چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه کپيټلېسټ دولتونه چې په ټیټه کچه روغتیايي خدمات وړاندې کوي، پرمختللي نه دي!
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه کپيټلېسټ دولتونه چې په ټیټه کچه روغتیايي خدمات وړاندې کوي، پرمختللي نه دي!

خبر:

د اپرېل په شپږمه د انګلیستان ګارډین ورځپاڼې د «کرونا ویروس وښوده چې د امریکا اقتصاد څومره لوېدلی!» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړه، په دغه مقاله کې جزیات ورکړي شوي وو چې د امریکا د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو سیسټم او اقتصادي سیسټم کمزوری دی او د کرونا ویروس له وبا سره اغېزناکه مبارزه نه شي کولی. په دې مقاله کې راځي چې د امریکا – که څه هم د نړیوالې ټولنې لخوا پرمختللی هېواد ګڼل کېږي – په روغتونونو کې د هرو ۱۰۰۰ کسانو لپاره یوازې ۲،۹ بستره دي، دا کچه د ترکمنستان، منګولیا او لیبیا په پرتله ټیټه ده. امریکا همداراز د نړۍ روغتیايي سازمان په درجه‌بندۍ کې د ۱۸۲ هېوادونو له ډلې نهه شپېتم ځای لري. د ګارډین په حواله، د بسترونو د کموالي په سبب ډاکټران اړ شوي چې ناروغان سهمیه‌بندي کړي او ډېر د علاج وړ ناروغان په لوی لاس د مرګ خولې ته ورکړي. سربېره پر دې، په امریکا کې د ایران په پرتله د مېندو د مړینې کچه ډېره لوړه ده، د چیلي هېواد په پرتله یې د منځني عمرکچه ټیټه ده، همداراز پکې د نابرابرۍ کچه د مالي او یمن په پرتله لوړه ده. په مقاله کې راځي چې امریکا د «پرمختللي» هېواد ګڼلو وړ نه ده؛ امریکا ځان ډېر پرمختللی هېواد ګاڼه، خو کوویډ-۱۹ یې درزونه ټولو ته ډېر ښه وښودل. ان روغتیایي کارکوونکو ته د ځان ساتنې د وسایلو په برابرولو کې د امریکا پاتې راتلل او د دغې وبا پر وخت د دوی د ولېنټیرانو کموالی دغه ټکی نور هم روښانه کوي.

تبصره:

 د امریکا د روغتیايي سیسټم ډېرې نیمګړتیاوې، کمۍ او بې عدالتۍ له دې ښکاري چې د خپلو خلکو د درملنې د اداره کولو او تنظیم د چارو لویه برخه یې خصوصي سکټور او بیمې ته پرېښې ده.  دا یعنې چې د عامې روغتیا په برخه کې د دغه هېواد پانګونه ډېره کمه ده، د دې پر ځای چې په دغه چاره کې پخپله فعاله ونډه ولري، کار یې د مارکېټ ځواک ته پرېښی. ډېری روغتونونه یې ان په عادي حالت کې تقریباً ډک وي. ډېر خلک یې د درنو لګښتونو په سبب درملنې ته زړه نه ښه کوي او ډېر نور یې په پورونو کې غرق کړي دي. د بروکېنګ انسټېټیوټ د روغتیايي برخې اقتصادپوه، هنک ارون وایي: « د امریکا متحده ایالاتو د روغتیایي خدماتو سیسټم داسې جوړ شوی چې د امکان تر کچې د لګښتونو پر وړاندې مقاومت وکړي او لګښت یې تر عوایدو زیات نه شي». دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې د هاروارډ پوهنتون د ۲۰۱۸م کال د څېړنو له مخې، په امریکا کې هر کال د صحي بیمې د نشتون په سبب ۴۵۰۰۰ کسه مړه کېږي.

له دغې وبا سره د نړۍ په کچه نظامونه په چغو دي، پوهانو دوی ته په دې اړه خبرداری ورکړی و؛ خو دولتونه د دغې وبا په مقابل کې د ځان په چمتو کولو کې پاتې راغلل، په دغو دولتونو کې د انګلستان په څېر ډېر نور تش په نامه «پرمختللي» دولتونه هم پاتې راغلل. درې کاله مخکې د انګلستان وزیرانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د ملي روغتیا خدمات یې له داسې وبا سره د مخ کېدو وړتیا نه لري، دوی د دې پر ځای چې لاس په کار شي، دا نیمګړتیاوې یې پټې وساتلې. په وروستیو کلونو کې د روغتیا په برخې کې بودیجه کمه وه، د بریتانیا د روغتیا ادارې شکایت کاوه چې د کمې بودیجې په وجه بسترونه او د نرسانو او ډاکټرانو په ګډون روغتیايي کارکوونکي کم دي، د ډاکټرانو او نرسانو د روزلو په برخه کې یې بودیجه کفایت نه کوي او دا ټول د خلکو ژوند ګواښي. د ملي روغتیا له خدماتو ډېره بودیجه کټ شوه، روغتونونو نه شوای کولی چې نوي تجهیزات برابر کړي، زاړه سکنر یې کارول چې عکسونه یې روښانه نه وو او سم تشخیص نه ترې کېده. ډېرو روغتونونو د بودیجې د کموالي په سبب خپلې ډېرې زړې کړکۍ او څڅېدونکي چتونه نه شوای جوړولی. په داسې حال کې چې لسګونه بیلیونه پونډه یې د چټکو اورګاډو پر پروژو ولګول، ویل یې چې دا به سوداګرۍ او اقتصاد ته وده ورکړي.

دې ډول وبا ته ډېر تیاری پکار و. دولتونه باید لکه څنګه چې د احتمالي جګړې لپاره د پوځ په برابرولو بېلیونونه پیسې لګوي، همداسې باید د دغه ډول وضعیت لپاره تیار وي. خو دا کار یوازې د هغه نظام تر چتر لاندې کېږي چې د خپلو خلکو د هوساینې او ښه ژوند په فکر کې وي. کپېټلېزم څو ځله ثابته کړې چې له دوی سره دا فکر نشته. په کپيټلېسټ دولتونو کې په ښه کیفیت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته د هغه دولت د اوسېدونکو د اساسی حق په سترګه نه کتل کېږي. تش په نامه «پرمختللي» کپېټلېسټ دولتونه خلکو ته په ښه کیفیت د وړیا روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې غفلت کوي، کمه بودیجه ورته ځانګړې کوي او د عامه روغتیا په برخه کې داسې ناورینونو ته مخکې له مخکې تیاری نه نیسي. دوی د دې پر ځای چې د خپلو خلکو ښه ژوند ته پام وکړي، د نمایشي اقتصادي ودې په غم کې دي. دا په ریښتیا ډېره حیرانوونکې ده، څنګه د نړۍ لوی اقتصاد لرونکي هېوادونه خپلو روغتیايي کارکوونکو ته لومړنۍ اړتیاوې او محافظتي جامې نه شي برابرولی!؟

د دغو ټولو برعکس، د نبوت د منهج پر بنسټ نظام (خلافت) په ریښتینې توګه بشریت ته خدمت کوي. خلافت خپلو خلکو ته د دولت له بودیجې وړیا او په لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د بېلګې په توګه د بېمارستان المنصوري یادونه کوو چې په ۱۲۸۳ کال کې په قاهره کې تاسیس شو، دغه روغتون د ۸۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره ځای درلود، هر ناروغ ته پکې دوه کسه ګومارل شوي وو چې پالنه یې وکړي او وړیا درمل او ډوډۍ ورکړي. د روغتون په قانون کې راځي: « دا د روغتون دنده ده چې د بېوزله، ښځې او نارینه په ګډون ټولو ناروغانو پالنه او درملنه وکړي. دا روغتون د هر ځواکمن او کمزوري، غریب او شتمن، عام وګړي او شهزاده، تابع او یاغي، ټولو په خدمت کې دی، د درملنې په بدل کې یې پیسې نه اخیستل کېږي، دا کار یوازې د الله د رضایت لپاره دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې رییسه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې