شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په کودتا له کودتا ځان ساتل
بسم الله الرحمن الرحيم
په کودتا له کودتا ځان ساتل

خبر:

ولسمشر اردوغان له پاکستانه د بېرته تګ پر مهال په ترکیه کې د یوې نوې کودتا د اوازو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: «زموږ خلک به له کور څخه په راوتو کې دوه زړي نه شي، بلکې ټول به رابهر شي او تر خپله وسه به یې مخه ونیسي.» (Yeni Safak 15.02.2020)

تبصره:

د مسلمانانو د حکامو یوه لویه ځانګړنه دا ده، چې کله له ګواښه بچ وي، سیکولر ډیموکراټیک نظام ته مخه کوي او کله یې چې قدرت او واک ته ګواښ متوجه وي، له خلکو څخه د ځان لپاره ډال جوړوي.

په دې وروستیو کې د ترکیې په عامه فضا کې د کودتا خبرې ډېرې کېږي. په ځانګړي ډول دغه حقیقت ته په کتو چې د امریکایي کارپوهانو یوې ډلې په ترکیه کې د یوې نظامي کودتا د امکان په اړه ویلي؛ د تش په نامه سیاستمدار دوګو پېرینسیک – چې د سیکولر کمالي لارې پلوی دی- خبرې، د متکبر تقاعد شوي جنرال اېلکر باسبوګ ګواښونه او د غلامو لیکوالو بحثونه چې د خبرو اجنډا یې کودتا ټاکلې وي، ځینې نښې بلل کېږي.  

ظاهراً، سیکولر کمالي انګلیسي اړخ غواړي چې لږ تر لږه دولت ووېروي. د عقل او استدلال څښتنان پوهېږي، ترڅو چې اور د امریکا او انګلیس په لاس کې وي، دا امکان شته چې امت ته به ډېر زیان ورسوي. دا چاره په ګڼو هېوادونو کې وشوه او په تاریخ کې یې بېلګې پرېمانه دي.

د ولسمشر اردوغان خبرو ته که وګورو، له یوه لوري هڅه کوي چې د وېرې له فضا څخه د خپل قدرت او واک د ساتلو لپاره ګټه واخلي. له بل لوري بیا غواړي چې د خلکو په غبرګون هغه کسان ووېروي، چې د کودتا قصد لري. دا خبره یو ځل بیا روښانه شوه، چې سیاسیونو ته د خپل قدرت د ساتنې لپاره شخصي او سیاسي ګټې اړینې دي.

د جولای د ۱۵مې د کودتا پر مهال د امت بچیانو ځانونه د ټانګونو پر وړاندې ډال کړل او د «الله اکبر» په نارو یې کودتا کوونکي ودرول. پر دې سربېره بیا د ډیموکراسۍ له کبله پر دغو کسانو ظلمونه وشول. د کودتا پلویانو د امت د بچیانو بدنونه تر پښو لاندې کړل او سیاسیونو د خپل قدرت او ډیموکراسۍ په ګټه کار ترې واخیست.

د کودتا پلانونه د کفارو پر مېزونو جوړېږي او زموږ خاین چارواکي یې په دغو هېوادونو کې له پېړۍ راهیسي پر خپلو ولسونو عملي کوي.

د هغو ظالمو حکامو ګټې او خیانت چې قبله یې غرب دی، د دې سبب شوې چې په ۱۹۲۴م کال کې زموږ د خلافت پر وړاندې کودتا وکړي او خپل د سیکولرېزم او ډیموکراسۍ خرافاتي نظام راولي. له هغه وخت راهیسي دوی هڅه کړې، چې د کودتا د وېرې په خورولو سره خلک راپورته کړي او خپل دغه خرافاتي نظام پرې وساتي.

هوښیاران پوهېږي، دغه نظام چې د الله سبحانه وتعالی د دین د سلطې پر وړاندې يې کودتا وکړه، د خلکو پر وړاندې هم د دغه کار له کولو درېغ نه کوي. د دې خبرې ثبوت دا دی چې د جمهوریت او کودتاوو تاریخ یو دی. څه شی پر دغې خبره د باوري کېدو لامل کېږي، چې ډیموکراسي به دوی وساتي؛ په داسې حال کې چې ډیموکراسي پخپله د کودتا پر اساس د حکومت کولو یو مېتود دی.

دا فکر مه کوئ چې د امت بچیانو خپل ځانونه د ډیموکراسۍ لپاره مرمیو ته ډال وګرځول، بلکې دوی یوازې د خپل دین، عزت او وقار لپاره راوتلي وو. د امت ځانونه باید نور د کودتا کوونکو تر پښو لاندې نه شي او نه هم د سیاسونو د ګټو لپاره وکارول شي.

دغه امت باید سیکولر ډیموکراټيک نظام له منځه یوسي او هغه مهال بیا له کودتاوو څخه بېغمه کېدلی شي، ځکه دا د کودتا پر اساس جوړ شوی دولت دی. دغه امت باید داسې حکام واکمن کړي، چې د الله سبحانه وتعالی د دین پر اساس حکومت وکړي، داسې قاضیان چې له شریعت سره سمه پرېکړه وکړي او داسې قومندانان او پوځونه چې د الله سبحانه و تعالی د دین د سلطې لپاره وجنګېږي، هغه وخت به دا کودتاوې او د کفارو شوم پلانونه شنډ شي.

هوښیارانو ته دغه یوه رښتینې حللاره ده!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

احمد ساپا

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې