک دین ته هم پام وکړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي.

الله سبحانه وتعالی ته دعا کوم، چې د ګټې او مصلحت هغه افکار چې د اسلامي امت په وجود کې ننوتي دي، لرې کړي، اللهم آمین

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې