جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلامي امت او مسلمانان یوازې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضایت او له هغه سره د محبت لپاره، له جهاد سره محبت لري
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلامي امت او مسلمانان یوازې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضایت او له هغه سره د محبت لپاره، له جهاد سره محبت لري

(ژباړه)

خبر:

لکنو، هندوستان: څو ورځې ورسته تر هغې چې  د "محبت جهاد" فرمان پر وړاندې، ارایه شوی قانون پارلمان ته ورسېږي، د Uttar Pradesh Cabinet د سه شنبې په ورځ د "محبت جهاد" فرمان لغوه اعلان کړ، چې پر اساس به یې ترسره کوونکی له یوه څخه تر پنځو کلونو په بند له محکومېدو سره سره، پنځلس سوه نغدي جریمه هم ورکوي. د فرمان د توشیح پر مهال، د UP یو پي کابینې وویل: د دې فرمان له توشیح کېدو د مخه له سلو څخه ډېرې قضیې څېړل شوي دي. سرچینه: (times now news)

تبصره:

د «محبت جهاد» افسانوي ډرامه د  BJP&Sangh Parivar بي جي پي (بهارتیا جنتا ګوند) او سنګ پریوار لخوا په دې وروستيو کې رامنځته او جوړه شوې. کله چې بي جي پي په ۲۰۱۳م کې له دې قضيې څخه سیاسي استفاده وکړه؛ د ۶۲ کسانو د وژل کېدو او پنځوس زرو څخه زیاتو مسلمانانو، د بې ځایه کېدو لامل وګرځېد. هند په وياړ سره ادعا کوي، چې ترټولو لوی سيکولر دولت دی، چې د عقيدې، ذات، مذهب او رنګ په نظر کې نيولو سره ټولو وګړو ته مساوي حقونه ورکوي. خو دا په داسې حال کې ده، چې د هند دولت په قصدي ډول د هندو او مسلمان ترمنځ د تعصب اور ته لمنه وهي او د یو بل پر وړاندې یې کلک دوښمنان ګرځولي دي. په دې وروستیو کې په واټسپ WhatsApp جعلي ویډیوګانې خپرې شوې او ادعا یې کړې، چې مدرسې په قصدي ډول مسلمان هلکان روزي او بیا وروسته هندي نجونې اسلام ته اړوي، ترڅو د ګاونډي اسلامي هیواد ملاتړ ترلاسه کړي. د بي جي پي کارمندانو د دغو اوتو بوتو په خپرولو کې فعاله ونډه واخیسته او د مسلمانانو پر وړاندې یې ځایي هندوان بې باوره کړل. که څه هم د هند اساسي قانون یوویشتمه ماده، واده کوونکو ته دا حق ورکوي، چې په خپله خوښه واده وکړي، د بي جي پي کارمندانو ادعا وکړه، چې دا یوه داسې دسیسه ده، چې ورو، ورو هندوان اقلیت وګرځي.  په ورته وخت کې د علی آباد عالي محکمې، د دې محکمې  پخوانۍ قضایي پریکړه غندلې، چې یوازې د واده لپاره مذهبي تبادله د منلو وړ نه ده، او وایې چې یاده پرېکړه یوه بده پرېکړه ترسره شوې ده.

د نریندرا مودي حکومت هېڅکله د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې خپله دوښمني نه ده دریغه کړې، چې تر ټولو ښه مثال یې د «محبت جهاد» تر سرلیک لاندې ډرامې خپراوی دی. د مودې دولت په دې بریالی شوی، چې عامه ذهنیت د هغه تفتیش پر وړاندې خنثی کړي، چې د ناوړه اقتصادي ناورین، بې کاري، فقر او لویې ناروغۍ د خپراوي پر بنسټ ترسره شوی و او د هندي دولت لخوا پکې هېڅ لاسته راوړنه نه تر سترګو کېده. آن تر دې چې هندي دولت د دې په خیال کې هم نه دی، چې یاد بحران له کومه جبرانېږي؟ ښکاره خبره ده چې جبران یې په خلکو کېږي او خلک یې نور هم بحراني حالت ته داخلېږي. عجیبه خو داده، چې د تفتیش په نتیجه کې يې هېڅ لاسته راوړنه نه ترسترګو کېده. بیا یې هم د واده لپاره د تبادلې پریکړه، چې د علی آباد محکمې کړې وه، لغوه اعلان کړه او یو پي UP کابینې د «محبت جهاد» فرمان لغوه اعلان کړ.

اسلام یو داسې ځواکمن دین دی، چې آن په اقلیت کې هم دښمن ته یو لوی ګواښ دی، د یو څو هندي نجونو په تبادلې د هند بنسټپاله دولت وېرېدلی او د مسلمانانو پر وړاندې یې خپل حساسیت نور هم پراخ کړی دی. اوسمهال اسلام په هر ځای کې هر چاته ګواښ ښکاري، خو په حقیقت کې اسلام د خلاصون یوازینۍ لاره ده او د مېرمنو لپاره هم پکې ترټولو ښه ځای په پام کې نېول شوی دی. د هندو مذهب په څېر د مېرمنو لپاره د اسلام سلامتیا ډېره په زړه پورې ده، ځکه چې په هندو مذهب او نورو مذهبونو کې مېرمنو ته د اجناسو په نظر کتل کېږي او خپل انساني حقونه یې یوازې تر همدې محدود دي. موږ د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژونده د زینب رضی الله عنهما په څېر ځلانده مثالونه لرو، چې له خپل خاوند سره یې اړیکې په دې خاطر وشلولې، چې هغه مشرک و، سره له دې، چې مینه یې ورسره لرله، خو بیا یې هم د هغه آیت پر بنسټ په ډېرې خوښۍ اړیکې پرې کړې، چې پکې د مشرک او مسلمان ترمنځ د نکاح ممانعت راغلی و. دوی اسلام د کوم فشار له امله نه، بلکې د قوت، پاکلمنۍ او سلامتیا له امله منلی و. موږ د خلافت سیوري ته اړتیا لرو، چې د اسلام رښتینې څېره انځوروي؛ هغه مهال به تاسو ووینئ، چې څه ډول ډلې ډلې خلک اسلام ته لبیک وايي او په خپله خوښه اسلام او اسلامي احکامو ته غاړه ږدي. خامخا به خلافت دوی ته هغه امنیت چمتو کوي، چې یوازې یو پیاوړی دولت یې کولی شي او بس.

﴿وَقُلِ ٱلحَقُّ مِن رَّبِّكُمۡۖ فَمَن شَآءَ فَليُؤۡمِن وَمَن شَآءَ فَلۡيكفُرۡۚ إِنَّآ أَعتَدۡنَا لِلظَّٰلِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمۡ سُرَادِقُهَاۚ وَإِن يَسۡتَغِيثُواْ يُغَاثُواْ بِمَآءٖ كَٱلۡمُهۡلِ يَشۡوِي ٱلۡوُجُوهَۚ بِئۡسَ ٱلشَّرَابُ وَسَآءَتۡ مُرۡتَفَقًا[الکهف: ۲۹]

ژباړه: په ډاګه ووایه چې ستاسې د رب له لوري دغه حق دی. اوس که د چا زړه غواړي ودې یې مني او که د چا زړه غواړي منکر دې شي. موږ د انکار کوونکو ظالمانو لپاره داسې اور تیار کړی، چې له هر لوري به یې راګیر کړي. هلته که هغوی اوبه وغواړي، نو په داسې اوبو سره به یې غوښتنه وپالل شي، چې د تېلو د ځوښا غوندې به وي او د هغو مخونه به وریت کړي. ډېر ناکاره او ډېر ناوړه استوګنځی دی!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: اخلاق جهان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې