پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرامپ غل، یرغلګر، خاین، متعصب او فرېبکار سړی دی
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرامپ غل، یرغلګر، خاین، متعصب او فرېبکار سړی دی

خبر

د ولسشمر ټرامپ پخواني وکیل مایکل کوهن د (د ټرامپ پخواني وکیل ريښتینی داستان) په نامه یو کتاب، چې څه موده مخکې یې د ټرامپ ادارې د پټ ساتلو هڅه کړې وه، خپور کړ.

تبصره

دا هغه څه دي، چې ټرامپ یې په خپل عمر کې پر مخ وړي او د ۲۰۱۶م، په ټاکنو کې یې د بریا لپاره اړتیا ورته درلوده. مکار، درواغجن، بد اخلاقه، متعصب، یرغلګر او خاین هغه لقبونه دي، چې د ټرامپ پخواني وکیل مایکل کوهن هغه ته کارولي دي. د مایکل کوهن پوره افکار او نظریات به د ۲۰۲۰م، له ټاکنو څخه دوه میاشتې مخکې یعنې په سپټمبر کې خپاره شي.

د 2016م، د ټاکنو موضوع، چې ټرامپ لا تر اوسه پرې ولاړ دی؛ د روسیې لاسوهنه او ورسره د ټرامپ هوکړې دي. په دغه کتاب کې ادعا شوې چې د روسیې او ټرامپ تر منځ هوکړې شوي او دغه هوکړې لکه څنګه چې د ټرامپ مخالفین فکر کوي، د تړون په شکل نه دي او پر دې هم پوهېږو چې د مولر څېړنې په ځای او هر اړخيزې نه وې. له شک پرته ټرامپ د ۲۰۱۶م، د ټاکنو په هوکړه کې له روسیې سره خیانت کړی او وروسته به د کتاب په پاڼو کې  ښکاره شي، چې له قدرت پرته نور څه ورته مهم دي. د کوهن د خبرو له مخې؛ ټرمپ هڅه کړې چې ځان د مفسدو میلیاردرانو له ډلې وباسي او ځان پاک وښيي. زه ښه پوهېږم ځکه په څو معاملو کې يې وکیل وم. ټرمپ او زامن به مي يې تل له دغه خبرې خبرول. کله چې د ټاکنو نوماند ښاغلي ټرامپ په لوړ غږ د امریکا ملت ته ویل: «کوم تړون له روسیې سره نشته او زه هېڅ معامله او اړيکه ور سره نه لرم...»

همدارنگه کوهن په خپل کتاب کې د ټرامپ له شخصي ژوند او تجارت څخه هم پرده پورته کړې. چا چې د هغه په استازولۍ پرېکړه کوله، وژل کېدل به. د تجارت شریکان يې ټول برمته شول، خپلې مېرمنې میلانیا ته يې د خیانت او نا مشروع جنسي اړیکو په اړه درواغ ويلي او کوم خنډونه چې د ده پر وړاندې و، د مرګ په وسیله يې لرې کړې دي. دا چې کوهن ولې داسې خیانتونه ښکاره کړي، د دې لپاره چې هغه  ټرامپ ته نږدې کس و او له ټولو معاملو او خیانتونو څخه يې خبر و. زموږ موبایلونه اړيکې او سرلیکونه ذخیره کوي، زما دنده هم ټول وخت د ټرامپ له پانګوالو څخه غټې او وړې غوښتنې وې او په دې تړاو به مې تل  توضیحات ورکول چې هېڅ حد يې نه درلود.

پخپله کوهن له ټرامپ سره په فساد کې ښکېل و او د سنا جرګې ته يې د خپلې ګناه په اړه درواغ ويلي و او په ۲۰۱۸م، کې يې ځينې جرمونه هم ترسره کړې و، چې له همدې امله په درې کاله بند محکوم شو. د کوهن د بند نېټه د کرونا له وجې ژر پای ته ورسېده. خو بیا هم ښاغلی کوهن بیا ځلې تر پوښتنې لاندې راغی، ځکه د ټرامپ حکومت غوښتل چې  خپل غچ د یاد کتاب د خپرولو له امله واخلي.  په همدې دلیل قاضي د کوهن د قضیې له سره نیول تایید کړل خو وروسته له کمې مودې يې د خوشې کېدو پرېکړه اعلان شوه. د کوهن قضیه او تجربه د امریکا په عدالت کې روښانه تناقض ښکاره کوي. بله تجربه د یو بل امريکايي الاصله افريقايي وګړي ده، چې په ۱۹۹۷م، کې یې په تموز کې د حشائش د غلا له  امله د لیوزونا په محکمه کې  په ابدي بند محکومېږي.

کله چې کوهن په اسانۍ له ټرامپ سره په فساد کې شریک کېدای شي او په  کتاب کې یې خبرې هم و کړې، نو بیا به پخپله ټرامپ څرنګه وي!؟ ټرامپ له قانون څخه لوړ دی او په درواغو او خیانت هر کله کولای شي چې ځان د قانون له منګلو وژغوري، دغه راز سیاسي حزب يې هم ملاټری دی.

لیکوال: عبد الله روبين

ژباړن: الهام پردېس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې