شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سوریې پر انقلاب د سعودي د اوقافو وزیر نیوکه
بسم الله الرحمن الرحيم
د سوریې پر انقلاب د سعودي د اوقافو وزیر نیوکه

د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزیر عبدالطیف بن عبدالعزیز  د عربي پسرلي په انقلابونو نیوکه وکړه. ده د خپل کار دلیل د سوریې ویجاړي او د خلکو اواره‌ګي وښوده. د سعودي دغه وزیر د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د رسمي علماوو په غونډه کې د عربي پسرلي انقلابونه د عربو مسلمانانو لپاره وژونکي وګڼل، داسې انقلابونه چې هېوادونو او ملتونو ته یې ورانی رامنځته کړی او وچ او لامده سوځي. هغه ټینګار وکړ چې دا ټول حالات د فتنې د دعوتګرو او هغو کسانو لخوا رامنځته شوی، چې دین یې د دنیا د لاسته راوړلو او ځواک ته د رسېدو وسیله ګرځولی.

بن عبدالعزیز اضافه کړه: «د فتنې او شر دعوتګرانو او هغو کسانو ته چې د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي، اجازه ورکول د ملتونو د خرابۍ او ورانۍ عامل ګرځي، بې له دې چې خلکو او ملتونو دین او دنیا ته کومه ګټه ورسوي.» هغه د انقلاب په هکله په خپلو خبرو کې د سوريې بحران او هغه څه چې د سوریې خلکو ته د فقر او بدبختۍ په څېر رسیدلي، اشاره وکړه او هغه کسان یې د فتنې دعوتګران وبلل چې خلکو ته یې اجازه ورکړه چې سرکونو ته راووځي او په پایله کې سوريه دغه حالت ته ورسېده.

نو تاسو اې د اسلام علماوو! امت نن ستاسو لیدلوري ته اړتیا لري، هغه لیدلوری چې د اسلام د لومړنیو علماوو له لیدلوري سره ورته وي، څرنګه چې هغوی له باطل سره مبارزه وکړه او ماتې یې ورکړه، دا چې د هغو ظالمانو په وړاندې چې پای یې نږدې دی د امت له خوځښت څخه ځان ته برائت ورکړئ، ووېرېږئ او د امت له قهر څخه چې خوځښت او بیداري ورسره ده ووېرېږئ، او د دې بیدارۍ په لومړیو کسانو کې اوسېږئ، نه په وروستیو کې. بېشکه د ظالم پاچاه پر وړاندې د حق خبره د هغه چا شعار دی چې د الله سبحانه و تعالی کتاب ساتي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت راټولوي او پر یې شریعت عالم وي. د اسلام په تاریخ کې د هغو دعوتګرانو داستانونه ډېر زیات دي، چې له حاکم سره په شخړه کې یې استقامت ښودلی او د تاریخ په پاڼو کې د داسې نارینه او ښځو عالمانو او عابدانو نوم لیکل شوی چې د ظالمو حاکمانو پر وړاندې درېدلي، له هغوی سره یې استدلال کړی او هغوی ته یې نصیحت کړی او خپل مسوولیت یې ادا کړی. د امت شکایت یې ورته رسولی او په پایله کې یې د امت حالت د لاسه وتلو حقونو په بیا لاسته راوړو سره اصلاح کړی.

ذبیح الله رضوان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې