سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عبادت لپاره د ایاصوفیې د بیا پرانیستلو پر سر بحثونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د عبادت لپاره د ایاصوفیې د بیا پرانیستلو پر سر بحثونه

خبر

د استانبول د فتحې ۵۶۷مې کالیزې مراسم د کرونا ویروس له ناورین سره سره بیا هم په ډېر شور او ځوږ سره تر سره شول. دغه مراسم په ایاصوفیه جومات کې نیول شوي وو او په پیل کې یې الفتح سورة تلاوت کړه. ولسمشر اردغان د قرانکریم له تلاوت څخه وروسته د ویډیویي کنفرانس له لارې راښکاره او خبرې یې پیل کړې. خپلې خبرې یې د یاد سورت په مانا سره پیل او ویې ویل: «فتح د ویرانۍ نه بلکې د ابادۍ، د تخریب نه بلکې د بیا جوړولو، د ظلم نه بلکې د عدالت، د تحقیر نه بلکې د فضیلت او د نفرت نه بلکې د مینې او خوښۍ یوه بېلګه ده.» (https://www.yenisafak.com/ 29/05/2020)

دغه مراسم به هر کال د استانبول د فتحې د کالیزې لمانځلو لپاره نیول کېدل. دغه مراسم سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په پراخه کچه او ډېرو لوړو احساساتو ولمانځل شول. هغه څه چې سږ کال یې یادو مراسمو ته شان او شوکت ورکړ، هغه د الفتح سورة تلاوت و. که څه هم له دې وروسته په ټلوېزیونونو کې د ایا صوفیې بدلول له موزیم څخه په جومات، بحثونه راپورته شول.

سیاسیونو د ایاصوفیې بدلول په جومات باندې په تېرو څو کلونو کې د ځان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلله. خو ځینو سیاسیونو بیا تر نن پورې په دې هکله کومه جالبه خبره نه ده کړې، ځکه چې د ایاصوفیې د مسجد تړل او موزیم ته بدلول داسې یوه مساله وه چې د کمال اتاترک په وسیله د خپلو غربي بادارانو په لارښوونه عملي شوې وه. ځکه نو د نورو جوماتونو په څېر د هر لمانځه لپاره د ایاصوفيې بیا پرانیستل یوه لویه سیاسي غوښتنه او له استعمارګرانو څخه اجازې اخیستلو ته اړتیا لري.

په دغو ورځو کې موږ وینو چې دغه موضوع ډېره ګرمه ساتل شوې او بحثونه ورباندې کېږي. ټول مخالفین په ځانګړي ډول CHP (د خلق جمهوري غوښتونکی حزب) له یادې موضوع څخه ملاتړ کوي او له اردوغان سره یې د بحث مساله نه ده ګرځولې. په اصل کې Faik Öztrak د CHP (د خلق جمهوري غوښتونکي حزب) ویاند وویل: «زموږ نظریه خو روښانه ده، که چېرې تاسو دغه جومات پرانیزئ نو هېڅوک به هم ستاسو مخنیوی ونه کړي. دغه کار یوازې یوه قانون ته اړتیا لري.» ځکه چې اوس برېتانیا هم  ویلي په یاده مساله کې د مخالفت پر ځای باید هغه څه ترسره شي، چې خلک یې غواړي.

له بل پلوه اردوغان د دغه مسالې په هکله په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل نظرونه درلودل. نوموړي د ۲۰۱۹م د مارچ په ۲۴مه وویل: «موږ تل پردې ټینګار کوو، چې دا کار باید ترسره شي موږ غواړو چې دغه ځای ته د موزیم پر ځای د ایاصوفیه د جومات نوم ورکړو او قران باید پکې تلاوت او لمانځونه پکې ادا شي. دغه پرېکړه یوازې زموږ ملت کولی شي.» (sabah.com 05/06/2020) نوموړي د جون په ۹مه د TRT په چینل کې په ژوندۍ بڼه وویل: «یاده مساله د هېواد د هیات شورا په پرېکړه پورې اړه لري او له دغه پرېکړې وروسته چې هر کار ته اړتیا وي، په خپل وخت سره به ترسره شي. اردوغان د ۲۰۲۰م د جون په ۱۷مه د مرکزي اجرایوي کمېټې په غونډه کې وویل: «زه هیله لرم چې د هېواد د مجلس له پرېکړې وروسته به موږ، لمونځ د ایاصوفیه په جومات کې ادا کوو.»

د دغو ټولو خبرو پر اساس ویلای شو چې: د ایاصوفیې عبادتخونه له موزیم څخه جومات (عبادتځای) ته بدلول د اردوغان په واسطه ترسره شوه. نوموړی داسې یو شخص دی چې تل د کورنیو او بهرنیو مصلحتونو په نظر کې نیولو سره ډېری کارونه ترسره کوي.

1-                        نوموړي په کور د ننه، ښایي دغه کار د دې لپاره کړی وي چې نوموړی او حزب یې د ۲۰۲۳م کال یا له هغو څخه مخکې ټاکنو کې رایه ترلاسه کړي.

2-                        له هېواده بهر به هم نوموړی وتوانېږي چې مسلمانانو ته چل ورکړي او وبه وایي چې دی د مسلمانانو په استازیتوب، د امریکا له خوا پر مسلمانانو د تپل شوې جګړې پر وړاندې ولاړ دی.

3-                        همدارنګه نوموړی کولای شي له یادې مسالې څخه له اروپایي هېوادونو سره په اړیکو کې د ګواښ په توګه ګټه واخلي.  

 پرته له دې چې ایاصوفیه د مسلمانانو عبادتځای دی او په قطعي ډول باید جومات پاتې شي. د الله سبحانه وتعالی له اجازې سره سم، کله چې راشده خلافت بیا تاسیس شي نو بیا به د کوم محکوم کوونکي او یا له شخصي تجارت پرته به ایاصوفیه او دې ته ورته ځایونه د مسلمانانو د عبادت کولو پرمخ پرانيزي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد حنفي یغمور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې