پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تاجکستان کې د کرونا ویروس له امله ټول جوماتونه وتړل شول
بسم الله الرحمن الرحيم
په تاجکستان کې د کرونا ویروس له امله ټول جوماتونه وتړل شول

خبر:

د تاجکستان په مرکز، دوشنبه کې د مارچ له ۴څلورمې راپه دېخوا د جنازې له لمانځه پرته د نورو جمعي لونځونو د ادا کولو لپاره جوماتونه وتړل شول. دا پرېکړه د دغه هېواد علماوو شورا د مارچ په درېیمه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه وکړه، دغه غوښتنه د تاجکستان د اسلامي مرکز په سایټ کې خپره شوه. په بیانیه کې راځي: « د دې لپاره چې د هېواد د اوسېدونکو تر منځ د یاد مرض له سرایت او خپرېدلو څخه مخنیوی وشي، پرېکړه شوې چې په موقت ډول د جنازې له لمونځونو پرته د نورو لمونځونو اداکول په جوماتونو کې منعه دي.»

تبصره:

د دغې پرېکړې له اعلان وروسته، د تاجکستان اوسېدونکو د ډېرو خوراکي موادو اخیستل پیل کړل، چې د خوراکي موادو بیې ډېرې ورسره لوړې شوې. د تاجکستان په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو ښودل چې د تاجکستان د خلکو په منځ کې څومره وېره او وحشت خور دی.

له دې مخکې د دیني چارو د کمېټې یوه ویاند. افشین مقیم، ایشیا پلس ته ویلي وو چې ښایي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ټولو جوماتونو کې د موقتي قرنطین وضعیت اعلان شي. افشین مقیم وویل: «شرایطو ته په کتو او له خلکو څخه د دیني علماوو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، د موقت وخت لپاره عبادتځایونه د خلکو پر مخ بند دي. دا پرېکړه شرایطو ته په کتو، د تاجکستان د اسلامي مرکز په سپارښتنه، دیني علماوو او د جوماتونو استازو کړې.»

اوس خلک حیران دي چې ولې، په هېواد کې ټول تعلیمي مرکزونه خلاص دي او خلک تګ راتګ ورته لري مګر جوماتونه یې تړلي دي، په دغه کار سره خلک جوماتونو ته له تللو څخه منعه کوي. واقعیت دا دی چې په تېرو لسو کلونو کې د رحمن رژیم په یاد هېواد کې په زرګونو جوماتونه وتړل او د ځینو دلایلو پر اساس یې هڅه کوله چې د اسلام ټول نښانونه بند کړي، دا په ښکاره معلومېږي چې د کرونا ویروس د جوماتونو د تړلو لپاره یوه بله ښه پلمه ده او دغه پرېکړه یې یوازې د خلکو د روغتیا لپاره نه دي نیولی.

دې ته ورته حالت په ځینې نورو اسلامي هېوادنو کې هم لیدل کېږي، ان سعودي عربستان مکه د مسلمانانو د عمرې ادا کولو لپاره وتړله، په داسې حال کې چې په جده کې ډېر لوی تفریحي پروګرامونه او نور کنسرتونه جریان لري. که داسې وي نو هغه هم باید بند شوي وی.

که څه هم چې د قرنطین په اسلام کې شته او عمر بن خطاب په شام کې د وبا د راتګ پر وخت عملي کړی و، خو دا قرنطین باید منظم او په هره برخه کې وي، داسې نه چې یوازې په دیني چارو بندیز ولګول شي. څه چې په اسلامي هېوادونو کې چارواکي ترسره کوي د مسلمانانو د عقیدې خلاف دي حتا دوی په ټولنیز ژوند کې د اسلام د یوې او بلې برخې په بندولو سره خپلې ګټې برابروي، چې مخکې له دې عامه افکار دوی ته د دغه کار اجازه نه ورکوله مګر اوس د دغه کار کولو لپاره د کرونا وبا ښه فرصت ورته برابر کړی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: منصور شریف

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې