پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ډېموکراسي او دېکتاتوري؛ دواړه د الله سبحانه وتعالی قانون نه بلکې د انسان په لاس جوړ شوی قانون عملي کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
ډېموکراسي او دېکتاتوري؛ دواړه د الله سبحانه وتعالی قانون نه بلکې د انسان په لاس جوړ شوی قانون عملي کوي

خبر

د ۲۰۲۰ د اکتوبر په ۱۶مه د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف له خلکو وغوښتل چې د رایې احترام وکړي، په داسې حال کې چې عام خلک یې راټول کړي وو او د مخالفو ګوندونو سره یې یووالی ښوده. نوموړي جنرال قمر جاوېد باجوه ملامت کړ، چې نوموړي زما کامیاب دولت له ماتې سره مخ کړ او عمران خان یې د نوموړي ناشایسته انتخاب وګاڼه. نوموړي زیاته کړه چې د ده د واکمنۍ پر مهال نه یوازې دا چې اقتصادي وده له منځه ولاړه، بلکې د پاکستان مسلمانان یې د ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړي دي. همدارنګه نواز شریف د کارګرانو د ډوډۍ او ګاز د قېمت لوړېدلو او اقتصادي ودې ټيټېدلو مسوول جنرال باجوه وباله. نوموړي وغوښتل چې د پوځ رهبري باید د خلکو انتخاب او پرېکړې ته درناوی وکړي او خپل انتخاب ورباندې تحمیل نه کړي.  

وورسته له هغې چې نواز شریف د پنجاب په ګوجرانوالا امن سیمه کې خلکو ته احساساتي خبرې وکړې په پاکستان کې سیاسي حالت ته د خلکو پام ډېر شوی دی. حتی له دغه خبري کنفرانس څخه مخکې هم د ۲۰۲۰ د سپټمبر په ۱۶مه د نوموړي مخالفینو په کنفرانس کې نواز شریف ته وویل، چې له سیاست څخه د پوځ ایستل د هېواد په زیان دي. له هماغه ورځې دا بحثونه راپورته شوي چې د هېواد لپاره مو څه شی په ګټه دي، غیرنظامي حاکمیت او که نظامي حاکمیت. د غیر نظامي طرفدارانو وویل چې په دېموکراسۍ کې واک له خلکو سره وي او د ملت په چارو کې هېڅ بل څوک نه شي کولای چې یو د بل نمایندګي وکړي او نه هم یو پر بل لوړوالی لرلای شي. له بل پلوه د نظامي ځواک غوښتلو ظرفدارانو وویل چې سیاسیون یوازې د هغوی لپاره کار کوي چا چې د دوی انتخاباتي کمپاینونو ته مالي مرسته کړې وي یا یې دوی ته رایه ورکړې وي، چې بیا په تصمیم نیولو همدغه خلک لوی رول لري. دوی وویل چې د پوځ رهبري له دغو فشارونو څخه ليرې وي دوی خپل قدرت د چا په رایه یا انتخاباتي تمویل پورې نه تړي بلکې دوی د خپلو قوي نظامي کادرونو په وسیله کار کوي. دوی ادعا کوله چې نظامي رهبري تل بهتره او د ملت په ګټه پرېکړې کوي.

پاکستان له اوله تر اوسه دواړه هم نظامي او هم غیرنظامي دولتونه تجربه کړي دي. مسلمانان تل په نویو نظامونو کې خپلې ډېرې هیلي ګوري، مګر تل په دواړو هم دېکتاتورۍ او دموکراسۍ کې مسلمانان مخ پرځوړ روان دي. مهمه پوښتنه دا ده چې ولې د دولت دغه دواړه څېرې له ماتې سره مخ کېږي او مخ دي؟ دلیل یې ډېر ساده دی، ځکه چې دواړه هم دېکتاتوري او هم دموکراسي د سرمایه دارۍ اقتصادي سیمتمونه عملي کوي چې دا ثروت یوازې د سرمایه دارو په منځ کې متمرکز کوي. دواړه د پیسو د نړیوال صندوق سخت او ظالم پروګرامونه عملي کوي چې په دې سره به هېڅکله هم زموږ د هېواد اقتصاد په خپلو پښو ونه درېږي. دواړه بهرني سیاستونه عملي کوي، دواړه نظامي هم غیر نظامي د یوې سکې دوه مخونه دي چې اصل یې د بشر په لاس جوړ شوی قانون دی. 

په پاکستان کې د نظامي واکمنۍ پلویانو او غیرنظامي واکمنۍ پلویانو تر منځ کشمکشونه یوازې د هغو قدرت خوښوونکو او قدرت لرونکو تر منځ روان دي. دغه کشمکشونه به د پاکستان مسلمانانو ته کومه لاسته راوړنه ونه لري او دا ډول کشمکشونو هېڅ کله هم د دوی کوم درد نه دی دوا کړی. دغه دواړه ډلې د زیات قدرت د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. بشري قوانین دوی ته اجازه ورکوي چې د خپلو ګټو لپاره قانون جوړ او راوڅرخوي. په اسلام کې دا ډول سیالۍ او کشمکشونه نشته، که کېږي هم هغه به د الله سبحانه وتعالی د قوانینو مطابق وي، نه د بشر د قوانینو پر اساس. د خلافت سیاسي رهبري او نظامي قومانده دواړه به هڅه کوي چې د الله سبحانه وتعالی د قانون د بهترۍ لپاره کار وکړي. د خلافت سیاسي رهبري به اسلام د ژوند په هره برخه کې عملي کوي او نظامي رهبري به جهاد ته ادامه ورکوي تر څو اسلام نویو خاورو ته ورسوي او د الله سبحانه وتعالی قانون پکې تطبیق کړي. د پاکستان مسلمانان باید دا ډول بې ګټې کشمکشونو ته زړه ښه نه کړي. دوی باید یوازې د الله سبحانه وتعالی د قانون د لوړولو لپاره هڅې وکړي، د دوی دا ډول هڅې باید په پوځ کې د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره زیاتې شي. یوازې د الله سبحانه وتعالی د قانون حاکمیت به زموږ دغه بدبختۍ ختمې کړي او د الله سبحانه وتعالی له قهر او غضب څخه به خلاص شو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: انجینیر شهزاد شیخ

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر ویاند مرستیال

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې