سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغان او محمد فاتح رحمه الله؛ د دوو رهبرانو کیسه
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان او محمد فاتح رحمه الله؛ د دوو رهبرانو کیسه

خبر:

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۸مه د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رسما په توره بحیره کې د پایپ غزول پیل کړل. دغه پایپ لاین به روسي طبعي ګاز د ترکيې له لارې اروپا ته ولېږدوي. دواړو په استانبول کې یو بل پایپ لاین هم افتتاح کړ، چې تر اوبو لاندې به د ۹۳۰کیلو متره په اوږدوالي چې د روسیې اړوندې تورې بحیري له ساحل «اناپا» څخه د استانبول تر لوېدیځ «کي یي کای»  پورې رسېږي، د ترکیې د کورني لګښت لپاره به ګاز انتقال کړي. په داسې حال کې چې دویمه شاخه به يې د روسيې ګاز د بلغاریا، صربیا او هنګري له لارې جنوب ختيځ اروپا ته ولېږدوي. دا به روسیې ته دا وړتیا ورکړي چې اروپا ته به د اوکراین پر ځای له بلې لارې ګاز ولېږدوي. دغه پروژه به د روسيې او ترکیې دوستي او اړیکې لا پیاوړې کړي.

تبصره:

اردوغان د دغه کارونو په وسیله خپل بې شرمه میراثي کار ته ادامه ورکوي او د مسکو له قصاب سره خپله دوستي نوره هم ګرمه ساتي. د دې پر ځای چې اردوغان له پوتین سره - چې په سوریه کې د زرګونو مسلمانانو د عامه وژنو مسئول دی او هم د بشار له وینې زبېښوونکي رژیم څخه ملاتړ کوي- مقابله وکړي، دی د  ظالمې او وحشي صفته روسیې اقتصاد پیاوړی کوي او مرسته ورسره کوي؛ ترڅو د شام د بې ګناه مسلمانانو پر وړاندې عام وژنو ته ادامه ورکړي. په عین حال کې په ترکیه کې د روسیې نفوذ ډېروي او ترکیه د روسیې په ګټو پورې تړي. د ترکي تېل خونو د انجینیرانو او د انرژۍ د پلان مشر نېجدت پامیر وویل: «دغه پایپ لاین سره له دې چې ترکیې ته ګاز ورکوي؛ زموږ له هېواده تېرېږي او روسیې ته یې زموږ غاړه تړلې.»

 اردوغان یوازې له روسيې، اېران او غربي ملاتړو سره اوږه په اوږه کار نه کوي، چې د سولې په نوم د کنفرانسونو په وسیله په سوریه کې انقلابي ډلې سره ګمراه او وویشي او د قاتل بشار د لرې کېدلو څخه یې وغولوي او د اسلامي انقلاب مخنیوی وکړي؛ بلکې نوموړی په ډېره بې شرمۍ سره داسې کمونستي دولت پیاوړی کوي، چې هغه په ښکاره توګه له اسلام او اسلامي امت څخه کرکه لري او دښمني ورسره کوي. دا هغه رژیم دی چې چې په روسیه کې مسلمانان او د کریمیا تاتار مسلمانانو ته د اسلامي عقيدې په لرلو سره د ترورېست خطاب کوي، ظلم ورباندې کوي او د اوږده بند سزا ورکوي. خو اردوغان پر دغو ټولو جنایتونو سترګې پټوي، ان له مسکو سره یې پوځي همکارۍ ډېرې کړې او نظامي استخباراتي معلومات ورسره شریکوي. تېر کال یې د روسیې د S-400 میزایل دفاعي سیستم فعالول هم ومنل او د ترکیې او سوریې پر سرحد ترکي او روسي پوځیانو ګډې ګزمې هم وکړې.

اردوغان ډېری وخت په دې سره ځان خوشحاله کوي، چې نوموړی د پخواني عثماني خلافت د رهبرانو په څېر دی، خو له هغو سره یې توپیر له ځمکې تر اسمانه دی. دغه میاشت د قسطنطنیې د فتحې میاشت ده، چې عثماني خلیفه او قوماندان محمد فاتح رحمه الله چې په سلطان محمد ثاني مشهور و، په ۷۵۷ هـ ق یا (۱۴۵۳م) کال فتحه کړه. نوموړی هغه سړی و، چې د اسلام د واقعي رهبر څېره یې خلکو ته وروپېژندله، ځکه هغه خپل ژوند د دین د ښه دعوت لپاره وقف او اسلام یې ټولې نړۍ ته د غوره دین په توګه ورساوه. نوموړي له کوچونیوالي څخه په اسلام ټینګه عقیده او ژور باور درلود. شخصیت یې داسې وروزل شو چې خپل ژوند به د الله سبحانه وتعالی په چوپړ کې تېروي، دغه لوی ښار(قسطنطنیه) به فتحه کوي او د هغوی له جملې څخه باید و ګڼل شي چې زموږ ګران رسول صلی الله علیه وسلم د هغه په اړه داسې فرمایلي دي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطینیه به خامخا فتح کېږي. هغه امیر تر ټولو غوره امیر دی او هغه پوځ تر ټولو غوره پوځ دی.

د نوموي غوښتنه دا نه وه چې د ختیځ روم امپراطور یا د مسلمانانو نور دښمنان خوشحاله کړي او یا ورسره مرسته وکړي، مګر غوښتل یې چې هغوی ته ماتې ورکړي او د اسلام دین پر نړۍ باندې حاکم کړي. د قسطنطنیې له فتحې وروسته نوموړي فاتح خپل فکر په اروپا کې د اسلام د خپرولو او پر روم باندې د واکمنولو لپاره مصروف کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو زېرو د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې کولې. 

اسلام داسې یو رهبر ته اړتیا لري چې له مسلمانانو او د هغوی له دین څخه دفاع وکړي او د اسلام رڼا ټولې نړۍ ته ورسوي؛ نه دا چې د مومنانو پر وړاندې دسیسې جوړوي او ظالم او قاتل چارواکي پیاوړي کوي یا یووازې د خپلو ملي ګټو لپاره جنګ کوي او د بهرنیو هېوادونو پلانونو ته سر ټیټوي. په هر حال د نوموړي په څېر حاکم به يوازې په هغه سیستم کې راپورته شي، چې په صداقت سره د اسلام د دعوت او د مسلمانانو د ګټو استازيتوب وکړي. هغه یوازنی سیستم خلافت دی، چې یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره به تاسیس شي. نو په دغه امت کې که موږ وغواړو چې د محمد فاتح په څېر رهبران را پورته شي او یا هم غواړو چې یو ځل بیا زموږ دین د قسطنطنیې د فتحې په څېر له افتخار څخه ډکې بریاوې لاسته راوړي، یا هم د دې تمه وکړو چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د زېرو د لاسته راړلو شاهدان شو، نو موږ باید خپله ټوله انرژي او پاملرنه د هغه سیستم د تاسیس لپاره وي، چې هغه زموږ دغه ټولې ارزوګانې او خوبونه په حقیقت بدلولی شي او هغه باعظمته او با شکوه خلافت دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

 [نور:۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره ژمنه کړې، چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه کوي؛ چې هغوی به پر ځمکه د پخوانیو خلفاوو په څېر خلفا ګرځوي. دوی ته به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي، چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د هغوی اوسنۍ وېره به په امن ورته بدله کړي. دوی دې زما بندګي وکړي او له ما سره دې شریک نه نیسي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کوي، نو همغه کسان فاسقان دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې