پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د قزاقستان دولت ښځو ته په حزب التحریر کې د غړیتوب لرلو له امله سزا ورکوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د قزاقستان دولت ښځو ته په حزب التحریر کې د غړیتوب لرلو له امله سزا ورکوي

خبر:

د الماتي ښار محکمې د ۲۰۲۰م کال د جنوري په ۲۰مه دوو ښځو،  ۴۵ کلنې کارلیغاش ادسبیکوی او  ۲۹ کلنې داریا نایشانووا ته خپله سزا واوروله. قاضي ایرنر کاسیمبوکو هره یوه د پنځو کلونو لپاره په دیني چارو کې له ازادۍ او د دوی په اند په ناقانونه حزب (حزب التحریر) کې له ګډون کولو څخه منعه کړې. قاضي تاکید کاوه، چې دوی په ډېر ناوړه جرم سره تورنې وې او ګناه یې هم ثابته وه. په حقیقت کې د ادسبیکوی ګناه یوازې دا وه، چې خپله پېِغله لور یې روزله او نایشانوا بیا له هغې سره په نسبي اړیکو لرلو سره تورنه وه.

د محکمې په خبره دغو دوو ښځو د وټس اپ په ګروپ کې یو له بل سره د دینونو تر منځ د نفرت مفکورې خپرولې. پر دې سربېره یې په حزب التحریر کې چې د قزاقستان دولت منعه کړی او یو افراطي حزب یې بولي، هم ګډون درلود. یادو ښځو په خپل جرم اعتراف هم وکړ او ویې ویل چې دوی د وټس اپ په ګروپ کې ځینې مواد خپرول او فکر یې نه کاوه چې دغه کار به د دینونو تر منځ نفرتونه را پاروي، بلکې دوی یوازې خپل نظرونه بیانول.

د قزاقستان د امنیت په ملي شورا کې حزب التحریر یو مذهبي افراطي او په خپل سر پیدا شوی سیاسي حزب کڼل کېږي، چې موخه یې په نړۍ کې د اسلامي خلافت رامنځته کول دي. په دغه هېواد کې د حزب التحریر فعالیتونه منعه شوي دي.

تبصره:

د قزاقستان حکومت هم د نورو هېوادونو د حکومتونو په څېر له اسلام سره له ښکاره همکارۍ کولو څخه وېره لري. کله چې مسلمانان خپله عقیده او ثبات دوی ته ښکاره کوي، نو دوی ورته ترورېست وایي او اسلام له (ترورېزم او سختدریځۍ) سره د جګړې کولو شعارونو تر شا پټوي.

اسلام ته د خلکو دعوتول له دغه دین څخه د کفارو او اسلام دښمنو کسانو وېره او نفرت راپاروي، له همدې امله اسلام او مسلمانانو ته د ترورېزم کلمه کاروي او سزاوې ورکوي.  په ځانګړې ډول دوی خلافت د بشریت لپاره یو لوی ګواښ بولي. 

له بده مرغه په مرکزي اسیا هېوادونو کې قزاقستان د سېکولر نظربایوف له خوا اداره کېږي، چې له پخوا راهیسې نوموړي ته د خپل هېواد د سیکولر کولو دنده ور سپارل شوې. نظربایوف غواړي چې خپل هېواد په اروپایي ارزښتونو سمبال کړي، له همدې امله د برېتایې پخواني لومړي وزیر توني بلېر به ځینې وخت له ده سره د همکار په توګه کار کاوه. نظربایوف د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېرې هڅې وکړې، ترڅو پر خپل ملت اروپایي ارزښتونه پلي کړي.

په هر حال مخکې به یوازې مسلمان وروڼه د دا ډول ستونزو قرباني کېدل، خو اوس مسلمانې خویندې هم له دغو ستونزو څخه په امان کې نه دي. د قزاقستان حکومت او د محکمې قاضي، څارنوالي، ملي انیت، کورنیو چارو وزارت او ټول سیستم مجرم دی او دوی به له شک پرته الله سبحانه وتعالی ته د خپلو اعمالو ځواب ورکړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

ژباړه: له شک پرته څوک چې مومنان (ښځې او نر) له الهي دین څخه د ګرځولو لپاره شکنجه کوي، وروسته بیا توبه هم ونه کړي او په خپلو کړو پښېماني هم ونه ښيي، نو د الله سبحانه وتعالی د دوزخ له دردوونکي عذاب سره به مخ شي او ډېر سوځوونکی اور او عذاب به یې په برخه شي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې