شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مستقیم او نامستقیم مالیات د لوی تورم لامل ګرځي
بسم الله الرحمن الرحيم
مستقیم او نامستقیم مالیات د لوی تورم لامل ګرځي

خبر:

اسلام اباد: د برېښنا د تنظیم ملي ادارې  (NEPRA)د جمعې په ورځ د برېښنا پر یوه واحد Rs ۰،۲۶ تعرفه لوړه کړه. دغه اعلان د برېښنا وزارت د نوموړې ادارې له تایید څخه وروسته وکړ. (سرچینه: geo.tv)

تبصره:

 په نیا پاکستان (نوي پاکستان) کې تورم اوج ته رسېدلی او د اولیه موادو د بیو لوړېدل د عامو خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کوي. پانګوال نظام اوس یوې روپۍ ته هم تیار دی، چې د عامو خلکو له جیبونو څخه یې راوباسي او مالدارو ته یې ورکړي.

نن ورځ په نړۍ کې پانګوال اقتصادي نظام حاکم دی، چې د مالیاتو په اړه ځانګړی لید لري. په  پانګوال سیستم کې مالیات په دوه کټګوریو وېشل کېږي: مستقیم او نامستقیم. مستقیم مالیات د خلکو پر عوایدو او شتمنۍ باندې وضع کېږي. دغه مالیات فرضي دي او د شخص د مالي توان پر اندازه وضع کېږي. نامستقیم مالیات هغه مالیات دي، چې د یوه هېواد له ټولو اتباعو څخه اخیستل کېږي، پرته له دې چې د هغوی مالي توانایي په پام کې ونیول شي؛ لکه پر اجناسو او خدماتو مالیه، د پوستي خدماتو مالیه، هغه مالیه چې له معاشونو ګرځول کېږي او نور...

ډېر شتمن خلک او شرکتونه له لوړو مالیاتو څخه ګټه پورته کولی شي، ځکه دوی کولی شي چې له دولت څخه د خپلې شتمنۍ په پټولو سره له مالیاتو ورکولو ګوښه شي. په دې توګه دوی له مالیاتو څخه خلاصېږي. نو ځکه مالیات د ټولنې په پاتې خلکو بارېږي، چې د هېواد لګښت ورکوي. په سختو اقتصادي شرایطو کې دولتونه شتمن خلک له قانوني مالیاتو څخه محروموي، ترڅو مستقیم او نامستقیم مالیات په زور یوازې په غریبو خلکو زیات شي، چې په دې سره د هېواد لګښتونه ورکړي او د تعلیم، صحت او نورو اولیه خدمتونو لپاره بودجه تیاره کړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر اوباما د مالیاتي سیستم په بې عدالتۍ پوهېده او نوموړي په دې هکله وویل: «دا په دې معنا ده چې موږ د ښوونځیو، پوهنتونونو، د سرکونو بیا جوړولو، پلونو او زېربنایي پروژو په جوړولو او خپلو ماشومانو ته د فرصتونو په برابرولو کې په هغه په اندازه چې اړتیا ده، پانګونه نه کوو.» په دې توګه بېوزله خلک خپلې هیلې له لاسه ورکوي او له ماتې سره مخ کېږي؛ په داسې حال کې چې شتمن او قدرتمن خلک له خپل ژونده خوند اخلي. دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده، چې د نړۍ په کچه پانګوال نظام د دې سبب شوی چې تر سلو کم کسان دې د ۳،۲ بیلیونه خلکو په اندازه شتمني ولري.

په اسلام کې مالیات یوازې په شتمنۍ وضع کېږي، خو په عایداتو مالیات نشته. که اسلامي دولت خپل لګښتونه پوره نشي کړلی، په اضطراري حالتونو کې په مالدارو خلکو مالیات وضع کوي، ترڅو بودجه زیاته شي. سربېره پردې، د نامستقیمو مالیاتو لکه پر فیس، د کار جواز، د مهر حق، خرڅلاو، له معاشونو مالیه ګرځول او داسې نورو څخه د مالیو اخیستو حق نه لري. هېڅ اړتیا نشته چې پر غریب ډېره مالیه وضع شي او شتمن یې د مال له غصب څخه ووېرېږي. د اسلام پاملرنه دې ته وي، چې د مالدارو انحصار له منځه یوسي او له دې خبرې ځان باوري کړي چې شتمني په ټولنه کې په دوران او ګردش کې ده او بیرون ته نه وځي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

[الحشر: ۷]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی چې هر څه (مالونه) د دغو کلیو له خلکو څخه د خپل پیغمبر صلي الله علیه وسلم خواته ورګرځوي، هغه د الله سبحانه وتعالی او پیغمر صلی الله علیه وسلم، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو لپاره دي؛ ترڅو هغه مالونه یوازې ستاسې د بډایانو تر منځ لاس په لاس نه شي. هغه څه چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم تاسو ته درکوي، هغه واخلئ او له کوم شي څخه مو چې منعه کوي، هغه پرېږدئ. له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، ځکه الله سبحانه وتعالی سخت سزا ورکوونکی دی.

د دا ډول مالیاتو له برکته اسلامي دولت د څو پېړیو لپاره د خپل رعیت د اړتیاوو په پوره کولو سربېره، دا توانایي هم درلوده چې د نړۍ په کچه د پام وړ پرمختګ وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد عادل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې