جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا جنګي جرایم؛ د راشده تغییر اړتیا لاډېروي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا جنګي جرایم؛ د راشده تغییر اړتیا لاډېروي!

خبر:

په دوو وروستیو کلونو کې د شپنیو او هوايي بریدونو غیرنظامي قربانیان د پام وړ زیات شوي. په دغو بریدونو کې د ۰۱، ۰۲، ۰۳ او ۰۴ په نامه ځانګړو واحدونو او «د خوست ساتونکي ځواک» -چې په ظاهر کې د افغانستان د ملي امنیت تر ریاست لاندې کار کوي؛ خو په واقعیت کې یې ګومارنه، زده کړه، تجهیز او مدیریت د سي آی اې په لاس کې دی- د قانون تر پولو بهر چلندونه لکه «صحرايي محاکمې» او بېلابېل «جنګي جرمونه» کړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان په خپل نوي ۵۰ مخیز راپور کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له قربانیانو او عیني شاهدانو سره د مرکې پر اساس دغه ځانګړي واحدونه پر جدي سرغړونو لکه د شپنیو عملیاتو په جریان کې د غیرنظامیانو پر وژلو تورن کړي دي او له امریکا او د افغانستان له حکومته یې غوښتي چې باید ټولې نیمه نظامي ډلې -چې د امنیتي ځواکونو د قوماندې له اډانې بهر دي- ژر تر ژره منحل او بې وسلې کړي او د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو د ټولو تورونو په اړه له خپلواکو څېړنو سره همکاري وکړي.

تبصره:

لومړی؛ هغه جنګي جنایتونه چې امریکا، ناټو او مزدورو ځواکونو یې په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان د خلکو په حق کې کړي دي، د بشري حقونو د بنسټونو او موسسو په وسیله اصلاً د ثبت او شمارلو وړ نه وو او نه دي؛ ځکه د بشري حقونو ډېری بنسټونه او موسسې د امریکا او ناټو د هژموني، بهرني سیاست د پروګرامونو او جنګي ماشین یوه برخه دي او په ډېرو اسلامي خاورو کې د امریکا او د هغې د متحدینو د جنګي جرایمو پر وړاندې د غولوونکو سازمانونو په توګه دنده تر سره کوي، ترڅو د خلکو پارېدلي احساسات د یوه راپور په خپرولو او د کوم جنګي پروګرام او پالیسۍ په نقد مړه کړي.

دویم؛ د کپیټلیست غرب په ځانګړې توګه د امریکا تاریخ له دا ډول جنایتونو ډک دی او د افغانستان جنایتونه تر هغو جرایمو اوس هم ډېر ورته کم ښکاري چې پانګوالو دولتونو په خپل تاریخ کې سر ته رسولي. نو تل د خلکو پر وړاندې د جنګ پر شدت ټینګار کوي او حتی ظاهراً د سولې تر خواږه نامه لاندې زموږ په خاوره کې خپل جنګي او تروريستي پروګرامونه په خورا وحشت او دهشت مخ ته وړي.

درېیم؛ د غرب په ځانګړې توګه د امریکا جرایم يوازې په جنګي جرایمو کې نه خلاصه کېږي، ولې! له هغه مهاله چې پانګوالو او د کپيټلېزم چټلې ایډيولوژۍ او خونړي ډیموکراسي نظام په نړیواله کچه د چارو واګې په لاس کې اخیستې دي، ټول بشریت په تېره بیا اسلامي امت تر ظلم، فقر، لوږې، بندیزونو، جګړو او مهاجرتونو لاندې راغلی او یاد جنایتونه لا تر اوسه ښه په قوت دوام لري.

څلورم؛ کله چې موږ د افغانستان له څلورو خواوو د امریکا، ناټو او د هغو د مزدورو ځواکونو د ترور او وحشت دردناک روایتونه اورو او له دې سره هم مهاله وینو چې افغان سیاستوال او پيروان یې د ټاکنو په چټله لوبه، د سولې په پروسه، قومي، سمتي او مذهبي تعصباتو بوخت کړي دي، ترڅو عامه افکار او د خلکو ذهنیت له خپلو جرایمو منحرف کړي او زموږ د خاورو شتمنۍ لوټ کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور د امریکا، د هغې د متحدینو او اجیرانو د جنایتونو پر پخوانیو راپورونو یو بل ورزیات شو؛ خو متمدنه نړۍ د ارقامو او راپورونو له ثبت او ارايې پرته د بشریت په برخلیک کې بل بدلون نه ویني. نو دوی ته شرم دی چې ځان متمدنه نړۍ نوموي؛ حال دا چې په دغو جرایمو او جنایتونو کې هر زیانمن او قرباني حداقل یو انسان دی. دوی خپله ښه پوهېږي چې ولې په خپلو خاورو کې وژل کېږي، بې کوره کېږي او کډوال کېږي!؟ ولې د دې کشالې د حل ريښه يي لټون نه کوي، بلکه تل یې لا پېچلې کوي او په دې اړه د ثبت او راپورورنو لېستونه لا ډېر اوږدېږي؟ دوی که ایمان نه لري، خو وجدان یې هم کوم ټکان نه خوري، ترهغه چې خپل وګړي او ګټې یې په خطر او ګواښ کې ونه لوېږي، ځکه دوی بې دينه پانګوال او استعمارګر دي!

نو ایا موږ د اسلام د دښمنانو د جرمونو او دسیسو په اړه یوازې شکایت الله متعال ته یوسو، که له امته او د هغه له برخلیک ټاکونکې قضیې څخه د اسلامي خاورو د چارواکو نه ملاتړ  او له کفارو سره په دغو جرایمو او دسیسو کې د دوی ګډون هم له الله متعال سره شریک کړو او عملاً درک کړو چې چېرې دی په دې اړه د امت قوي موقف!؟ چېرې دی هغه مسلمان حاکم چې د اسلام دښمنانو ته په دې اړه غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي؟ ایا ټول مسلمان چارواکي له امریکا او کفارو سره د ترور، وحشت او دسیسو د پروګرامو پر تنفیذ بوخت دي او که د مسلمانانو د وینې، شتمنیو او عزت په بیه یوازې خپلې چوکۍ او تش په نامه قدرت ساتي!؟

نو دا بسنه نه کوي چې د ترور او وحشت د دې سناریو مسوولیت یوازې د امریکا، متحدینو او مزدورانو پر غاړه واچوو، بلکې ټول هغه کسان چې پوه زړونه او لیدونکې سترګې لري، باید د کفارو ټول پروګرامونه رد کړي او له دوی سره هر ډول همکاري ودروي، خپله برخلیک ټاکونکې قضیه لومړی درک کړي، وروسته یې د لاسه ته راوړو لپاره مبارزه وکړي او په پایله کې یوازې د خپل رب شریعت د راشده خلافت په تاسیس سره د ژوند په ټولو برخو کې تطبیق کړي. هغه مهال امریکا، د هغې متحدینو او مزدورانو ته داسې تاریخي درس ورکولی شي، چې حتی د شیطان وسوسې هم هغه د دوی له ذهنونو هېر نه کړي او په افغانستان او نورو اسلامي خاورو کې به د خپلو وروڼو حقیقي ډال شي؛ ځکه:

"إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه ويتقى به" (رواه مسلم)

له شک پرته امام(خلیفه) هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کوئ او هغه ته پنا وروړئ.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې