پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
«د امت وروستی حالت پر همغه څه اصلاح کېږي چې وړاندې اصلاح شوی و»
بسم الله الرحمن الرحيم
«د امت وروستی حالت پر همغه څه اصلاح کېږي چې وړاندې اصلاح شوی و»

خبر:

د اناضول خبري اژانس د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۹مه راپور خپور کړ چې عربي نړۍ به په ۲۰۲۱م کال کې په یوه سخته او نوې جګړه کې ښکېله شي. په دغه تحلیل کې راغلي وو چې په ۲۰۲۱م کال کې عربي نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ کېدونکې ده.

اوسني عرب د دغه کړکېچن حالت له امله د شرق او غرب دروازې ټکوي چې پناه پکې واخلي. ډېری نوي کال ته هیله مند دي، چې د اوږدمهاله جګړو له لوړو لګښتونو څخه به خلاصون ومومي، خو داسې ښکاري چې ډېری عربي هېوادونه لکه لیبیا، سومالیا، سوریه او عراق له داسې امنیتي ستونزو سره مخ دي چې وتل ترې ناشوني ښکاري.

تبصره:

یوازې عربي نړۍ نه، بلکې ټوله اسلامي نړۍ له ګواښونو سره مخ ده. له سلو کلونو راهیسې اسلامي خاورې له غمونو، ګواښونو، بحرانونو او ژورو زخمونو سره لاس او ګرېوان دي.

۲۰۲۰م کال د بحرانونو پيل و او په ۲۰۲۱م کال کې به دا بحرانونه ختم نه شي. که د اسلامي هېوادونو همدا حال وي، پانګوال نظام او مزدور چارواکي پرې واکمن وي، له دغو کړکېچونو څخه د وتلو هیله به بېځایه وي.

 د اسلامي خلافت له ړنګېدو، د ژوند له صحنې څخه د اسلامي احکامو تر لېرې کېدو او پر اسلامي خاورو د کافر غرب تر واکمنۍ وروسته د اسلامي امت حالت کال په کابل او حتا ورځ تر بلې بحراني شو.

 د امت برم او عزت په ذلت او سپکاوي بدل شو، عزت یې ولوټل شو، د هغوی د ژوند سوکالي او ارامي په وحشت او محرومیت بدل شول. همدارنګه د هغوی شتمنۍ او مالونه د دښمنانو د لوبې وسایل شول او دښمنانو اجازه ورنه کړه چې امت پرمختګ وکړي او بیداري تر لاسه کړي.

هرکله چې مسلمانانو هڅه کړې نهضت او بیدارۍ ته ورسېږي، مخه یې نیول شوې ده. د دښمنانو دوکه او چل د دې لامل شوی چې د حکامو تر نامه لاندې د مزدور پوسټونو پر مټ د امت برخلیک په لاس کې واخلي؛ په داسې حال کې چې تر دې وړاندې اسلامي امت سرلوړی  و.

همدغه ظلم حکام پر دې راضي شول چې زموږ هېوادونه د هر زورواکي او درواغجن لپاره ځای شي، د امت حقونه ولوټل شي، د اسلامي امت خاورې د دښمنانو لاسته ولوېږي او تر ټولو مهمه دا چې د امت له ژوند څخه د اسلامي احکامو پلي کېدل وځنډول شول. همدارنګه خاورې مو غصب شوې، عزت او پت ته مو سپکاوی وشو، د امت شتمني لوټ شوه، غږونه چوپ شول، د امت برخلیک ټاکونکې قضیې د دښمن لاس ته ولوېدې او د ستونزو حل لاره دښمنانو ته پاتې شوه. دا د اسلامي امت قضیه وه.

تر هغه چې اسلامي امت د خلافت ترسیورې لاندې ژوند ونه کړي او متحد نه شي، د اسلامي احکامو په چوکاټ کې نظام رامنځته نه شي، امت دروني ارامتیا نه شي تر لاسه کولی. امت هغه وخت په ماتې خوړلو او بېلابېلو بنسټونو او جوړښتونو بدل شو چې دولت یې له لاسه ورکړ او د یو بل دښمنان شول. دښمنانو له دغه حالت څخه ګټه پورته کړه، د هغوی پر سیمو او خاورو واکمن شول او غوره امت یې ونیو. د دې لپاره چې امت په ستونزو او ځورېدنه کې پاتې شي، د ژغورلو لپاره یې حل لاره نه وي، په امت کې یې د بې اتفاقۍ تخم وکاره او د امت د بچیانو وینې یې تویې کړې. په هغوی کې د رامنځته شوو بنسټونو او جوړښتونو تر منځ اختلافونه او جګړې رامنځته شوې.

د امت اوسنی حالت له اسلام څخه پخواني حالت ته ورته دی. له سلام څخه وړاندې قبایل پخپلو کې دښمنان او دوستان وو؛ د خپل ورور په مقابل کې یې د دښمن ملاتړ کاوه. ایا کوم څوک داسې تصور کوي چې زموږ حقونه به بیرته تر لاسه شي، ستونزې مو حل شي، عزت او اسلامي خاورې مو خوندي پاتې شي؟ دا کار ژوند ته د اسلام او خلافت دولت له راګرځېدو پرته ناشونی دی، هغه دولت چې د امت ملاتړی او ساتونکی دی.

امام مالک رښتیا ویلي « د دغه امت وروستی حالت په همغه څه اصلاح کېږي چې وړاندې پرې اصلاح شوی» دا په اسلامي خاورو کې پر متنفذینو او د قدرت پر څښتنو غږ دی چې حزب التحریر ته نصرت ورکړي، ځکه حزب هغه رهبري ده چې خپلو پلویانو ته یې درواغ نه دي ویلي، موږ تر یوه بیرغ لاندې متحد کوي او خلافت بیا تاسیسوي. له موږ یو واحد امت جوړوي، څو د یو بل ملاتړي او همکار پاتې شو او د یو بل په څنګ کې ژوند وکړو. هر کله چې زموږ ستونزې پای ته ورسېدې او هیلې مو رښتیا شوې، هغه وخت به د اسلامي خلافت تر چتر او د الله سبحانه وتعالی د رضایت تر سیوري لاندې ارام، هوسا او ډامن ژوند تر لاسه کړو؛ هغه دولت چې زموږ ویاړ به وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: اسما‌ء الجعبه

ژباړن: محمد فاتح

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې