پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا او اېران په کشمکش خبرې وکړې
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا او اېران په کشمکش خبرې وکړې

خبر:

عمران خان پر خپل ټوېټر لیکلي: «ما د بهرنیو چارو له وزیر قریشي څخه وغوښتل چې ایران، سعودي عرب او امریکا ته لاړ شي او د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري. همداراز له جنرال باجوه څخه مې وغوښتل چې له اړوندو پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا ښکاره پیغام ورته ورسوي، چې پاکستان د سولې لپاره مرستې ته چمتو دی، خو په هېڅ صورت د جګړې برخه نه شي کېدلی.» سرچینه: خلیج ټایمز

تبصره:

د شپېتمې لسیزې په وروستیو کې چې کله بریتانیا له خلیج څخه ووتله، نو امریکا اېران تیار کړ چې داسې یو ځانګړی رول ولوبوي چې امریکا ته د خلیج پر سیمه د کنټرول وړتیا ورکړي. اېران ډېر زر د خلیج په سیمه کې د جګړو او دښمنۍ فضا توده کړه. په دغه سیمه کې د امریکا په مخ کې یوازینی لوی خنډ عراق و، چې د برېتانیا تر نفوذ لاندې ډېر ځواکمن هېواد و. امریکا اېران ته دنده ورکړه چې د عراق ظرفیت له منځه یوسي؛ وروسته امریکا د ایران په مستقیمه همکارۍ د یو لړ عملیاتو په پایله کې د صدام رژیم ړنګ او د عراق یو نوی جمهوریت یې رامنځته کړل، چې تشکیل یې د امریکا استازي برېمر جوړ کړ. له ۲۰۰۳ م کال راپه دېخوا یې اېران ته په عراق کې له امریکایي اشغالګرو ځواکونو سره د مرستې کولو لپاره ډېر صلاحیت ورکړی و.

کله چې په سوریه کې انقلاب زور واخیست او اسد د سقوط له خطر سره مخ شو، نو امریکا پر اېران تکیه وکړه، ترڅو له اسد او د نوموړي له رژیم څخه ساتنه وکړي. اېران هم دغه رول مستقیماً د قاسم سلیماني تر مشرۍ لاندې «د قدس ساتونکو سرتېرو» په واسطه بشپړ کړ.

خو اوس -لږ تر لږه د امریکا له نظره- ښکاري چې په عراق او سوریه کې د اېران نقش پای ته رسېدلی او خپل ماموریت یې سرته رسولی. په عراق او سوریه کې د اېران هغه قاطع او پیاوړی بازو (قاسم سلیماني) ووژل شو، نوموړی یو لوی جنرال او واقعي غلام و، چې په عراق او سوریه کې یې د امریکا د رضایت لپاره د سلګونو او زرګونو مسلمانانو د وینو ویالې وبهولې او بالاخره خپله هم د امریکا په لاس ووژل شو.

د پاکستان اوسنۍ ملکي او نظامي رهبري د پخوانیو رژیمونو په څېر خپله ټوله هڅه کوي، چې د امریکا ګټې خوندي کړي او غلامي یې وکړي. یواځنی توپیر یې دا دی چې د پاکستاني ځواکونو پخوانۍ رهبرۍ خپل مسلمان وروڼه په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې جنګول، ترڅو له امریکایي جنګ څخه د تروېزم په نامه ملاتړ وکړي، خو کله چې امریکا د ثابت قدمه مجاهدینو پر وړاندې ماتې وخوړه نو اوسنی رژیم د سولې تر نامه لاندې د هغه څه د تاسیس په لټه کې دی، چې د امریکا ګټې خوندي کړي. ټول خیانتکاران، غلامان، ځای ناستي او بې عقله لوبغاړي باید وپوهېږي، چې کله دوی د خپلو بادارانو ورسپارل شوې دندې سرته ورسوي، نو د دوی فصل به هم ختمېږي. امریکا دې تیاره ده چې غلامان، ځای ناستي او د دوی د لاس آلې یو ځل خپلې دندې سرته ورسوي، نو بیا ټول له منځه وړي. دې ته ورته قضیې او بېلګې ډېرې تېرې شوې دي.  

اوس وخت رارسېدلی چې خپلو هڅو ته د خلافت د تاسیس لپاره زور ورکړو او هغه دنده چې الله سبحانه وتعالی موږ ته راسپارلې سرته ورسوو. په دغه کار سره به انشاالله زموږ د مسلمانو خویندو اوښکې، د ماشومان ژړاوې، د معصومو خلکو وینې تویېدل او د خالي معدو لوږه پای ته ورسېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد عادل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې