پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سولې پروسه؛ په افغانستان کې د امریکا د خطرناکې لوبې دوام
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې پروسه؛ په افغانستان کې د امریکا د خطرناکې لوبې دوام

خبر:

ټرمپ د مارچ په ۳مه د سه شنبې په ورځ د زلمي خلیلزاد په حضور د طالبانو ډلې له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ټلیفوني خبرې وکړې. د طالبانو ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه اړیکه د تاوتریخوالي د کمښت او د بین الافغاني خبرو اترو په اړه وه. ټرمپ له دغو خبرو اترو وروسته په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ملا برادر سره یې «ښې خبرې اترې» درلودې. اعلامیه زیاتوي چې ټرمپ وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو به ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو اترو د خنډونو د له منځه وړلو لپاره له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه وکړي. همدارنګه ملا برادر له ټرمپ څخه غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په راتلونکي کې د مثبتو اړیکو د ټينګولو په اړه قاطعیت وکړي او اجازه ورنه کړي چې څوک د لاسلیک شوي هوه‌کړه خلاف عمل وکړي او امریکا په دغه اوږده جګړه کې تر دې زیاته ښکېله وساتي. (سرچینه: اطلاعات‌روز ورځپاڼه)

تبصره:

امریکا د افغانستان په نظامي جبهه کې له فاحشې ماتې سره مخ شوې ده او نور د امریکا هېڅ ولسمشر ته شونې نه وه چې د امریکا د خلکو د عامه افکارو او غوښتنو پر وړاندې پلمې جوړې کړي. نو د امریکا د تاریخ د خورا اوږدې جګړې د پای ته رسولو د اعلان لپاره یې له طالبانو سره د سولې پروسه پيل کړه. مګر اوس امریکا له طالبانو سره د سولې پروسې له لارې داسې څه تر لاسه کړل چې د جګړې له لارې ورته ناشوني ښکارېدل. نو له طالبانو سره د سولې د هوکړه‌ليک له لاسلیک وروسته امریکا هڅه کوي، داسې وښيي چې ګواګي پر خپلو ټولو ژمنو عمل کوي او تر پایه ورته ژمنه پاتې کېږي. مګر د مارچ په څلورمه د چهارشنبې په ورځ په لومړۍ ژمنه ماتونه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «ساني لګت» پر خپله ټوټيرپاڼه ولیکل: «د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر هډه د طالبانو د برید په ځواب کې یې هوايي برید ترسره کړی دی.» دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د امریکا چټله سیاسي لوبه نوې پيل شوې ده او لومړنۍ جرقې یې د طالب زندانیانو د نه ازادولو او له دغې ډلې څخه د پاکستان د ملاتړ ګواښلو په اړه د اشرف غني په ژبه جاري شوې دي.

د دې چټلې لوبې د مخ ته وړلو لپاره له یوې خوا د اکثریت خلکو له لوري په تحریم شوو او له فساده ډکو ټاکنو کې د امریکا په شنه چراغ سره اشرف غني ګټونکی اعلان شو، ترڅو د طالبانو د لا زیات تنازل لپاره پر هغوی فشار راوړي او په تدریج یې له مخکنیو دريځونو څخه راښکته کړي. له بلې خوا د مدني ټولنو، د ښځو حقونو او بشري حقونو کمیسیونونو بنسټونه هم خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي، ترڅو په بین الافغاني خبرو اترو کې پر طالبانو فشار راوړي او د ښځو د حقونو او ازادیو لپاره غږ اوچت کړي.

د دې چټلې لوبې بل مخ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو څرګندونې دي، چې له طالبانو سره یې د امریکا له پټو ژمنو پرده لرې کړه. دا ډول څرګندونې هم د طالبانو په صفونو کې ستر درزونه او پراخې بې باورۍ رامنځته کولی شي، چې په دا ډول شرایطو کې به د دغو درزونو نښلول او سمون د طالبانو د رهبرۍ لپاره یو ستونزمن کار وي.

د دې چټلې لوبې بل اړخ د امریکا له اشغالګرو ځواکونو سره اوربند او له افغان ځواکونو سره د جګړې دوام دی، چې په خلکو کې د طالبانو محبوبیت په بې‌ساري ‌ډول کموي. پر دې سربېره له ننګونو ډک پړاو د بین الافغاني خبرو اترو بریا ده، چې په هغو کې د اختلافونو اصلي محرکین خپله د اشغالګرانو سفارتونه دي؛ خو د دې تر څنګ غواړي چې د دغې چټلې لوبې تاریخي مسوولیت خپله افغانان پر غاړه واخلي.  

خو بیا هم طالبان د امریکايي سولې د کاږه واږه مسیر او کږلېچونو پر دوام بوخت دي. طالبانو په افغانستان کې د امریکا د ماتې او تړونونو ته د امریکا د نه ژمنتیا واقعیت نه دی درک کړی او د امریکایانو پر ژبه چې د منفعت ژبه ده، سم نه دي پوهېدلي. نو له بده مرغه د امریکا په دام کې بند پاتې دي، چې اساسي موارد یې په لاندې ډول دي:‎

الف. پر امریکایانانو او په افغانستان او نړۍ کې د دوی پر منافعو له هر ډول بریدونو د طالبانو ډډه کول.

ب. د افغانستان په خاوره کې له نړیوالو جهادیانو سره د طالبانو د اړیکو مخنیوی.

ج. په کابل کې له لاسپوڅي حکومت او هغو ټولو اړخونو سره د خبرو اترو منل چې په ۱۹ کلونو کې په امریکايي او غربي ارزښتونو روزل شوي دي.

د. د ټولو نړیوالو قوانینو او معیارونو او په پایله کې د دولت- ملت ناروا مفهوم منل.  

طالبانو د پورتنیو شرطونو په منلو له جهاد او جهادي ډلو سره نړیواله عقیدوي اړیکه پرې کړه او د اوسني نړیوال نظم پر اساس یې چې امریکا یې رهبري کوي، د دولت-ملت په کنده کې خپل سقوط روښانه کړ. نو دا د افغانستان د مسلمانو او مجاهدو خلکو دنده ده چې د امریکا د دې چټلې لوبې مختلف اړخونه درک کړي او پر سیاستوالو، متنفذینو او طالبانو فشار راوړي چې د دغې امریکايي سولې د دوام پر ځای، لومړۍ هغه ودروي او په پای کې د امریکا غرور د امپراتوریو په دغه هدیره کې پر ځمکه وغورځوي. د افغانستان جګړه یوازې د هوکړه‌لیکونو په لاسلیکولو نه حل کېږي، ځکه د افغانستان ستونزه یوه افغاني ستونزه نه، بلکې یوه سیمه‌ييزه او نړیواله ستونزه ده. دا ستونزه تر هغه چې مسلمانان تر یوه واحد چتر لاندې راټول نه شي او دویم راشده خلافت تاسیس نه کړي، د حل وړ نه ده. موږ الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو چې مسلمانانو ته یووالی ورپه برخه کړي، د کفارو او منافقینو له مکره یې په امن کې وساتي او دا وروستی کال وي چې له خلافت پرته ژوند کوو او په راتلونکي کال کې د راشده خلافت تر چتر او د عقاب بیرغ تر سیوري لاندې د رجب میاشتې هرکلی وکړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې