شنبه, ۱۹ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
که نن وي که سبا د اردوغان دوه مخیتوب به ووینو!
بسم الله الرحمن الرحيم
که نن وي که سبا د اردوغان دوه مخیتوب به ووینو!

خبر

د ۲۰۲۰ د اکتوبر په ۱۹مه، ولسمشر اردوغان د ابن هالډون طبي پوهنتون د پرانیستغونډې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل: «غربي نړۍ باید په بېلابېلو برخو کې زموږ له اساساتو پیروي وکړي. خو موږ برعکس خپل اساسات یا هېر کړي او یا مو هم ګټه نه ده ترې اخیستې. دغه راز موږ دوې سلیزې هڅې کوو، چې له دغو ستونزو ځانونه راوباسو. یا په بله معنا؛ موږ له فکري بحرانونو سره لاس او ګرېوان یو. دا فکري ازادي ده چې په دواړو هم په اقتصادي او هم په سیاسي ازادیو کې یې د درواغو موجودیت ثابتوي.»

تبصره

کله چې د ولسمشر اردوغان خبرې په اخبار کې خپرې شوې، فرانسې له دې مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کړی وو. دوی پرېکړه وکړه، چې په دولتي ودانیو به د هغه فرانسوي انځورونه لګوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې سپکاوی کړی و. د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۲۰مه ولسمشر اردوغان د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم د پیدایښت د مراسمو هفتې په پیل کې، دوی ته په ځواب کې وویل: «زه په خپلو خلکو له دې ځایه غږ کوم، چې د فرانسې له خوا تولید شوي توکي مه اخلئ، مه د فرانسې تولیدات تاییدوئ او مه یې اخلئ.» همدارنګه اردوغان د اکتوبر په ۲۹ مه په انقره کې په خپلو خبرو کې وویل: «اې د اتاترک لویه قومه! موږ یو ځل بیا په دغه ځانګړې ورځ ستاسو په مخ کې درېږو، کومه ورځ چې موږ په ۹۷مه کالیزه باندې د خپل جمهوریت لپاره خوشحالي کوله، موږ په ټوله کې هڅې کوو چې خپل جمهوریت لاسته راوړو تاسو موږ ته دغه مسوولیت راسپارلی، څو دغه اهداف او خوبونه په حقیقت بدل کړو.

اوس ماته اجازه راکړئ چې د دغو دریو خبرو تر منځ تناقض  درته وښیم. ځکه ټول د اسلامي خاورو د چارواکو دوه مخي ویني او د ولسمشر اردوغان دوه مخي به هم په نیږدې راتلونکې کې په ډاګه شي او وبه یې وینو.

فرانسه (د کافر غرب او سیکولرېزم زانګو) اوسمهال د اسلام او مسلمانانو د سپکاوي او پرې د بې ځایه تور لګولو په میدان بدله شوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی د دوی ازادي ده، چې ډیموکراسۍ او سېکولارېزم دوی ته ورکړې ده. دوی وایي ډیموکراسۍ موږ ته حق راکړی چې اسلام، قران او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی وکړو او له دغه کار څخه ملاتړ هم کوي. ولسمشر اردغان د عدالت او پرمختګ ګوند د مشر په حیث چې ۱۸کلونه په ترکیه کې حاکم او په قدرت کې دی، خو بیا هم  سل کاله کېږي، چې ډیموکراسي او سېکولرېزم یې منلي دي. کله چې وخت ورته برابر شي نو د ډیموکراتیکو او سېکولر ارزښتونو صفت او ستاینه هم کوي او همدارنګه نوموړي وویل: «موږ له فکري بحران(انحطاط) سره لاس او ګرېوان یو.» وروسته بیا د شارلي عبدو مجلې د اردوغان کارتونونه هم چاپ او خپاره کړل بیا نوموړي وویل: «هغه زه یم زه اړتیا نه لرم چې دغو شرمېدلو خلکو ته څه ووایم، چې دوی زموږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کوي.» همدارنګه نوموړي مسلمانان منع کړل او د هغو لاریون کوونکو مخه یې هم ونیوله، چې غوښتل یې د فرانسې سفارت ته ځانونه ورسوي. نوموړي فرانسوي تولیدات منع کړل، خو د دې تر څنګ یې فرانسوي کمپنیو ته اجازه ورکړه، چې په ترکیه کې فعالیت وکړي. فرانسې یې خپل سفیر له ترکیې څخه راوغوښت، خو ترکیې وویل؛ دا په دې معنا نه ده چې زموږ سفیر دې هم بېرته هېواد ته راشي.

اردوغان وویل؛ موږ له فکري بحران (انحطاط) سره لاس او ګرېوان یو، خو نوموړی په دغه خبره کې رښتینی نه دی، ځکه که دی د زړه له تله دغه خبره کوي،  نو باید له دغه بحران څخه د وتلو لاره ولټوي.خو برعکس له دغو ټولو کړنو وروسته، د اکتوبر په ۲۹مه نوموړي هغو بتانو ته درناوی وکړ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو یو په مکه مکرمه کې مات او له منځه یووړل. دغه راز نوموړي یو ځل بیا د ډیموکراسۍ، سېکولرېزم او جمهوریت ستاینه کوله، تاسو دواړه مقدس ګڼئ هم سېکولرېزم او ډموکراسي او هم غواړئ چې له فکري انحطاط څخه ځانونه خلاص کړئ. خو خلاف خبره دا ده چې که چېرته تاسو ریښتیني یاست، نو تاسو خو د نړۍ په مختلفو برخو یعنې اسلامي خاورو ان غرب کې هم د مسلمانانو لاریونونه د فرانسې پر وړاندې لیدل باید دغه لاریونونه مو رهبري کړي وای. تاسو څه کړي دي؟ تاسو سمدلاسه په ازمیر کې له زلزلې وروسته د ماکرون د څو خبرو لپاره له هغوی څخه مننه وکړه او خواخوږي مو ورسره وکړه. دغه ټول موارد ښیي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مینه او د فکري انحطاط په اړه خبرو کې رښتیني نه یاست. ستاسو دغه ټولې څرګندونې د چوکۍ ساتلو او ټاکنو ګټلو لپاره دي. که نیږدې وي که وروسته، نو مسلمانان او اسلامي امت به ستا اصلي څېره وګوري. د تا تګلاره هم د کمال عبدالناصر او انور سادات په شان منحرفه ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: مهموت

د حزب التحریر د ولایه ترکيې د مطبوعاتي دفتر مشر

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې